Homeداسې هم شتهساینسپه ستورو کې د ژوندي سارو د موندلو لپاره د سایسنسپوهانو تازه...

په ستورو کې د ژوندي سارو د موندلو لپاره د سایسنسپوهانو تازه هڅه

تاند- بریتانیايی ساینسپوهانو په نورو ستورو کې د ژوند یا ژوندي سارو د موندلو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي.

د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور له مخې د دغه هیواد د ۱۱ علمي مرکزونو پوهانو د خپلو هڅو د همږغولو لپاره یو مرکز جوړ کړی دی چې زموږ له خاورینې کُرې دباندې د نورو ژوو د موندلو لټه وکړي.

بریتانیايی ستورپوه سر مارتین رييس به د د دې نوې هڅې مشري کوي.

ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته
ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته

دې ډلې له تمویلوونکو ادارو ډېره لږه مرسته غوښتې ده. دوی په مرستندیو ږغ کړی چې د کال صرف یو ملیون پونډ ورکړي چې خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ساینسپوهان باوري دي چې له مځکې پرته په نورو کُرو او ستورو کې هم د ژوند امکانات شته خو تر هغو د انسانانو رسېدل ګران کار دی مګر دوی هیله لري چې بالاخره به د تکنالوژۍ د پرمختګ په برکت انسانان لېرو ستورو ته ځان ورسولی شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...