چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهله اوسني استوګنځي بیا د حکمتیار د لېږد پلان

له اوسني استوګنځي بیا د حکمتیار د لېږد پلان

تاند(شنبه، د غویي لومړۍ) د طالبانو لخوا د حزب اسلامي د ناقانونه اعلان شوي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمان ویلي چې پلار یې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې له اوسني استوګنځي بل ځای ته د تلو پلان لري.

نوموړی چې له هېواده بهر مېشت دی او په وینا یې، له همدې امله پر طالبانو ډاډه نیوکې کولای شي؛ په یوه تازه مرکه کې دا خبره وکړه.

حبیب الرحمان روښانه نه کړه، چې پلار به یې کومې سیمې ته ولېږدیږي او آیا دا کار به د طالبانو په اجازه او په خپلو تدابیرو وکړي، که د طالبانو واکمن رژیم ورته داسې کوم بندوبست کړی.

هغه په عین حال کې بیا د طالبانو پر چارواکو توندې نیوکې وکړې او دواک به انحصار، له دین څخه په شخصي تفسیر، له اساسي قانون او د خلکو غوښتنو ته له غاړې اېښودو څخه په تېښتې او نورو تورونو یې تورن کړل.

نوموړي دا هم وویل، چې د طالبانو له اصلاح کېدو او بدلیدو په قاطع ډول نهیلي دي او دلیل یې دا راوړ، چې ګواکې د دغې ډلې مشرانو نه ښار، نه پوهنتون او نه بل متمدن ځای لیدلی او یو مخ په داسې فضا کې ستر شوي، چې د بدلیدو احتمال یې، هغه هم په داسې عمر او شرایطو کې ممکن نه دی.

له دې سره، د حکمتیار زوی د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني یادونه د « حقاني شبکې» په نوم وکړه او ویې ویل، چې د نوموړي پلار او کورنۍ ټول له بېلابېلو لوریو سره ښې اړیکې لري او د ټولو په ګډون د افغانستان د قضیې حل او ګډون غواړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د جمهوري نظام له لوري حکمتیار ته له مخکیني ورکړل شوي کور څخه تر ایستل کیدو وروسته، د کابل په وزیر اکبرخان کې اوسنی کور هغه ته ورکړی.

حبیب الرحمان حکمتیار په خپله تازه مرکه کې په دې اړه چې آیا پلار یې او دوی به د طالبانو خلاف أخر د جګړې لاره غوره کړي کنه، وویل دوی په خبرو د ستونزو د حل پلویان دي او جګړه د حل لاره نه ګڼي، خو بیا هم د راتلونکي په اړه خبرې او پرېکړې تر ډېره له وخته مخکې دي.

8 COMMENTS

  1. حبيب الرحمن حکمتیار چې پر طالب نیوکې کوي،تیوکې يې اکثر منطقي دي خو د جنګ کولو ته اشاره يې غلطه خبره ده. دا څلويښت کاله قتل بس دی او جنګ بس دی. حکمتیار صیب به د هیرامنډی په لاهور کې سوله غوښته او افغانستان کې به یې د جهاد آيتونه راایستل. هغه خیانت بس دی. لعنت پر هر جګړه مار.

    • تا پورتنی متن در آخره ندی لوستی. آخری پرګراف یی ولوله. حبیب الرحمن وایی: جنګ د حل لار نده او مونږه کوښښ کوو هر څه د خبرو له لاری حل شی. ته د یوه مسلمان په صفت ولی دروغ وایی؟ غولنه

  2. ولاړ د سي د اورتې میړه ملک پنجاب ته د حکمتغار فناه یوسي بیا د خپل بادار له ملکه جهاد شروع کړي دغه قاتل خاین نجس غولبویدین سوډر😡🐖

  3. د تا پلار خبیث د بیا هغه د جهاد تور صندوق خلاص کړي هغه ث ای اې ورکړي خړ بوټونه د راوباسي له پنجابه د جهاد بنا کړي.دغه خنزیر هغه د هیبتو په ژبه ابوجهل ک ر د وجنګیږي .😡

  4. د ټرلیب دی غلامي او جهالت خبري نوره دومره تکراري او خسته کنه سوي چې، د کندهاریانو خبره نور یې اوریدل یا لوستل په سړۍ غمیږئ. د ګل ببو په هکله د مولوي خالص خبره اوس هم صدق کوي:” حکمتيار د اور پرتوګ دي نه یې غورځولي سئ او نه هم اغوستلي. که یې اغوندي نو د سړۍ کونه سوځوي او که یې غورځوي نو سړۍ پرې شرمیږئ”.

  5. هغوی ته چی حکمتیار نه پیژنی او بدی ردی پسی وایی:
    کچیری حکمتیار نوای اوس به ستاسو د ځامنو له نوم سره دا کلمه ( اوف ) هم یو ځای وه لکه سید محمد دف، پاچا اوف، صابر اف او … حکمتیار د جهاد لار، د اسلام لار خلکو ته معرفی کړه د کمونیستانو ټغر یی ور جمع کړ. آیا تاسی دومره نه پوهیږی چی دا ټوله بدبختی کمونستانو په هیواد کی شروع کړه؟ حکمتیار په جهاد کی خپل د کورنی غړی شهیدان ور کړی. درسته ده په هر تنظیم او حزب کی به بد کسان وجود ولری. آیا دا خبیثه طالبان فرشتی دی؟ د اسلحو او مخدره موادو قاچاقبران آیا تول کندهاری، او هلمندی ندی؟ هغه کسان چی ونیول شول ولی یی نومونه افشا نه شول؟ دا ځکه چی د طالب مشران پکی لاس وو. طالبان بی فرهنګه د پاکستان په مدرسو کی ساتل شوی وحشیان دی چی ښار او ژوندی ندی تجربه کړی تاسو و نلیدل چی هغوی ښار ته راغلل په کوم سیرت او ضعیت سره؟ حتی د ماشومانو د لوبو په وسایلو کی به لکه ماشومانو په شان لوبی کولی اوس د دوی د جهالت ننداره ټوله نړی ګوری او دا ځلی به داسی ورک شی چی څوک به بیا په ملا پسی لمونخ هم ونکړی، انشاءالله

  6. افغان غیرتی ملت جهاد کړۍ دی او ملت په ستره قربانی قاتل غلام کمونیستان سره ددوی روسی باداران له خاوری وشړل اما غلیسی امریکا ، شیطان انګلیس د پنجابیانو په کومک دا ساختګی نمایشی قاتل تنظیمونه ( د پنجابیانو له خوا پلانیز د ژبو ، قومیت او سمتی شعارونو لاندی رامینځ ته شوی دی او د پنجابیو تربیه شوۍ غلام قاتل ګلبدین شعارونه ورکول چی افغانستان او پاکستان یو مملکت دی ) جوړ شوی دی ، د قاتل غلام ګلبدین څیره کښی هيڅ انسانی نور نه لیده کیږی او دده زوی عبثی میراثی بغاری ( بغار د غلامو چړیانو دوامداره افاده ) وهی ا!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب