Homeخبرونهد ناټو ملکي استازي طالبان د اکثرو ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو...

د ناټو ملکي استازي طالبان د اکثرو ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو مسوول وبلل

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي طالبان د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو مسوول وبلل او دا ډله یې له امریکا سره د موافقې په سرغړونه تورنه کړه.

د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټي کورفو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«د طالبانو له لوري د تشدد د نه منلو اندازه د اکثرو ملکي مرګ ژوبلو سبب ده.»

ده همداراز ویلي، د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو فشار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی بې ساری فرصت له خطر سره مخامخوي.

سټیفانو پونټي کورفو له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د درولو په اړه د قطر په موافقه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د ناټو ملکي استازي زیاته کړې، د ملکي افغانانو د کړاوونو د پای ته رسېدو تر ټولو ښه لار دا ده چې د افغانستان د کشالې د سیاسي حللارې لپاره هڅه وشي.

د ناټو ملکي استازي دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما نن د افغانستان د تېرو ۶ میاشتو د ملکي مرګ ژوبلو راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۰ م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۲۸۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۲ زره ۱۷۶ نور ژوبل شوي دي.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%8a-%d9%85%d9%84%d8%aa%d9%88%d9%86%d9%87-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ac%da%ab%da%93%d9%87-%d9%be%d9%87-%d9%86%da%93%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...