پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد لمر په انرژۍ د چلېدونکې الوتکې بریالۍ ازموینه

د لمر په انرژۍ د چلېدونکې الوتکې بریالۍ ازموینه

تاند- په متحدو ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره د لمر په انرژۍ چلېدونکې الوتکه په ټوله امریکا راوګرځېده او په نیویارک کې د جان ایف کینډي په هوايي ډګر کې کښېناسته.

د لمر په انرژۍ دا الوتکه پرون د سهار په پنځه بجې په واشنګټن کې د ډلاس له نړیوال هوايي ډګره د نیویارک په لور والوته او په یوولس بجې د دغه ښار په جان ایف کینډي هوايي ډګر کې کښېناسته.

ویل شوي چې د الوتکې په کیڼ وزر کې د توقع خلاف یو درز ولیدل شو او له دې کبله پېلوټ مجبوره شو چې تر ټاکلي وخت درې ساعته مخکې پر مځکه کښېني.

خو مسوول چارواکي وايي چې د دې مسلې په وجه نه پېلوټ او نه هم الوتکې ته خطر پېښ شو.

دا الوتکه، چې د ۱۱ زره لمریزو بېټریو په وسیله انرژي اخلي، ۳۰ زره فوټه لوړ الوت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...