جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهځايي خبریالان: پاکستان په بهرامچه او شملزو ولسوالیو کې نوې دروازې جوړې...

ځايي خبریالان: پاکستان په بهرامچه او شملزو ولسوالیو کې نوې دروازې جوړې کړي

تاند ( دوشنبه، د اسد ۶) د هلمند ولایت ځايي خبریالان وایي، چې ددغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو  دروازې جوړې کړې دي.

د هلمند ځايي خبریالان د سرچینو له قوله وايي، چې پاکستاني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې اغزن سیم تېر کړی او بیا یې نوې دروازه جوړه کړې ده.

د دوی په خبره د دا دروازه د ماسپښین له درېیوترپنځو بجود خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې وي.

بل لورته د زابل خبریالان بیا وایي، چې پاکستاني ځواکونو د زابل په شملزو ولسوالۍ کې هم نوې دروازه درولې ده.

خبریالان وايي، پاکستانیو پوځیانو په صفري نقطه کې ګمرکي تاسیسات جوړکړي او دروازه یې درولې ده.

د یادونې ده، چې د هلمند بهرامچه او د زابل شملزو ولسوالي له کلونو راهیسې د طالبان تر کنټرول لاندې دي او تر ډېره نا امنه بلل کېږي.

افغان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستانیو پوځیانو له دې وړاندې په ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې هم غیر قانوني تحرکات ترسره کړي دي.

عام افغانان بیا حکومت په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي او وایي، ډېر کله د پاکستاني حکومت د دا ډول کړنو پر وړاندې چپ پاتې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب