پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان خپلې ۸۰ سلنه اړتیاوې په وارداتو پوره کوي

افغانستان خپلې ۸۰ سلنه اړتیاوې په وارداتو پوره کوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه)د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي، دا مهال د سیمې هېوادونو سره کال کې د کابو لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري، چې ۸ میلیارده ډالر یې واردات تشکیلوي.

 په افغانستان کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې حسین روستايي هم د “افغانستان د بازار فرصتونو او ستونزو” په نوم غونډه کې ویلي، چې افغانستان ۸۰ سلنه اړتیاوې له وارداتو پوره کوي.

د هغه په وینا، افغانستان ۲۵ سلنه توکي له ایرانه واردوي.

په همدې حال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اړتیا ده چې د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغې خونې چارواکي وايي، لوړه تعرفه او د سوداګریزو توکو ورته والی د دې سبب شوی، چې تهران ته له کابله د صادراتو کچه د وارداتو پر تله کمه ده.

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې له ایران سره د ۷۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې، چې د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په توکي صادار کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکي وخت پر وخت د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبره کوي
شنونکي دوی په دې اړه په ضدو نقیضو او غولوونکو څرګندونو تورنوي او باور لري، چې د افغانستان زیات شوي صادرات تر ډېره د کاني زېرمو استخراج سره اړوند دي چې طالبانو د دوی په خبره په نا مسلکي او ارزانه توګه چټک کړي او سیمه ییز پېریدونکي یې زیات شوي.

1 COMMENT

  1. نو بیا دا بیچاره او بیوزله خلک چی ورته هیڅ کار او بار نشته، بالخصوص کونډی او معلمین څه شی باندی ګذاره وکړی؟ ستاسو ښځی غیی ملایانو پدی حکومت چی د نړی یو هیواد مو په رسمیت نه پیژنی. لږ سړی شی سیاست زده کړی. کچیری دا ځلی ورک شوی پدی پوه شی چی دا ځلی به په پاکستان کی هم تاسو ته ځای نوی. د پښتون او اسلام نوم خو مو هسی پر ټوله نړی بدنامه کړ ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب