جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهزابل کې د زنا په تور د یوه کس مجازات

زابل کې د زنا په تور د یوه کس مجازات

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) د « شرعي حدودو» د تطبیق په نوم د خپل رژیم د مجازاتو پر دوام د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده له بیا- بیا ټینګار وروسته، نن په زابل کې طالبانو یو کس د زنا په تور ۳۹ درې وهلی.

د طالبانو سترې محکمې دغه خبر ورکړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

سرچینې ویلي، چې د نورو داسې مجازاتو په شان یې دغه کس هم د خلکو په مخکې مجازات کړی.

د طالبانو ورته مجازات، د مخه تر دې د بښنې نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په ګډون د نړۍوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده او د هغه ویاندویانو د دغو مجازاتو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی، چې ګواکې د عدالت د تامین او جرمونو د مخنیوي لپاره دا مجازات ګټور دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عدلي او قضایي چارو یو شمېر څارونکي د طالبانو عدلي او قضایي دستګاه له متخصصو او په کار پوهو کسانو څخه تصفیه شوې ګڼي او زیاتوي، چې له دغې دستګاه د طالبانو لخوا د پخوانیو منسوبینو ایستو او پر ځای یې د خپلو ملایانو او پلویانو ګومارلو دا امکان کم کړی، چې تورن کسان په یوه رڼه پروسه کې مجرم ثابت او بیا مجازات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب