شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههندوستان ټایمزافغانستان نه دسیکانو وتل دې هېواد لپاره بدخبربللی

هندوستان ټایمزافغانستان نه دسیکانو وتل دې هېواد لپاره بدخبربللی

تاند ( دوشنبه، د اسد ۶) هندوستان ټایمز په یو خبرکې له افغانستان څخه هندوستان ته د تازه کډوال شویو سیکانوکډوال کیدل افغانستان لپاره یو بدخبربللی دی.

سرچینه وایي د افغانستان په اړه هیلې په ناهیلۍ بدلې شوې او دغه هیواد کې ثبات ټکنی شوی دی.

هندوستان ټایمز وروسته له هغې دا د افغانستان لپاره یو بد خبر بللی، چې تازه تېره ورځ کابل کې د هند سفارت مسولانو د مهاجر شویو سیکانو هند ته د نوې ډلې د رسېدو خبر ورکړ.

د هند سفارت تیره ورځ ویلي وو، چې ۱۱ افغان سیکانو ته یې ویزې صادرې کړې او په خبره یې دافغان سیکانو اتمه ډله هم له کابل څخه نوي ډیلي ته ورسېده.

افغانستان نه د سیکانو د وتلو خبره وروسته له هغې ګرمه شوه کله چې، د هند سفارت د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پرعبادت ځای له برید څلورمیاشتې وروسته وویلې هغه سیکان، چې هند ته د تګ لیوالتیا لري دوی یې منلو ته چمتو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب