جمعه, مې 3, 2024
Home+جګړه د ایران په ګټه نه ده| دولت وزیري

جګړه د ایران په ګټه نه ده| دولت وزیري

ځکه دا امریکا ده چی ایران جګړې ته را کشوي.
په سیمه کې امریکا د کرکیچ پلوې ده. په ملګرو ملتونو کې يې د فلسطین غړيتوب ویتو کړ.

د اسرائیلو په خاطر يې صدام حسین چی یو میلیون په وسلو سمباله اردو يې لرله له منځه یووړ.

اوس د ایران وار دی. که ایران له عقل آو تدبیر څخه کار وانخلي، فکر کوم ایران هم د عراق په برخلیک اخته شي.
په سیمه کې پاکستان د ایران وهلو ته چکچکي وهي. هندوستان له پخوا څخه د چا سره ټینګه ملګرتيا نه ده کړي، یوواځې د پاکستان سره کلکه دښمني پالي. افغانستان د خپلو کنډوالو په لتاړ کې بند پاته دی. د ایران سره به يې مرسته یواځي د خپلو کډوالو راویستل وي.

چین په خپلو خولو کې ډوب دی، چیرې يې چی ګټه وئ هلته يې پښې ځي.

روسیه اوس الا د اوکراین سره خپلو ستونزو ته لاس ورکړي. پاتي اروپايی او نړيوال ستر اقتصادي هیوادونه شول. هغوی لکه بریتانیا، فرانسه، جرمني، کاناډا، استرلیا، جاپان، ایټالیا او نورو لا له پخوا د اسرایلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

څه پکار دي!

اوس د ایران اخوندانو پورې اړه لري چی څرنګه له دې لتاړ څخه ځان وباسي. که خپل ملت يې په باور کې واخیست او له ډير تکبر او غرور څخه را ښکته شول، د غورو او باټو پر ځای له تدبيره يې کار ٩، کولای شي له دې بحران څخه ووځي که نه نو د اخوندانو دې خدای مل شي.

د ایران له وهلو سره موږ هم ګټه نه کوو. ځکه یو خو د کډوالو ستونزه، بل د پاکستان سره دښمني، د نړیوالې ټولنې سره کمزورې اړیکې او کمزوری اقتصاد فکر کوم چی د ایران وهل زموږ په ګټه نه دي.

هیله ده په دې ډیرو حساسو شرایطو کې د امارت مشران خپل ملت لا په باور کې واخلي او هر څه ژر د نړيوالې ټولنې سره خپلې اړیکې ورغوي.

1 COMMENT

  1. هیڅ امکان نه لري چې اسرایل او ایران جګړه وکړي هسې د فسلطین څخه د نورو پام اړول دي
    یهود جمع شیعه یو دي او وي به!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب