شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پوهنتونونو د استادانو اتحادیه: حکومت دې حضوري تدریس نه پیلوي

د پوهنتونونو د استادانو اتحادیه: حکومت دې حضوري تدریس نه پیلوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي چې حکومت دې د تعلیمي او تحصیلي بنسټوڼو پر بیا پرانیستل کېدو ټینګار نه کوي او په دې برخه کې دې له بيړې کار نه اخلي.

په اعلامیه کې راغلي تر هغه دې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه نه پرانیستل کېږي څو چې کورونا ویروس په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی.

اعلامیه کې د استادانو له قوله راغلي دوی وېره لري چې د یادو بنسټونو په پرانیستل کېدو کورونا زور واخلي او لوی ناورین به رامنځته کړي.

استادانو د هېواد روان حالت ته په کتو ویلي که د کورونا دوهمه څپه خپره شي نو حکومت به یې له توان څخه ونه شي وتلی او ډېره سخته به ورته تمامه شي.

اعلامیه دغه راز زیاتوي که ښوونیز بنسټونه پرانیستل شي او څه پېښه کېږي نو د روغتیا وزارت به یې هر راز مسؤلیت پر غاړه اخلي.

باید وویل شي، چې په ګاونډي هېواد ایران کې د کورونا دوهمه څپه خپره شوې او تر ۲۵ میلیونه خلک پرې ککړ شوي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني څو ورځې وړاندې ویلي و، که خلک روغتیايي لارښوونې په پام کې ونه نیسي احتمال شته چې دغه شمېره تر ۳۵ میلیونو ورسېږي.

د راپورونو له مخې په هرات کې هم ورځ تر بلې د کورونا د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

حکومت څو ورځې ویلي و چې د زمري (اسد) په ۱۵ مه به د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره تعلیمي او تحصیلي بنسټونه بیا ځل په فعالیت پیل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب