یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کرکټ بورډ اجرائيه رئيس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شو

د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شو

تاند(دوشنبه، د اسد ۶) د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړل شو.

سرچینه د ستانکزي د ګوښه کېدو لاملونه د نوموړي خراب اجراات، په مديريت کې بې غوري او له مديرانو سره ناوړه چلند یاد کړی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز رذاغلي چې د بورډ اجرایيه رئيس ته له دې وړاندې شفاهې او ليکنيزې اخطاريې هم ورکړل شوې وې.

د یادولو ده چې د ستانکزي د لرې کېدو خبرونه يوه اونۍ وړاندې رسنيو د ځينو سرچينو په قول خپاره کړي وو؛ خو کرکټ بورډ يې په اړه رسماً څه نه وو ويلي.

کرکټ بورډ وايي، د اجرائیه ریاست بست به د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ځي او د بشري سرچینو له اصولو سره سم به ورته کس ګمارل کېږي.

بل لور ته بيا ځينې سرچينې وايي، د کرکټ بورډ اجرائيه رياست لپاره د بورډ رئيس د يادې ادارې د رسنيو د برخې له پخواني مسؤل دوست محمد نظري څخه غوښتنه کړې؛ خو هغه رد کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په رهبرۍ کې په کمه موده کې د پرلپسې بدلونونو له کبله د ای سي سي او مسؤلينو پام ياد بورډ ته اوښتی او په ځينو غونډو کې پرې شفاهي بحثونه هم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب