جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله سره په لیدو د نجونو د زده کړو د...

ملا هبت الله سره په لیدو د نجونو د زده کړو د فعالانو نه بریالي کېدل

تاند (شنبه، د ثور لومړۍ) کابل ته له اروپایي هېوادونو د نجونو  د زده کړو د فعالانو یو ورغلی افغان پلاوی وایي، چې د طالبانو کندهار مېشتي مشر ملا هبت الله اخوند زاده ورته تر اوسه له بیا- بیا غوښتنو سره د لیدنې وخت نه دی ورکړی.

د دغو فعالانو یوه غړي حکمت الله حکمت ویلي، چې دوی بیا هم د نوموړي د لیدو په هیله دي.

یاد شوی پلاوی له تېرې اوونۍ راهیسې په کابل کې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره په لیدنو بوخت دی.

دغو فعالانو د طالبانو د رئیس الوزرا له یو شمېر مرستیالانو او دغه راز ځینو وزیرانو سره لیدلي.

که څه هم طالب چارواکو ادعا کړې، چې دغه پلاوي یې له رژیم څخه ملاتړ کړی او په اروپایي هېوادونو کې یې د کمپاین ډاډ ورکړی، خو د پلاوي ځینو غړو بیا ویلي چې د سفر هدف یې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو د لیرې کېدو، ټول منلي او مسلکي نظام غوښتنه او هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنیدو د زمینې پر برابرېدو خبرې دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پریږدي.

طالبانو همدا شان له محدودو برخو پرته ښځو ته په نورو ټولنیزو او کاري حصو کې د کار اجازه نه ورکوي، چې له امله یې توندو ملي او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي.

7 COMMENTS

  1. دا تش په نامه خبیث قادیانی پنجابی غلام خړوس هیبت الله په قندهار کښی هیڅ موجودیت نلری افغانستان د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس په کومک د پنجابیانو له خوا اداره کیږی ، ځینی کسان دا غلامان قادیانی نه شمیری او وائی چی دا غلام چړیان د حقانی څخه فارغ شوی دی نو دی پټ سترګو کسانو ته باید وویل شی چی پنجابیانو په غوښتنه د غلیسی امریکا په ډالرو او د شیطان انګلیس په مرسته په پښاور ، کوهاټ ، ټل ، توتکی او نورو پښتنو سیمو کښی د افغان مهاجرینو اولادونو لپاره خاصی افراطی قادیانی مدرسی جوړی شوی او ددی نتیجه نن افغانستان کښی ډیره ښه لیده کیږی یعنی ټول مکتبونه او پوهنتونونه ئی په قادیایو مدرسو او قادیانیو شرعیاتو بدلی کړی دی او افغان ملت باید بی سواده وساتل شی او کاملآ د پنجابیانو تر کنترول لاندی ددوی خائینانه پلانونه عملی شی!!!!
    اوس چی ځینی افغانی او ځینی افغانان هڅه کوی چی چړیان د جلکیو تعلیم ازاد کیدو لپاره وهڅوی اما متأسفانه دا افغانان نشی بریالی کیدۍ ځکه د افغانستان کنترول د پنجابیانو په لاس کښی دی او دا خیټور مردار ږیرور غلامان چړیان تش نمایشی په مقامونو کښی کینول شوی دی که په یاد مو وی دی غلامو چړیانو ته د غلیسی امریکا په امر پخوانیو قاتلو چورکوونکیو غلو په متحد اتفاق سره کابل او نور ښارونه چړیانو ته پریښودل !!!!!

  2. هغه د کتابونو خبرې خو مو يادې دي چې خلیفه د خلکو سره یو ځای وي،بازار کې،جومات کې، کوڅو کې د خلکو سره وي او…. اوس ورته ټینګ شئ خلیفه ته چې لیدلای يې نشئ. د خلګو منځ ته ورتګ خو يې ممکن نه دي….هههه

  3. مونږ هم عجیب خلک لرو دوی لا د اروپا په پوهنتونو کښې زدکړې کړې دی چې لا هم نه پوهیژی چې هیبت خینزیر په نو کوم انسان نشته صرف دا دخبیث نوم استعمال کیږې هیبتو یا کوم انګلیس ده او یا د پنچاب کوم کرنیل ده چې د هیبت په نوم افغانستان رهبری کوې دا نور د افغانستان خلکو ته دشرم ځایې ده چې لاهم ملا هیبت نارې وهې دا نور خیټور چې په کابل کښې دیره دې دو هڅې ناری وهې چې مونږ غواړو دعلم دروازی پرانیستل شې خو هیبتو یې نه غواړی که تاسو خود مختاره یاست او د پنجابې زور در پسې نشته نو یو ملیون بیګناه افغانان شهیدان شول دا یو هیبت خینزې دې هم مردار شې مرداریې کړې او ځان ترې خلاص کړې او ملت راځې کړې اوس خو پنجابې ناموس در نه ګرو کړې بل ځلی به یې ستاسو خپل مخته به پې سپریږې

  4. د هبت په نوم اصلا کوم خبیث ملا نشته . دا یو جعلي نوم دی .
    یوه ورځ به پوه شو ، چې د هبټ په نوم کوم بل کافر افغانستان اداره کاوو.

  5. محترم ډاکټر صاحب غروال ته تر سلام وروسته؛
    ما فقط ستاسی د پوهنتیا په موخه لیکلی وه چی قادیانی مذهب د انګریز پلاس جوړ سوی یو مذهب دی چی د دیوبندی فکری _ مذهبی تګلیاری سره ژور او پراخ توپیر لری البته زما دا یادونه په هیڅ توګه د طالبی او د هغوی د پنجابی ملاتړو د تائید معنی نلری ( همیشه می ویلی دی چی حتی د ملاعمر افسانه په بی بی سی کی جوړه سوی یوه غولوونکی افسانه وه او افسانه ده چی موخه ئی د پښتون ټبر د مغزو وینځل وه او بس البته د هیبت…شتون هم یوه غولوونکی افسانه ښکاری).
    بله دا چی قادیانی مذهب په پښتون ټبر کی هیڅ نفوذ نلری بلکه ټول ئی پنجابیان او هندیان او سندهیان دی.
    پدی کی هم شک نشته چی په پاکستانی مدرسو کی د افغان ځوانانو جذب د غربیانو خصوصاً انګریزانو د استعماری ستراتیژی یوه مهمه برخه وه.
    ما ته همیشه دا پوښتنه پیدا ده چی که غربیان رشتیا هم د افغانانو دوستان وای نو هغه روپۍ چی ئی په مدرسو لګولی دی په هغه لګښت ئی دباید د افغان مهاجرو ځوانان په کافی اندازه ( حد اقل د مدرسی _ مکتب په معقول او د منلو وړ ترکیبی تعلیم ) مجهز کړی وای.

  6. ډیر محترم غلام حضرت صاحب تاسی ته هم ګرم سلامونه وایم ماته د تاسو نظر محترم دی او ما هم خپل عملآ لیدلۍ نظر عمومی وړاندی کړۍ دی یعنی ۱۹۸۱ کال کښی پنجابی پاکستان کښی پنجابیانو او هلته مسؤلو امریکایانو سره تماسونه ونیول شول او واضحآ ورته وویل شول چی ددی تنظیمونو رامینځ ته کول د ژبو ، قومیت او مذهب په اساس او همدارنګه دی افراطی مدرسو کښی د مهاجرینو اولادونه تربیه کول د افغان ملت په ضرردی او دا دواړه ضرری او ناقص اقدامونه باید خاتمه ومومی ، پنجابیانو د مونږ اعتراض او خواست ته غوږ نه نیوه او غلیسی امریکا کسانو چی ددوی سر ملی خائین خلیلزاد هم شامل وو په لوړه خندا وویل چی د روس ، چین او ایران مقابل کښی باید په افغانستان کښی افراطی حکومت رامینځ ته او افراطی حکومت ته همدا تنظیمونه او دافراطی مدرسو اشخاص ضروری دی نو ورته وویل شول چی د شورویانو پر ضد افغان ملت جنګیدلۍ دی او نه دا جوړ شوی تنظیمونه او افغان ملت شورویان او ددوی غلامان د افغانستان څخه وشړل ، تاسی که د افغان ملت دوستان یاستۍ نو د افغان ملت پر مخ تګ او د افغانانو ښه ژوند تر لاسه کولو همکاران واوسۍ او دوی فورآ وویل چی مونږ د افغانانو تر څنګ ولاړ یو لنډه داچی خارجیان همیش خپل سنجل شوۍ پلان تعقیبوی او دوی د افغانانو ارامتیا او ښه ژوند فکر کښی نه وو او نه دی او افغانان ( نیمه بی سواده افغانانو په واسطه ) ئی لا سره بی اتفاقه کړیدی!!!

    لکه د قاتل حفیظ الله امین دوره کښی خوستوال د امین خوا کښی سره راټول شوی وو همداسی د نه موجود هیبت الله شعار باندی قندهاریان سره راټول شوی دی او قاتل متعصب کارمل باندی ټول د پښتنو متعصب عناصر سره راټول شوی وو او د کمونیستی کودتا ( د محمد داؤد تر رهبری ) څخه راپدی خوا په افغانستان کښی د ملت تباهی روانه دی، په ۱۹۸۰ کال کښی یو ګروپ جوړ شوۍ دی اما نظر شرائيطو ته ډیر بطی روان دی اما امید موجود دی چی دا ګروپ ملی حکومت ته زمینه برابره کړۍ شی اوافسوس چی ځوان نه یم اما بیا هم امید لرم چی ددی ویاړنی کامیابی به په ژوند کښی شاهد واوسیدۍ شم !!!!!

  7. د د غو فعالانو د سفر په تړاو یوه ټوقه را په یاد سوه. وایې یو وخت په باجوړ کې د مالګۍ قیمت ډیره لوړ سو. له ننګرهار نه به خلکو د خرونو په واسطه دی غرونو له لارې باجوړ ته مالګه قاچاق کوله. خیر د مالګې یو تجار خپل یو دوست ته وویل چې، راځه زه به مالګه درکړم ته یې باجوړ ته په خرو واړوه. ګټه مو تر منځ نیمه. دواړو موافقه وکړه، او په خرو باندې خورجینونه وتړل سول. کله چې، خرونه د غره سرته وختل ډیر شدید باران سره مخامخ شول. بلاخره اوبه خورجین ته ننوتي او مالګه د باران په نتیجه کې
    ذوب شوو. د باجوړ ښار له یوه ورځ چکر وروسته بیرته ننګرهار ته راغى او د مالګې تجار ته یې ټول نقل تیر کړ. د مالګې سوداګر په غصه کې ورته وویل چې ” نو اخر د دې کار ګټه څه شوه؟” هغه ملګري په ځواب کې ورته وویل چې ګټه یې دا شوو چې، خرو باجوړ ولید. نو اوس دا خلک چې تللي د هغوى مثال دی مالګې د تجارت او هغه هم د باران په موسم کي. واقعیت دا دي چې افغانستان اوس هم اشغال دئ، نه د هیبتې ځناور په نامه څوک سته او نه هم دا لوې غري واک او صلاحیت لرئ. دري کې متل دی چې وایې” کسی که نان میته فرمان میته”. دا غټه پروژه دي او افغانانو وینې په دا پروژه کې د سوند د تیلو ارزښت لرئ او بس! د نظر خاوندان او په څه پوه افغانان د ما د خبرو په مطلب پوهیږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب