شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي افغان جګړه په نړۍ کې د ملکیانو لپاره خونړۍ...

ملګري ملتونه وايي افغان جګړه په نړۍ کې د ملکیانو لپاره خونړۍ وه

تاند ( دوشنبه، د اسد ۶) په کابل کې ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته د جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه وايي، چې د مرګ ژوبلې لوړه سلنه د طالبانو د بریدونو له امله اوښتې ده او په خبره یې په جګړو کې ۱۲۸۲ ملکیان وژل شوي او ۲۱۷۶ ملکیان ټپیان دي.

یادې ادارې دغه راز جګړه کې پر ښکېلو لورو غږ کړی، چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې لپاره اقدامات وکړي.

یوناما به خبرپاڼه کې وایي، چې افغان جګړه د ملکیانو لپاره د نړۍ په کچه ترټولو خونړۍ ده او د سولې د خبرو پر مهال رامنځ ته شوی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.

سرچینې دغه راز پر رسنیو او نورو اړخونو هم غږ کړی، چې پر ښکېلو لورو دې فشار راولي او دغه راز دې د اوربند تامین لپاره هڅې ګړندۍ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب