تاند(دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اروپایي ټولنې له سفیر سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا څخه په رالیږل شوې خبرپانه کې ویل شوي چې پرون ناوخته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اروپایي ټولنې له سفیر پییري مایودن سره د افغان سولې او امنیت په اړه خبرې کړي دي.
ځینې سرچینې وایي، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی او اوسنی ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
هغوې ویلې دي اړتیا ده چې د طالبانو د تاوتریخوالې دکمښت لپاره اقدامات وشي.
په ورته وخت کې دواړو لوریو د سیاسي وضعیت او تر جنیوا کنفرانس وړاندې د لوړوپوړو مقاماتو ترمنځ د راتلونکي ناستې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې د افغان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا سولې انستیتوت یوې غونډې ته د وینا پرمهال افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ بللې او له ښکېلو خواوو څخه یې د نرمښت غوښتنه کړي وه.