دوشنبه, مې 13, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهروانی او ذهنی فشار یا (Stress)|ډاکټر کامران وزیري

روانی او ذهنی فشار یا (Stress)|ډاکټر کامران وزیري

رواني فشار: هر کله چې انسان له ډار یا هم له کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګریوان شي نو دغو څیزونو ته یو ډول ځاني او ذهني غبرګون ښکاره کوي چې رواني فشار یا رواني بوج ورته وایو.

په نورمال حالت کې انسان پر دغو ستونزو برلاسی وي او ځان کې د دې وړتیا ویني چې دا ټول څیزونه مدیریت او تر کنترول لاندی وساتي. دا رواني فشار د انسان د ژوندي پاتی کېدلو لپاره تر یوې کچې پورې نورمال، اړین او لازمي عمل دی چې په ترڅ کې یې انسان لا تکړه کېږي او پر خپل ځان یې باور ډېرېږي، چې بیا په ورځني ژوند کې لا ښه پرمختګ وکړي او د کور، کار او ټولنیز ژوند د غوښتنو او چیلنجونو سره ځان ښه او سم عیار کړي.

خو کله بیا دا کړاوونه، ستونزې، چیلنجونه او غوښتنې دومره ډېرې یا سختې شي چې انسان په ځان کې د دې وړتیا او توان نه ویني چې دا حالت کنترول، مدیریت او ورسره مقابله وکړي نو ورته رواني فشار یا بوج د ناروغۍ په بڼه را منځ ته شي.

که ستونزې ډېرې یا پېچلې وي، که د چا د وړتیا او توان کچه ټیټه وي او یا دا رواني فشارونه پرله پسې او دوامداره وي نو د ډېر سخت او دروند رواني فشار لامل کېږي چې بیا دا په خپل وار د انسان مزاج، احساسات او ټولې اړیکې اغېزمنوي او هم نورو رواني ستونزو لپاره لاره هواره وي.

نور بیا…

3 COMMENTS

  1. عاقل احمد وروره ډاکتر کامران صا حب د لیکنی په اخرنی برخه کی لیکلی چه نور بیا…

    کیدای شی په بله لیکنه کی ډاکټر صاحب د دغه روانی ناروغی د حل لاری وښایی.

    بیاهم که دغه لیکنه تر سره نشوه. بیا به درته زه او یا نور ورونه دحل لاری او ځینی نوری سپارښتنی په همدغه پاڼه کی وکړو.

    والسلام

  2. سلامونه ومنئ، ان شالله چې دا لړۍ به روانه وي او په راتلونکې لیکنه کې د رواني فشار نښې او نښانې او بیا به د رغولو لارې او چارې یې وړاندې کړم.
    کامران وزیری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب