جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدوه لوړ پوړي دولتي چارواکي په یو نیم کال بند محکوم شول

دوه لوړ پوړي دولتي چارواکي په یو نیم کال بند محکوم شول

تاند( دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پخوانی معاون او د بلخ د ولایتي شورا غړی په یونیم کال بند محکوم شول.

د راپورونو له مخې  د حج اوقافو وزارت سرپرست داعی الحق عابد، او د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند د عدالت او استیناف محکمې له خوا د واک په ناسم چلند او ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوي دي.

یاد کسان، چې د یک شنبې په ورځ محاکمه شول په یو کال او شپږ میاشتو بند محکوم شول.

سرچینې وایي د حج او اوقافو معین د یوه وژونکي برید څخه ژوندی پاتې وو، چې لوی څارنوال څرګنده کړې، چې د دې قضیې په تور د څارنوال لخوا د درج شوي دعوې پراساس، داعی الحق عابد د جعلي ملکیت او د دریو جعلي اسناد په کارولو تورن شوی و.

د لویې څارنوالۍ په وینا دغه راز په مزارشریف کې د روضې شمال ته د پنځه منزله پلورنځي د جوړولو لپاره د شاهین ګروپ شرکت سره د ۱۲۵ کیلو متره ځمکې د ملکیت لپاره د شاهین ګروپ شرکت سره د غیرقانوني حکم صادرول تورونه دي.

د څارنوالۍ د دفتر په وینا، د شاهین ګروپ شرکت د محمد اصف مهمند پورې اړه لري او هغه یې د “اصلي مرتکب” په توګه پیژندلی او د جعلي اسنادو او د هغې د کارولو له امله په پنځو قضیوکې ملګری دی.

لوی څارنوال وویل چې محاکمه په عامه محضر کې شوې او قضایې محکمې دغه دوه کسان په یو کال او شپږو میاشتو بند محکوم کړي دي.

د لومړۍ محکمې محکمه د ۱۳۹۶ لمریز کال د غبرګولي په ۵مه نیټه داعی الحق عابد او محمد اصف مهمند په پنځو کلونو بند محکوم کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب