جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزانارشیزم | نورالله جلالزی

انارشیزم | نورالله جلالزی

ډېری وخت به مو د انارشيست او انارشیزم (Anarchism) کلمې اورېدلي وي، چې وايي دا ډله په هیواد کې انارشیزم ته لاره هواروي، غواړي په هيواد کې انارشیزم او ګډوډي رامنځته کړي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ځان رسوي او… خو انارشیزم وایي څه ته؟

انارشیزم له (Anarchia) یوناني کلیمې څخه اخیستل شوې چې د حکومت د نشتون په مانا ده.

په سیاسي ډګر کې انارشيزم هغې مفکورې ته وایي چې هیڅ سیاسي قدرت نه مني.  یا په بل عبارت هر ډول دولتي قدرت او حاکمیت ردوي.

انارشیست هغه چا ته وایي چې هیڅ اقتدار و نه مني او د هر ډول حاکمیت سره دښمني وکړي.

که څه هم د انارشیزم ریښه له دولت سره د دوښمني پر مانا ده، خو هیڅ منظم ټولنیز او دیني سازمان هم نه مني.

انارشیستان پر دې باور دې چې انسان ټولنیز پیدا دی او انساني طبعت د دې وړتیا لري چې بې د قانون له مرستې په ټولنه کې نظم مراعات کړي، نو ځکه قوانینو او حکومت ته اړتیا نه لري. د دوی په آند د ظلم، استبداد او هرې ټولنیزې  ستونزې اصلي سرچینې قوانین دي.

د انارشیزم اصطلاح په حقیقت کې  لکه څنګه چې په ورځنیو سیاسي بحثونو او رسنیو کې د مطلقې ګډوډۍ په مانا کارول کېږي نه ده، دوی د ګډوډي غوښتونکي نه، بلکې رودونکي دي.  دوی د یوې داسې ټولنې غوښتونکي دي چې هلته هیڅ ډول منظم حاکمیت نه وي، بلکې انسانان په خپلواکه توګه له یو بل سره مرسته کوي او هلته په داوطلبانه بڼه خپلواکې ټولنې را منځته کېږي.

که څه هم ټول انارشیستان د دولت او قوانینو خلاف دي، خو د فردي ژوند او ټولنیزو اړتیاوو پر اساس په عمومي ډول پر دریو ډلو وېشل کېږي. دا درې ډلې له دولت سره پر مبارزې، د طبعي نظامونو پر تایید او له دین او دیندارۍ سره پر دوښمني سره ګډېږي.

1- کمونیستي انارشیزم:

د کمونیستي انارشیزم پلویان پر دې باور دې چې یوه انارشیستي ټولنه باید مکمله پر ځان بسیا وي. څنګه چې انسان ټولنیز موجود دی، ټول کارونه په ګډه کوي، نو دوی ته نه ښایي چې فردي ملکیت ولري، بلکې د ټولو شتمنيوې باید سره ګډې وي، خو دا شراکت باید طبعي وي، نه د قوانینو له لارې.

2- فرد محوره یا وګړپاله انارشیزم:

د فرد محوره انارشیزم پلویان د کمونیستي انارشیزم پر خلاف د فردي ملکیت غوښتونکي دي. دوی وایي چې د هر ډول جامعې یوازینی هدف باید فردي خپلواکي ته کار کول وي، خو د فردي خپلواکي تر ټولو غټ دښمنان دولت او قانون دي.

3- سنډیکالیستي انارشیزم:

دا ډول انارشیزم پر هغو سازمانانو تکیه کوي چې د کارګرې طبقې له لورې جوړ شوي وي. دا ډله وایي چې کارګران باید داسې ټولنې ولري چې د استثمار په مقابل کې د دوی دفاع وکړای شي. دوی هم لکه د دوو نورو ډلو د فساد اصلي جرړې دولت او قانون بولي.

د انارشیزم مفکوره که څه هم ډېره پخوانۍ ده، خو په اوسني مفهوم د لومړي ځل لپاره د انګلېسي پوه (ولیم ګادوین) له خوا مطرح شوه او  فرانسوي متفکر (جوزوف پرودن) هر اړخیز بحثونه پرې وکړل. د اوسني انارشيزم سابقه تقریباً یو نیم سل کاله ته رسېږي. انارشیزم د یوه سیاسي  مکتب په حیث د شلمې پېړۍ تر لومړۍ نیمایي پورې د وخت له نورو سیاسي مفکورو سره په څنګ زغلوله خو وروسته بیا مخ په زوال لاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب