Homeخبرونهطالبانو ۳۷ افغان زندانیان په کندز او تخار کې ازاد کړي دي

طالبانو ۳۷ افغان زندانیان په کندز او تخار کې ازاد کړي دي

تاند(دوشنبه، د اسد ۶) د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دوی ډلې په تخار او کندز ولایتونو کې ۳۷ حکومتي بندیان خوشي کړل او د مالي مرستې په ورکولو سره یې کورونو ته واستول.

شاهین ویلې، د دغو بندیانو له ډلې ۲۰ تنه یې په تخار او ۱۷ نور په کندز ولایت کې د دوی له زندانونو ازاد شوي دي.

طالبان داسې مهال افغان بندیان خوشې کوي چې تېره ورځ د طالبانو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي و چې افغان حکومت د دوی ۵۰ نور بندیان ازاد کړي دي او د ۷۰ تنو نورو د خوشې کیدو امکانات هم زیات دي.

سرچینو ویلې دي چې خوشي شوي طالب بندیان د دوی له لورې د ورکړل شوي لېست اړوند وو.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به  افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لړۍ پیلېږي.

په پام کې ده چې د یادو ناستو یې لومړۍ ناسته د قطر په پلازمینه دوحه کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...