تاند(دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان دملي امنیت شورا وایي د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما ۶ میاشتنۍ راپور مو لیدلی.
یاده شورا وایي چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي.
د هغوې په وینا طالبان یا خپله مستقیماً د ملکي مرګ ژوبلې لامل دي یا یې هم نورو تروریستي ګروپونو ته زمینه سازي کړې، چې پر ملکیانو بریدونه وکړي.
د شورا په وینا ددې راپور د چمتووالې د میکانیزم په اړه شته اندېښنو ته په پام سره، دولت ژمن دی، چې له یوناما سره ګډ کار وکړي، څو موندنې یې د جګړې د ډګر واقعیتونه او ارقام منعکس کړي.
د ملکیانو خلاف د طالبانو تاوتریخوالی او حملې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې طالبانو له امریکا سره د قطر په معامله کې ژمنه وکړه، چې تاوتریخوالی به کموي.
د ملي امنیت شورا ویلې دي چې موږ یو ځل بیا طالبانو ته دعوت ورکوو، چې یو سراسري او اوږدمهاله اوربند ومني او د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي، څو له کرونا سره ښه مبارزه وشي، د سولې روانې هڅې بریالۍ او ملکیان خوندي شي.
د دوی په وینا، دولت په میاشتو میاشتو په دفاعي حالت کې پاتې شو، خو طالبانو په دې ټوله موده کې د افغانستان د خلکو او تاسیساتو خلاف تاوتریخوالی جاري وساتى.
د شورا په وینا ددې راپور د چمتووالې د میکانیزم په اړه شته اندېښنو ته په پام سره، دولت ژمن دی، چې له یوناما سره ګډ کار وکړي، څو موندنې یې د جګړې د ډګر واقعیتونه او ارقام منعکس کړي.