جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهډوډۍ او ګلاب؛ د افغان نجونو د وضعیت په اړه د هالیووډ...

ډوډۍ او ګلاب؛ د افغان نجونو د وضعیت په اړه د هالیووډ سېنما نوی فلم

د هالیووډ سینما مخکښې ستورې جینیفر لارنس، د سولې د نوبل جایزې د پښتنې ګټونکې او تعلیمي فعالې ملاله یوسفزۍ په مرسته د « ډوډۍ او ګلاب» په نوم د افغان نجونو د اوسني وضعیت په اړه فلم جوړ کړی.

دوی دواړو په یوه تازه مرکه کې هیله ښودلې، چې په دغه فلم کې به یې د افغان نجونو د بد وضعیت انځورګري کړې وي.

جینیفر لارنس وايي، دا هیله منه ده چې دا مستند فلم به یوه ناکامه هڅه نه، بلکې داسې یوه مبارزه وي چې پیل شوې ده.

دا فلم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغان نجونو وضعیت بیانوي.

ډوډۍ او ګلاب چې ډایرکټره یې افغانه فلم جوړوونکې صحرا ماني ده د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د درېیو مېرمنو د ژوند کیسه کوي؛ یوه مېرمن د طالبانو له نویو قوانینو سره سم ځان په کور کې زنداني کوي، بله د غاښونو ډاکتره ده چې طالبان یې د ښځو له حقونو د دفاع په خاطر بندي کوي او دریمه مېرمن پاکستان ته تښتي او هلته له هېواده د بیلتانه لپاره ویر کوي.

ټاکل شوې چې نوموړی فلم د روان کال د جون پر ۲۱مې نېته پر اپل ټي‌وي او په ځانګړو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

جینیفر لارنس ته د دې فلم د جوړولو فکر درې کاله مخکې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د راپورونو تر اورېدو وروسته پیدا شو.

هغې په ۲۰۲۲م کال کې په یوه مرکه کې ویلي و، څنګه امکان لري چې تاسو خپله لور له ماشومتوبه رالویه کړئ او بیاهم په دې باور ولرئ چې هغه د انډول حق مستحقه نه ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، افغانې نجونې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو او ښځې تقریبا په ټولو برخو کې له کار او فعالیته منع شوې.

له دې امله، د طالبانو رژیم تورن شوی چې د جنسیتي اپارتاید سبب شوي او اوس هڅه روانه ده چې دا کار یې د نړیوالو لخوا د بشري جنایتونو په کتار کې حساب شي.

طالبانو بیا داسې تورونه رد کړي او ادعا لري، چې ګواکې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي.

2 COMMENTS

  1. دغه د پنجاب او فرنګي په کارخانه کې جوړه شیششکه تاسو ورنه میرلین منرو جوړه کړه د تاند ډاګیانو بل څه نسته سي خپاره یې کړۍ بیله دغې نجسې بوینې شیشکي ؟😡

  2. دغه د پنجاب او فرنګي په کارخانه کې جوړه شیششکه تاسو ورنه میرلین منرو جوړه کړه د تاند ډاګیانو بل څه نسته سي خپاره یې کړۍ بیله دغې نجسې بوینې شیشکي ؟😡دغه فلم یهود لعنتیان د خپل بزنس لپاره جوړوي نه د بشریت غم. که د بشریت غم ورسره وي د لعنتي سیهونیستي نازیانو د قتل په هکله سي څلویښت زره فلسطیني ماشومان ښځې او نران یې شهیدان کړل رسوا کړي 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب