پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد افغانستان بانک ومنله چې په چنګاښ میاشت کې یې د ۴...

د افغانستان بانک ومنله چې په چنګاښ میاشت کې یې د ۴ ساعتونو لپاره امنیتي کامرې بندې شوې وې

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان بانک ریاست ومنله چې د روان زیږدیز کال د چنګاښ میاشتې په ۲ نېټه په ۵:۴۰ بجو د بانک د ننه یو شمېر امنیتي کامرې بندې شوې وې.

د افغانستان بانک له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د همدې ورځې د ماښام په ۷:۱۰ بجو د بانک له سرپرست اجمل احمدي سره یاده ستونزه شرېکه شوې او د ماخوستن په ۸:۰۰ بحو یې ناسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د کامرو بندېدل د پلټونکي پلاوي له خوا یوه تخنیکي ستونزه او د تخنیکرانو بې پروايي بلل شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس د بانک شتمنۍ ته کوم زیان نه دی اوښتی.

له دې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د افغانستان بانک کې د ۴ ساعتونو لپاره برېښنا قطع شوې وه او امنیتي کمرې بندې شوې وې.

دغه مسئله ډیری افغانانو د اندېښنې وړ بللې او د برېښنا قطع کېدو او امنیتي کامرو د بندېدو په تړاو یې وضاحت غوښتی دی.

2 COMMENTS

  1. ګرانو هیواد والو ددغه بد مرغه غربیانو داسی غل دی چی کال یا دوه کاله وروسته خبریږی چی دوی غله کړی. په یاد مو دی چی قیومی رزیل او هغه بل څرګند د غلی خبر هغه وخت خپور شو چی دوی ځانونه امریکا ته رسولی و. داټول حرفوی غله دی. اوس نو اجمل جان شوړه وهلی ده. بابا خوشحاله ناست دی کله چی ځای ته ورسیږی بیا نو یو یا دوه بیچاره مامورین ونیسی نو خدای ناترسه رسنی په دغه بیچاره مامورینو داسی لګیدلی ته بیا وایی د پاکستان اغزن دیوال یی و نړاوه. خلک هم حیران دی چی اوس دغه څنګه حالات شول. دغه متفکر خو رښتیا جعلی و ختو. په خدای که په هیج هم خبروی. له دنه خو ددوستم هم ښه مدیریت لری. یوځل می رایه ورکړی داسی احساس کړم لکه چی زه هم پدی جنایاتو کی شریک وم. خپل ځان ډیر زیات مسول احساسه وم. په دغه دویم ځل انتخاباتو په دفتر کی یو چا را نه پوښتنه وکړه چی غنی ته رایه ورکوی که نه. ما ورته ویلی له تیر نه درس باید واخلو. بس چی هغه اول ځل می ګناه وکړه بیا داسی بد نه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...