پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولې مرغان سهار وختي په لوړ غږ سندرې وايي

ولې مرغان سهار وختي په لوړ غږ سندرې وايي

ولې مرغان سندرې وایي، ولې سهار وختي پاڅیږي او سهار سندرې وايي؟

د ځنګل ساتنې لپاره د بریتانیا غیرحکومتي اداره د وودلینډ ټرسټ، د مارغانو “د سهارنۍ سندرې” په اړه لیکي، چې ډیری یې نارینه مرغان دي چې سهار سندرې وایي.

د دې سازمان کارپوهان وايي چې مرغان په لوړ غږ د سندرو ویلو لپاره ډیرې انرژۍ ته اړتیا لري، په تېره بیا سهار مهال او په تش نس، او په ځانګړي ډول له سړې شپې وروسته. نو یوازې تر ټولو پیاوړي نر مرغان چې کافي خواړه یې کړي وي، ترټولو په لوړ غږ سندرې ووايي.

له سندرو د نر مرغانو هدف دا دی چې د ښځینه مرغانو پام ځان ته واړوي. دا کار ممکن د دې سبب شي چې ښځینه مرغه یې غوره کړي. هرڅومره چې د نر مارغانو سندره قوي او لوړه وي، نو د ملګرتیا لپاره هغه مرغه مناسب دی او کولی شي له سیالو مرغانو میدان یوسي.

ولې سهار وختي؟

ولې دا پروسه د سهار په لومړیو کې پیښیږي؟ ولې مرغان په بل وخت کې په دومره لوړ غږ سندرې نه وايي او سهار مهالي وخت د خلکو خوب ګډوډوي؟

د وودلینډ ټرسټ موسسه وایي دا یوازې د سهار له طلایی فرصت څخه د ګټې اخیستنې مسله ده، کله چې ټول ښکاریان ویده وي، د خوراک موندلو وخت نه وي او حشرات ممکن غیر فعال وي. او ترټولو مهم، غږ سهار مهال ډیر لیږدول کیږي ځکه چې په ځنګل او طبیعت کې ډېریو څارویو او څناورو لا فعالیت نه وي پیل کړی او له همدې امله د غږونو ترمنځ ډیره مداخله نه وي.

له دې توضیحاتو وروسته تاسو ممکن فکر وکړئ چې نر مرغان، چې د سهار په لومړیو کې په لوړ غږ سندرې وایي د ورځې په نورو وختونو کې به یې په لوړ غږ نه شي ویلی. د بریتانیا په ډیوک پوهنتون کې یوې څیړنې ښودلې چې دوی له سهاره وروسته د ورځې په اوږدو کې په لا لوږ غږ سندرې ویلی شي.

څېړونکو وموندله چې سهارنۍ سندرې مرغان د ورځې په اوږدو کې نورو سندرو ته لا چمتو کوي.

د دې څېړنې یو لیکوال او د ډیوک پوهنتون همکار، د مارغانو د چاوديي سندرو په اړه وایي: “دا داسې ښکاري چې دوی مخکې تر دې چې لمر راوخیژي دوی ځان تیاروي.”

څه وکړو چې د مرغانو سندرې موږ راویښ نه کړي؟

د لاس انجلس یوه اوسیدونکي ژولوژیست سره تما سونیوه او  له هغه څخه یې وپوښتل چې د دې لپاره چې سهار وختي د مارغانو له چیغو ځان خلاص کړي او پرې راویښ نه شي، څه وکړي؟

په لویدیځ کالج کې د زولوژۍ د لابراتوار رییس جان مککورمک، دې پوښتنې ته د قناعن وړ ځواب نه درلود. ده ورته وویل یا باید غوږپوټونی وکاروي یا باید کړکۍ بندې کړي، یا دې هم له صبره کار واخلي چې فصل بدل شي او د مارغانو جوړه کېدو وخت تېر شي.

په بریتانیا او نورو هیوادونو کې هم تقریباً د همدې حللارې سپارښتنه شوې ده.

4 COMMENTS

  1. ستاسو او انګرېزانو نظرونو ته په احترام، اصلا مرغان په سهار کې ذکر کوي. که تاسو لږ پام وکړئ د اکثرو مرغانو ذکر او په لوړ اواز ذکر د سهار د لمانځه له قضا کېدلو سره نور ودرېږي، یعنې تر هغه وخته ذکر کوي چې د لمانځه وخت لا روان وي. دا ما ډېر زیات لیدلي چې د سهار د لمانځه د وخت په پیلېدلو سره مرغان ذکر پیلوي او تر هغه روان وي چې د لمانځه وخت پای ته ورسیږي.

  2. ياره احمد ته بايد دنوبل جايزه ورکړل شي ا و رزترزره د نوبل کوميټي ته ور ږپيژندل شي.
    ستا د نورو اختراعاتو په تمه چي بشريت به د څوره خير ور ورسي.
    جنتي سي اميرلمومينين بايدپه اختراع زر تر زره خبر او مبترکي ورته وويل شي.

  3. ما ګومان کاوه چی د ” ولوَر ” فرهنګ یوازی زموږ په ټولنه خصوصاً پښتنو کی رواج لری خو داسی ښکاری چی د نر مرغه سندری هم یو ډول ولوَر دی.

  4. سبح لله ما فی السماوات و ما فی الارض و هو العزیز الحکیم
    الله متعال خالق د عالمیانو فرمایی : الله په پاکی یادوی هر هغه څه چي په آسمانونو او هر هغه څه چي په ځمکه کی دی او هغه غالب حکیم ذات دی ،بل آیت کی فرمایی چي ټول مخلوقات عبادت او لمونځ کوی ،نو دا اسرار ،خالق د کونینو بیانوی او د چا نظریه نده.
    باید اضافه کړم چي انسانان اکثرا یواځې یوه څانګه کی لږ یا ډیر علم حاصلوی مګر په ټوله کی د بشریت ټول علم په و ما اوتیتم من العلم الا قلیلا کی مشخص کیږی یعنی بشریت او انسان ټولو سوالونو ته ځواب نشی ویلی ،هر څوک د خپلی رشتی او فهم په اندازه خبره کوی مګر په دینی مسایلو کی ښه به دا وی چي اصل دین (قرآن و حدیث)
    او سلف صالح ته مراجعه وشی او حدس و ګمان څخه پرهیز وکړو او په نا پوهی سره اجنبی اصطلاحات او شخصی ناقصی رایی هم په دین ور ګډی نکړو بلکی اصل او معتبر اسناد، اساسی مرجع پیژندل شوی ،نو بی له علمه شیخی هم کله جهال کفر ته وړی ولا تقف مالیس لک به علم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب