جمعه, مې 3, 2024
Home+پښتنو ته لکه چې ازار شوی دی!!!

پښتنو ته لکه چې ازار شوی دی!!!

متقاعدجنرال دولت وزیري

ځینې حیوانات او الوتونکي د خپلو ښو او بدو صفتونو له امله د خدای ج په لوی غضب اخته دي. څوک يې د خوښې په خاطر وژني، څوک يې د مضريت له مخې له منځه وړي او بیا ځینې يې د ښکلا او خوږ غږ په خاطر له ازادۍ محروموي او په پنجرو کې يې میلمانه کوي.

همداسې انسانان هم در واخله. په انسانانو کې هم ځینې قومونه د خپلو ښو او یا بدو صفاتو له امله د خدای ج په لوی غضب اخته دي.

یو له هغو قومونو څخه پښتانه دي، چې پیړۍ پیړۍ په مختلفو پلمو ځورول او ټکول کیږي.

ستونزي ورته جوړوي او په جګړو کې يې بوخت ساتي.

ځینې د دې په خاطر چې په سیمه کې پښتانه ستر قوم دی، دا ستروالی يې پرې نه لوړیږي او نه يې پریږدي چې دوی متحد او يو ځای وي، په همدې خاطر يې په څو ټوټو ویشلي دي.

ځینې بیا پښتانه د دې په خاطر چې زړور او جنګیالي دي، واړه قومونه ترې په ویره کې دي او یووالي ته يې نه پریږدي.

یوه پلمه نه ده چې له امله يې پښتانه ټکول کیږي. څوک يې اسرایلو پورې تړي، څوک يې بیا د قیس عبدالرشید اولاده ګني او څوک يې سر غټوي او د جهالت او ناپوهي کندې ته يې ټېل وهي.

ځینې ډلې بیا پښتانه د ناروا دودونو عملي کولو ته تشويقوي او د دوی د پاکو پښتنی او اسلامي احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

سمه ده چې د هیواد په معاصر تاریخ کې واک د پښتنو سره و، خو له بده مرغه دربار بیا ټول د پښتنو په واک کې نه و، ځکه د دربار کارګر کسان له باغوان څخه نیولي بیا تر اشپز، ډرایور، کنډونکي، ساتونکي، قوماندان او ټول د نورو قومونو څخه وو او پښتو ژبې ته په دربار کې د پردۍ ژبې په سترګه کتل کیدل.

د ستر احمدشاه بابا د دربار ژبه پښتو نه وه. تيمورشاه خو په کور کې په پښتو خبرې نه کولې. په همدې ترتیب تر ظاهر شاه او داودخان پورې پښتو نه د دوی او نه د دربار ژبه شوه.

په پښتنو کې به که یو چا په پښتو خبرې وکړي او د پښتنو د حقوقو دعوی به يې وکړه هغه به د فاشیست په نامه یادیده او له صحنې به په مختلفو پلمو ویستل کیده.

له ټولو په زړه پورې لا دا هم ده که چیرې د پښتنو په پلوي یو څؤک خبرې وکړي، پر هغه هم سل او زر ناروا تورونه پورې کیږي.

تیر لمریز کال یوه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، روسی ضمیر کابلوف حتما د پښتنو ریښه لري، یا يې مور او یا يې پلار پښتون دی، ځکه دی و چی د روسانو سره يې د طالبانو اړیکې جوړې کړي.

بله په زړه پورې خبره لا دا ده چې په پښتنو کې که طالبان دي، که خلقیان وو، که مجاهدین دي، که هره بله ډله یا ګوند دی، ټول نشنلستان او فاشستان دي.

وايې: که زه وم خو هر څه سم دي او که زه نه وم بیا هر څه ګډوډ او ټول فاشستان دي.

پښتانه په افغانستان کې د افغان ملت ستر قوم دی. که چیرې په هیواد کې هر سیاسي، اقتصادي او یا ټولنیز بدلون راځي، پښتانه به پکې له ورايه ښکاریږي. په هیواد کې هیڅ داسې بدلون امکان نه لري چې پښتانه پکې ستر مټ ونه لري.

دا هم سمه ده چې د انګریزانو، روسانو یا امریکایانو په مرسته او مټ به څو ورځې پښتانه په زور او جبر شاته کیږي، خو له څو ورځو وروسته به يې د لمر په څیر د واقعیت په توګه مني.

ښه دا ده چې په هیواد کې پښتانه وزغمل شي. د ورور او هیوادوال په سترګه ورته وکتل شي. زه په دې باور یم چې په هیواد کې یواځې پښتانه د دې حوصله، دورنه او سینه لري، چې تر څنګ يې نور قومونه د ویاړلي افغان په نامه ژوند وکړي.

دا خو تاریخ ازمايلي ده چې په ازبکستان کې یواځې د ازبکانو، په تاجکستان کې یواځې له تاجکانو، په ترکمنستان کې یواځې د ترکمنانو سره په ګډه ژوند کیدلای شي. په همدې توګه په افغانستان کې هم یواځې د پښتنو سره نور افغاني قومونه په سوله او خوښیو کې ژوند کولای شي.

پښتو ژبه هم د پښتنو ژبه ده. د ډیرې خوږې درې« فارسي» ژبې تر څنګ د هیواد رسمې ژبه ده. په ټولو قوانینو کې منل شوی ژبه ده. که د پښتنو سره ګډ ژوند کیدلای شي د پښتو ژبې سره هم ګزاره په کار ده. ځکه دواړه پښتو او درې زموږ خپلې خوږې ژبې دي. دواړو ژبو ته درناوی او زده کول يې په کار دي. د هرې ژبې سره تعصب د ټول افغان ملت سره تعصب او خیانت دی.

راځئ د افغان ملت د دښمنانو له قصده سره یو شو. یو او بل ته درناوی وکړو. دواړه خوږې ژبې زده کړو او پر زده کولو يې ویاړ وکړو.

زه به د دعا لاسونه پورته کړم او وبه وایم، چې خدای تعالی دې افغانان سره یو او متحد کړي. خو پښتنو ته لکه چې ازار شوی دی!

کله چې پښتانه ووايې:

څوک چې په افغانستان کې اوسي ټول افغانان ډي.
او ټول یو افغان ملت یو او د افغانانو یووالی غواړو.
بیا د خراسانیانو انډیوالانو وروځې کږې وي.

په دې وروستيو ورځو کې د پښتنو پر ضد ډیر زیات ناوړه تبلیغات پیل شوي دي. په دې کې د افغان ملت د دښمنانو تر څنګ ځینې پښتنې کړۍ آو څیري هم برخه لري. خبره ډیره عادي نه ده. هیله ده د پښتون قوم آو په ټوله کې د افغان ویاړلي ملت د ساتلو په هکله فکر وشي. که نه خدای مه کړه بیا به د مچانو په څیر لاسونه مږئ آو څه به په لاس ته درځي.

د اسلامي امارت له مشرانو هم په درناوي هیله کوم چې د یووالي لپاره لا خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي آو د افغان ملت په ځانګړي توګه د پښتنو پر ضد تبلیغات په نطفه کې خنثی کړي.
د افغانانو د یووالي په هیله

1 COMMENT

  1. ډیره او د درده ډکه لیکنه
    اخره مو د امارت نه هم غوښتنه کړې ده خو متاسفانه امارت چې د ښځو سره کوم چلند کوي نو د اسلام او د پښتنو او د افغانستان د درې واړو سم بیخ باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب