پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد چمن پرلتوال له سره اعتراض پیلوي

د چمن پرلتوال له سره اعتراض پیلوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۱ مه) په چمن کې د پرلت کمېټې پرون په یوه خبري غونډه کې د پرلت د بیا پیلولو اعلان وکړ.

دوی وروسته له دې پرلته پای ته ورساوه چې د پاکستان حکومت په دروغو اعلان وکړ چې د چمن- سپین بولدک ترمنځ لاره یې د سیمې د اوسیدونکو د کاروبار پرمخ د پخوا په شان بې وېزې او پاسپورټه پرانیستې ده.

د پاکستان پوځ له دې اعلانه یوه ورځ وروسته له خپلې خبرې واوښت او ویې ویل چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې بې پاسپورت او وېزې تګ راتګ وکړي.

د پرلتوالو له لوري د پرلت د بیا پیلولو له اعلانه وروسته د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میرضیا لانګو وویل چې حکومت په چمن کې د خواریکښو (سوداګرو) لپاره د کاروبار د برابرولو هڅه کوي خو بې پاسپورټه به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې تګ راتګ وکړي.

د پرلتوالو د کمېټې وياند صادق اڅکزي د خواﺭیکښو اتحاد له نورو مشرانو سره یو ځای په چمن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی د قید پر وخت ورسره ژمنه وشوه چې پر چمن دﺭواﺯه باندې تګ ﺭاتګ به په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره وي خو دا ژمنې ورسره نه دي پوره شوي.

صادق اڅکزي زیاته کړه، د پاکستان د پوځ جګپوړو چاﺭواکو ورسره خبرې وکړې او د دوی غوښتنې یې ومنلې او له همدې کبله دوی خپل پرلت پای ته ورساوه خو اوس پاکستاني چاﺭواکي بیا پر ډیورند کرښه عادي خلک ته د تګ راتګ اجاره نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب