یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريغوره حکومت او د حکومت غوره مشران دغسې وي| جنرال دولت وزیري

غوره حکومت او د حکومت غوره مشران دغسې وي| جنرال دولت وزیري

په هېوادونو کې حکومتونه د دې له پاره را منځته کېږي، چې په ټولنه کې د انارشيزم مخه ونیسي او پرې نه ږدي، چې زورور پر کمزورو ظلم وکړي.

هغه نظام او ابزار دی چې پر اساس یې د دولت سیاستونه په عمل کې پلي کېږي او د یوه هېواد د سوکالۍ لپاره د ملي ګټو په رڼا کې ټاکل شوې کړنلارې او تګلارې عملي کوي.

په دې توګه د ټولو خلکو له پاره د حکومتونو مفهوم يو ډول وي او ټول ترې يو ډول د خدمت کولو تمه لري، ځکه په ټولو هېوادونو کې د خلکو لپاره عدالت په قوانینو کې تضمین شوی وي.

ځینې حکومتونه په واقعي مفهوم د خپلې ټولنې په چوپړ کې وي او بيا ځينې يې په لوټ- تالان بوخت او هېواد ته د واقعي خدمت په نامه د خلکو سترګو ته شګې اچوي.

غوره حکومتونه ټول تمرکز پر دې کوي، چې خپل ولس ته اړتیا وړ خدمات برابر کړي، خو ناوړه حکومتونه بیا هڅه کوي چې ولس په ناخبرۍ وساتي، ملي شتمني غلا او یوازې خپل بانکي حسابونه غني کړي.

خلکو ته برابرو خدماتو وړاندې کول تر ډېره پورې  د حکومتونو په مشرانو پورې اړه لري.

افلاطون چې د خپلې زمانې لوی فیلسوف و، وايي:

«حقیقي او د خلکو په ګټه حکومتونه هغه وخت شونې وي چې د حکومتونو په سر کې د کار او اهل کسان ځاي پر ځاي وي. د اهل او د کار کسانو معیار دا دی چې دوی بايد عادل، با انصافه او زړور وي.»

 افلاطون به ټينګار کاوه او ويل به يې:

«عادل، با انصافه او زړور کسان د خپلې ټولنې له پاره د نيکۍ، ښو اخلاقو او شرافت بیلګه وي. دغه ډول مشران له ناوړه کارونو ځان ساتي، ځکه له دې ډول مشرانو سره د خپل ځان او د بل د عزت فکر وي.»

د حکومت هوښیار مشر له خپلې زړورتیا د خپل ملت د خوندیتوب لپاره د تعقل په رڼا کې کار اخلي، په جوش کې پرېکړې نه کوي، بلکې په هوښ کې د خپل هېواد د ملي ګټو د ساتلو غور کوي.

افلاطون وايي:

«عادل او د ټولنې خدمتګار مشران هر انسان ته په درنه سترګه ګوري او هر چا ته عزت ور کوي. د مشرانو قدر  او پر کشرانو شفقت لري. زړورتيا، نيک خوی او ميړانه هم د دی ډول مشرانو ځانګړنې وي.»

رحمان بابا به ځکه ویل:

ځان ژوندی پر ځمکه ښخ کړه لکه تخم

که لويې غواړې د خاورو په مقام شه

اي رحمانه! د بلبلو ژبه زده کړه

پس له هغې په صفت د ګل اندام شه

مکياولي به ویل:

«هغه مشرانو چې له پیله د خپلې واکمنۍ د ټينګښت له پاره بنسټ نه وي کلک کړی، که د ښه ځواک او فطري وړتيا څښتنان هم وي. ښايي وروسته د بنسټ د ټینګولو هڅه وکړي، خو د بنسټ ایښودنې دا وروسته والی دی له ستونزو سره مخ کوي او کیدای شي د واک ماڼۍ پرې ړنګه شي.»

نو ځکه د جګړې پر ځای او د خپلو خلکو د وژلو پر ځای سوله د نيکو مشرانو په ګټه وي.

ښاغلی جهاني وايي:

نه به هيڅکله زاره دښمنان خپل کړي

نه به کاڼي شي پاسته د تورو غرو

خو د نن تربور سبا در ته په کار دي

چی مات نه کړي د تربور غاښ په تربور

افلاطون به ویل:

«د دولت او حکومت مشران باید هوښیار او له لوړ شخصیت څخه برخمن وي. يوازې دغه ډول خلک ښه مشري کولای شي، دوی جهالت او ناپوهي له منځه وړلای شي. دوی انسانيت ته ژمن وي او په ډېره ايماندارۍ د خلکو په چوپړ کې وي.»

هغه مشران چې د یوې واقعي انساني ټولنې ارمان لري، د ټولنې هر وګړي ته د سرمشق په توګه مطرح وي او خلک یې ښه کارونه کاپي کوي. ښه بېلګه یې ګاندي دی.

د یوه ښه مشر په اړه افلاطون وايي:

«ښه مشران خپل کارونه ترسره کوي او د نورو په کارونو کې بېځایه لاسوهنې نه کوي. دوی په دې پوهيږي چې د نورو په کارونو کې لاسوهنه ټولنه خرابوي. دغه ډول کسان يوازې قانون ته وفادار وي او هېڅکله قانون تر پښو لاندې نه کوي.»

ښه او د خلکو په چوپړ کې مشران د ځان له پاره د جعلي تبلیغاتو اړتيا نه لري، دوی ته ملت د دوی د ښه خدمت په بدل کې قدر او عزت ور کوي. نو ځکه هوښياران وايي:

د قفس دریځه دې خلاصه پریږده

        مرغۍ

             که پر تا مينه وي

                         پر اوږو به دې کښېني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب