جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه هلمند کې سیلونو لږترلږه ۱۲ تنه مړه کړي

په هلمند کې سیلونو لږترلږه ۱۲ تنه مړه کړي

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) په هلمند ولایت کې د سیلونو له کبله ۱۲ تنه نور په ګرشک او کجکي ولسوالیو کې مړه شوي دي.

په هلمند ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د کجکي ولسوالي په ابغول سیمه کې د ورښتونو او سیلونو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي او د دې ولسوالۍ په قاضي خېلو سیمه کې بیا د دېوال د نړېدو له کبله ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس حافظ عبدالباري راشد باختر خبري اژانس ته ویلي چې د ګرشک ولسوالي په تاجکانو کلي کې د چت د پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ ۲ غړي مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

له بلې خوا د بامیان د والي ویندوی عبدالصبور سیغاني ویلي چې د دغه ولایت په خشکک سیمه کې سیلونو د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه کړي دي.

پرون د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي، د اپریل له لسمې تر ۱۶ مې په افغانستان کې سیلونو ۱۵۹۰ کورنۍ اغېزمن کړي دي.

د دې ادارې په وینا، د سیلونو او شدیدو ورښتونو له کبله ۳۵ افغانان مړه شوي، ۴۷ نور ټپيان شوي او ۴۶ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د اوچا پر اساس، په یاده موده کې سیلونو په باغیس کې ۴، په هلمند کې ۵، په فراه کې ۲، په کندهار کې ۴، په کابل کې ۳، په لغمان کې ۲، په ننګرهار کې ۱، په پروان کې ۲ او په اروزګان کې ۱۲ تنه مړه کړي دي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره زیاتوي چې سیلونو او ورښتونو ۱۹۸ کورونه ویجاړ کړي، ۷۳۸ نور یې

سخت زیانمن کړي او شاوخوا ۶۳۷۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه یې تباه کړې ده.

د سیلونو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه د اوچا له لوري به وړاندې شوي شمېر کې د اپریل له لسمې مخکې او له شپړسمې وروستې مرګ ژوبلې او تاوانونه نه دي شامل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب