جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههلمند کې د ملي اردو یوه چورلکه ویشتل شوې ده

هلمند کې د ملي اردو یوه چورلکه ویشتل شوې ده

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) په هلمند کې ځایي سرچینې وايي چې په کجکي ولسوالۍ کې د ملي اردو بلاک هاک هلیکوپټر الوتکه په هاوان ویشتل شوې ده.

د کجکي څخه عیني شاهدان وايي چې چورلکه تر لګېدو وروسته لوېدلې ده، پیلوټ یې وژل شوی او نورې عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چورلکه لوېدلې نه ده، بلکې بېړنۍ ناسته یې کړې ده خو لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

څو میاشتې وړاندې هم په کجکي ولسوالۍ کې یوه قراردادي الوتکه ویشتل شوې وه چې سیمې ته یې محاصره سرتېرو ته اکمالات کول.

بلک هاک مهمې امریکايي چورلکې دي چې افغان ځواکونو ته ورکړل شوې دي او په جګړه ییزو ماموریتونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب