د روژې د مبارکې میاشتې راتګ یوه ډېره ښه پلمه ده چې د ورځو شپو د شمېرلو او حسابولو سیستم ته لږ څه تم شو. دوه اسماني کتلې چې د بشر د ټولنیز ژوند له ډېرو پخوا زمانو راهیسې د ورځو او شپو په حسابولو کې ورته پام کېږي لمر او سپوږمۍ دي. ځمکه په شواروز کې یو ځل پر خپل مدار څرخي او موږ داسې انګېرو چې ګواکې لمر په شواروز کې یو ځل له ځمکې نه تاوېږي. همدا راز ځمکه په کال کې یو وار له لمر څخه تاوېږي یانې که کومه ورځ په اسمان کې د لمر د ښکاره کېدو ځای په نخښه شي نو نېږدې ۳۶۵ ورځې (یو کال) وروسته به بیا لمر په هماغه ځای ولاړ وي. سپوږمۍ هم په میاشت کې یو وار له ځمکې څخه تاوېږي یانې که بیا هم په اسمان کې یو مهال د سپوږمۍ شکل په نخښه شي نو شاوخوا یوه میاشت وروسته به بیا سپوږمۍ په هماغه شکل څرګندېږي.
دا هغه واقعیتونه دي چې زموږ ورځنۍ تجربه یې هر وخت ثابتوي او له ډېر پخوا راهیسې زموږ د ورځو شپو، میاشتو، کال حساب په همدې ډول راروان دی.
خو که واقعیتونو ته لږ په ځیر وکتل شي نو خبرې بیا دومره ساده هم نه دي
له لمر څخه د ځمکې د تاوېدلو موده پوره ۳۶۵ شواروزه نه ده، ۳۶۵ شواروزه، پینځه ساعته، اته ۴۸ دقیقې او ۴۵،۲۶۰۶ ثانیې ده. همدا راز سپوږمۍ له ځمکې نه په په ۲۹ شواروزو، ۱۲ ساعتو، ۴۴ دقیقو او ۲،۹ ثانیو کې تاوېږي. اوس نو که کال پوره ۳۶۵ ورځې و ګڼل شي نو له واقعي کال څخه به یو څه لنډ راشي، څلورکاله وروسته به لمر لا په اسمان کې هغه ځای ته نه وي رسېدلی چې څلورکاله وړاندې و. هغه څو ساعته توپیر، بالاخره نېږدې پوره شواروز ته رسېږي. نو له همدې کبله د نجومي محاسبو په ډېر پخواني پېر کې دې خبرې ته پام وشو او په څلورو کلونو کې یو کال د «کبیسه کال» په نامه ۳۶۶ ورځې ، ټاکل شو. خو بیا هم حساب پوره نه راځي. له دې سمونې سره سره بیا هم یو کال له خپل اصلي وخت څخه څه کم یوولس دقیقې او پینځلس ثانیې اوږد راځی چې دا هم په څلور سوو کالو کې یو شواروز ته رسېږي.
همدغه راز له ځمکې څخه د سپوږمۍ تاوېدل – چې د میاشتې تعریف دی – پوره ۳۰ ورځې نه راځي. هره میاشت ۱۲ ساعته او څه کم درې ثانیې توپیر په کې پیدا کېږي چې په دوه میاشتو کې یو شواروز او څلور ثانیې ترې جوړېږي.
د لمریز کال له پاره لومړی د میاشتې تعریف ۳۰ شواروزه و ټاکل شو، چې په دې حساب یو کال (دولس میاشتې) درې سوه او شپېته ورځې راځي. یوه میاشت هم چې کله ۲۹ ورځې او کله دېرش ورځې وشمېرل شي، سپوږمیز کال (دولس میاشتې) ۳۵۴ ورځې راځي.
په پخوانیو وختونو کې، په هغو سیمو کې چې لمریز کال ته اعتبار ورکول کېده، غالباً هر کال پینځه یا شپږ ورځې په تقویم کې نه شمېرل کېدې. په پخواني روم کې دا هغه ورځې وې چې ګناه یې د سړي له ذمې ساقطه وه، نو خلکو به په کې له ټولو مذهبي مکلفیتونو څخه ځان ازاد باله (اوسنی کارنیوال چې په اکثرو مسیحي مذهبه هېوادونو کې لمانځل کېږي او خلک په کې هر ډول نخرې کول مجاز بولي د هماغو وختونو څخه راپاتې دی). ځینو نورو ټولنو به بیا په کال کې د څو ورځو یوه ناقصه میاشت ور زیاتوله. د سپوږمۍ په اعتبار کال هم هر کال د لمریز کال په نسبت یوولس یا دولس ورځې لنډ راځي، نو هغه مېلې او جشنونه به چې د دې کال په اعتبار لمانځل کېدل له لمریزو فصلونو څخه به وړاندې، وروسته کېدل. د عربو په جزیره کې چې د حج مراسم تر ټولو ستره سیمه ییزه مېله وه، د دولسمې میاشتې په اوږدو کې لمانځل کېدل، خو هڅه دا وه چې دا مراسم د کال په داسې فصل کې وشي چې د میوو او کرنیزو محصولاتو (خصوصاً د خرماوو د ټولولو وخت) د پېر او پلور له پاره مناسب وي. هغه مهال د حجاز خلکو په دریو کالو کې یو وار د ذوالحجې او محرم د میاشتو تر منځ یوه اضافي میاشت ورزیاتوله چې دې کار ته یې «نسيء» ویل. د عربو په فرهنګ کې په کال کې څلور میاشتې «حرامې» بلل کېدې چې ځینې کارونه په کې ناروا وو. د یو میاشتې په زیاتولو به کله کله د څلورو پر ځای پینځه میاشتې حرامې شوې.
په عبري، چیني هندي او ځینو نورو تقویمونو کې همدا د څو ورځو د زیاتولو رسم لا تر اوسه روان دی. دغه ډول کال ته «سپوږمۍلمریز» ویل کېږي.
د هجرت پر اتم کال دا آیت مبارک نازل شو چې «میاشتې د خدای له لوري دولس ټاکل شوې دي.» (۹ سورت، ۳۶ او ۳۷ آیتونه). د حجةالوداع په خطبه کې ستر پیغمبر هم همدې خبرې ته اشاره وکړه: «ای خلکو، نسيء (د میاشتو زیاتول) په کفر کې دي چې هغه څوک چې کافران دي پرې لارورکي کېږي. یو کال یې روا کوي او بل کال یې ناروا کوي. د دې له پاره چې د خدای له حرامو کړو میاشتو سره یې برابر کړي، هغه څه چې خدای حرام کړي حلالوي یې او هغه څه چې خدای حلال کړي حراموي یې. ریښتیا خبره دا ده چې وخت هماغسې دی لکه کله چې خدای اسمانونه او ځمکه پیدا کړل او ریښتیا خبره دا ده چې د خدای په وړاندې میاشتې دولس دي. په هغوی کې څلور حرامې دي، درې پرله پسې او رجب بېل دی چې د شعبان او جمادي تر منځه دی.»
د الله له خوا د میاشتو د شمېرې له ټاکل کېدو سره د اسلامي تقویم نوې بڼه را منځ ته شوه. په دې تقویم کې عموماً د میاشتو د ورځو شمېر په لاندې ډول ټاکل کېږي:
محرم (۳۰)، صفر (۲۹)، ربیع الاول (۳۰)، ربیع الثانی (۲۹)، جمادی الاول (۳۰)، جمادی الثانی (۲۹)، رجب (۳۰)، شعبان (۲۹)، رمضان (۳۰)، شوال (۲۹) ذوالقعده (۳۰) او ذوالحجه (۲۹ یا ۳۰)
لکه پورته چې وویل شول، یوه میاشت پوره نهه ویشت نیمې ورځې نه ده، څلورڅلوېښت دقیقې او څه کم درې ثانیې ترې زیاته ده. په ۲،۷ کلونو کې دغه ۴۴ دقیقې پوره ورځ جوړوي نو ځکه په هرو دوو یا دریو کالو کې یو کال ته «کبیسه» ویل کېږي. په عادي کلونو کې د والحجې میاشت نهه ویشت ورځې او په کبیسه کلونو کې ۳۰ ورځې راځي. د ۳۰ کالو په موده کې ۱۹ کاله عادي کلونه دي او ۱۱ په کې کبیسه دي (دویم، پینځم، اوم، لسم، دیارلسم، شپاړسم، اتلسم، یوویشتم، څلېرویشتم، شپږویشتم او نهه ویشتم).
البته د پورتني اصل تطبیق دومره دقیق هم نه دی، ځکه چې د نوې میاشتې پیل د میاشتې له لیدل کېدو سره تړلی دی نه له حساب شوي نجومي حالت سره. عموماً چې ځمکه او سپوږمۍ سره په یوه کرښه واقع شي، تر دې شېبې د ۱۵ او ۱۸ ساعتو ترمنځ وخت اوړي چې میاشت د لیدل کېدو وړ شي. که میاشت د ورځې په رڼا د لیدل کېدو وړ شي ، نو په سبا یې د میاشتې لومړۍورځ حسابېږي.
که څه هم اسلامي نصوص په جوته د تقویم په برخه کې د نجومي محاسبې منع نه ده راوړې خو د علماوو اکثریت د میاشتې لیدل غوره بللي دي، په تاریخ کې یوازې د «فاطمي» سلسلې پاچایانو (له دریمې تر پینځمې لېږدیزې پېړۍ پورې) نجومي محاسبه په پام کې نیولې ده.
که څه هم د تقویم یووالی د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ډېر مهم نه دی بلل شوی، هر ولس په خپلې سیمې کې د میاشتې په لیدلو بسنه کړې ده خو اوس چې د عامه اړیکو وسایلو پراخه وده کړې او له بل لوري سیاست هم په مذهب کې په ښکاره لاس وهنې کوي د میاشتې لیدل د اسلامي نړۍ له پاره په یو لوی سرخوږي اوښتي دي. د ۱۴۲۹ ل.س. کال د شوال لومړۍ نېټه (کوچنی اختر) په یو هېواد کې د تلې په اومه، په ۱۹ هېوادو کې په اتمه، په ۲۵ هېوادو کې په لسمه، په ۵ هېوادو کې په یوولسمه او په یو ځای کې په دولسمه ونمانځل شو، به داسې حال کې چې د نجومي کتنو پر بنسټ له رمضان څخه شوال ته لېږد د تلې په اومه د ګرینویچ پر مهال د سهار په اتو بجو او دولسو دقیقو شوی و.
ډېری مسلمانان دا ډول توپیرونه ستونزمن بولي او د اسلامي امت په خیر یې نه ګڼي. مصري قاضي احمد محمد شاکر په ۱۹۳۹ کال کې دا نظر وړاندې کړ چې اوس د نجوم د علم پر بنسټ د میاشتو د بره کېدلو دقیق وخت پیداکول هېڅ عملي او فقهي ستونزه نه لري. قطري عالم یوسف القرضاوي هم په ۲۰۰۴ کال کې همدا نظریه تایید کړه. د شمالي امریکا فقهي شورا په ۲۰۰۶ کال کې د محاسبې پر بنسټ د میاشتو د پیل د ټاکلو اصل و مانه. په ۲۰۰۷ کال کې د اروپا د فتوا او تحقیق شورا هم د سعودي عربستان د «ام القرا» د کواردیناتو (جغرافیایي مشخصاتو) پر بنسټ د نجومي محاسبې اصل منلی دی چې بیا د شمالي امریکا فقهي شورا هم دا اصل منظور کړی دی.
کېدای شي چې د علم او تکنالوژۍ په عصر کې به د اسلامي یووالي د سمبول په توګه په راتلونکي کې د نړۍ ټول مسلمانان په یوه ورځ روژه نیسي او په یوه ورځ به اختر کوي. هېڅ دلیل نه لیدل کېږي چې حتی د دیني ارکانو په تطبیق کې دې هم مسلمانان تر ابده په اختلاف کې سره همنظري واوسيٍ.
دا لیکنه د خدمتګار ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې چاپ شوې.