پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز پرانیستل شو

کابل کې د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز پرانیستل شو

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) د ننګرهار کانال شرکت مسولینو ویلي؛ د دغه شرکت لخوا د تولیدیدونکو زیتونو تېل، اچارو او نورو بېلا بېلو تولیداتو د بازارموندنې په موخه یې کابل کې خپله څانګه پرانیسته.

د کرنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دې پرانیستې پر مهال په دې کار خوښي ښودلې او ویلي، چې ورسره به د ننګرهار کانال تولیدات ډېرو خلکو ته د لاسرسي وړ شي.

د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو کارخونې دغه څانګه د کابل حضوري چمن ته څېرمه په ۱۶ ناحیه کې پرانیستل شوې، چې په کې د دې کارخونې تولید شوي اچارو، د زتونو تېل، صابون او نور تولیدات پلورل کېږي.

د یاد شوي شرکت تولیدات د ډاکټر نجیب د حکومت تر وروستیو پورې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادریدل او پراخ پلور یې درلود.
د مجاهدینو له واکمنۍ وروسته تر وروستیو کلونو پورې دغه شرکت او اړوند جایدادونه او شتمنۍ یې تر ډېره د سیمه ییزو مجاهدینو او بیا طالبانو او جنګسالارانو لخوا لوټ شوي وو، خو په وروستیو کې یې د طالبانو چارواکو د بیا رغونې او پراختیا خبرونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب