دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد مالیې وزارت: احتمال شته سږ کال په ملي عوايدو کې له...

د مالیې وزارت: احتمال شته سږ کال په ملي عوايدو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه کموالی راشي

تاند (دوشنبه، د اسد ۶) د کورونا وبا د اقتصادي او ټولنیزې اغیزې په اړه د څلورمې لوړې کچې غونډې لومړۍ دورې ناسته د دوشنبې په ورځ د اسد په ۶ مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه.

د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ د غونډې ګډونوالو ته د هېواد د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې کورونا ویروس د هېواد په عوایدو منفي اغیز کړی دی.

د ځدراڼ په خبره داسې ښکاري چې د روان مالي کال تر پایه به په ملي عوایدو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه کموالی راشي.

تېر کال بیا له ۲۰۰ میلیارده زیات عواید راټول شوي وو.

د مالیې وزارت وایي د کورونا ویروس په خپریدو سره به د هیواد اقتصادي وده روان او راتلونکي کال کې راټیټه شي او ددې ویروس د خپریدو اغیزې به د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه لا پراخه کړي.

بلې خواته، د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال ویلي دي چې، حکومت د کرونا پر ضد د مجادلې په برخه کې ټولې هڅې په هغو پروګرامونو باندې متمرکزې کړي دي چې اولویت لري.

د آسیایي هېوادونو لپاره د اروپايي اتحاديې مسؤل رافاییل وویل د کورونا خپرېدو ټوله نړۍ په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې کمزوری اقتصاد لري اغیزمن کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له دغو هېوادونو سره مالي مرستې وکړي.

هغه دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې د نړیوالو مرستو په مصرفولو کې دې شفافیت په پام کې ونیسي.

په دغه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ خونې ښځینه مسؤلانو وویل چې کورونا ویروس په خصوصي سکتور منفي اغیز کړی او سوداګري یې کمزورې کړې ده.

د ماليې وزارت وايي، پر اقتصاد د کرونا ويروس خپرېدو اغېزې ته په کتو لوړ رتبه چارواکو د څلورمې ناستې ګډونوالو ټينګار کړی، چې د جینیوا په ناسته کې چې د روان کال په وروستيو کې ترسره کېږي تمويلوونکي بايد له افغانستان سره د خپلو همکاریو کچه زياته کړي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د تېر کال په حوت میاشت کې ثبت شوه چې له هغه وخت راپدېخوا ۳۶ زره کسان پرې اخته شوي، همدارنګه له ۱۲۰۰ زیات کسان ترې مړه شوي دي او ددې سره سره یې د هېواد په اقتصاد سختې منفي اغیزې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب