Homeخبرونهافغانستان نن د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی

افغانستان نن د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی

تاند(دوشنبه، د اسد ۶) افغانستان نن د چین، پاکستان او نیپال د څلوراړخیزې غونډې او دغه راز د افغانستان د تمویلوونکو هیوادونو د ناستې کوربه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، ټاکل شوې ده چې دا غونډه نن مازدیګر څلور بجې په کابل کې پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، په دې ناسته کې به د افغانستان، چین، پاکستان او نیپال هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه واخلي.

د یادولو ده چې شا او خوا دوه اونۍ وړاندې افغانستان د سیمې او نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د ناستو کوربه و.

افغان حکومت هغه مهال وویل چې د ناستو هدف یې دا دی چې د افغانستان په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع ترلاسه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ناستې ګټورې او د افغانستان لپاره له ښو پایلو لرونکې بللې وې.

دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې په هېواد کې د کورونا ویروس تر خپرېدو وروسته د چین په ګډون ډېری هېوادونو خپلې پولې وتړلې او دې چارې صادرات او واردات له زیاتو ستونزو سره مخ کړل.

له دې جلا کابل نن د سام یا د لوړپوړو چارواکو د ناستې کوربه هم دی. د سام ناسته هر کال د افغانستان د حکومت او بهرنیو هېوادونو په تېره بیا تمویلوونکو دولتونو ترمنځ د حساب کتاب او ځواب‌وینې لپاره جوړېږي.

د افغانستان د مالیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې سږ کال د لوړپوړو چارواکو په دوه ورځنۍ ناسته کې به چې له دوشنبې په ارګ ماڼۍ کې پيلېږي، د جنیوا د دوه اړخیزو ژمنو په چوکاټ کې پرمختګونه وارزول شي او هم به د افغانستان د دولت په پراختیايي تګلارې بحث وشي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا غونډه د ۲۰۱۹ کال نومبر ته پلان شوې، خو ولسمشرۍ ټاکنو او بیا د کرونا وُبا خپرېدو اوس وځنډوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...