یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهقانعزما پرې هسې نوم بدنام دی/ عصمت قانع

زما پرې هسې نوم بدنام دی/ عصمت قانع

د پښتو دا لنډۍ له پرونه راهیسې بار بار زما د ذهن پر هینداره را پورته کیږي او زما د زړه تارونه ورسره په یوه ویرجن شهباز د هغو ساندو غږ پورته کوي چې د پښتون انسان د خپلو خواخوږو د سپکولو او بې ابه کولو په غمیزه کې د تاریخ په حافظه کې ثبت کړې ده.

زما پرې هسې نوم بدنام دی

د نجلۍ سرې شونډې انار خوړلې دینه

له ځان سره لګیا یم چې قانع ګله ، رباني درته سپین چ��ونه درکول خو ستا شعور هغه د پښتون وطن د مفاد په ترازو کې د ویښته په وزن سپک وګڼلو او لوږه دې د وطن د ننګ په لاره کې د خپل تعهد د اصالت پر ریاضت بدله کړه.

احمدشاه مسعود په درجنو لیکونه درته ولیکل خو اهمیت دې ورنه کړ

او د پیښور په نیو رمپوره ګیټ کې دې جوالیتوب د خپلو بچو د روزۍ په سوړه بدل کړ.

د پاکستان د مقاماتو رحم او کرم دې ونه منلو خلکو د حیات اباد او فقیراباد په بنګلو کې د تعیش او عیاشۍ هغه لوبې وکړې چې د بنګال او پنجاب د زروارو او زور دارو په نصیب هم نه وې، خو ستا د وجود وینه نیمایي لوږو وزبیښله او نیما یې  د پښتنو ناتمامه غم نوش جان کړه ، خلکو لندن  او اروپا ته کډې بار کړې، خو تا کندهار او زابل ته بارکړه

د طالب کیبل دې پښتۍ ماتې کړې قلمونه او کتابونه دې لوټ شول، زندان ته ولاړې، د یوه لمانځه پر ځای درباندې وکړل وړو وړو چڼیانو د طاغوت په نوم په بازراونو کې د بیزوګانو په څیر ونڅولې خپلې سجدې ته یې پرې نه ښودې او خپل جومات یې درته وران کړ، خو تا وطن پرې نښود په دې هیله چې وطن به یوه ورځ وطن شي او ستا د ارمانونو توغه به د نیمکمرغۍ د لارې  د بې شمیره لارویانو د غرور او شرف په سمبول بدله شي.

  د طالب کډه بار شوه

د افغانستان له اسمانه ډالر راواوریدل هر ملي ملکیت او جایداد د چور او تالان ډګر ته ولوید خو ته اوس هم په کابل کې د کرایي جونګړې هستوګن یې.

بې سوادن وزیران شول، اشپزان دیپلوماتان شول، د کوڅو لنډه غر جنرالان شول، خو ته د نیم ساعت لپاره هم پرڅوکۍ ونه ټاکل شوې ځکه ګنا دې د بخښلو وړ نه ده ، ګنا دې د افغان وطن له هویت ، ملت او منفعت سره هغه ویلډینګ دی چې نه چا د ډالرو په اکسیجن وشلاوه او نه یې د منصب او مقام په چاړه پریکړ.

 نو قانع ګله بچو اوره اوره د خپلو خلکو د ناپوهۍ ځګیروئ اوره ، د خپلو بچو د احساساتو ولولو غورځی اوره ، غومبرونه اوره، پیغورونه اوره او د ماشومانو د تنکي ذهن د کاغذ ګلانو رنګونه ته ګوره.

یوه انډیوال راته لیکلي وو چې ماین پال یو ځل اشتباه کوي ، زه هم وپوهیدم چې د محترم اشرف غني پر خصوصیاتو او د هغه د زعامت پر لیاقت باندې به دا نقد ستا لپاره یوه چاودنه وي، خو دا چاودنه دې پر تا وشي پر هغه ملت دې نه کیږي چې تا پنځه دیرش کاله د هغه د سوکالۍ لپاره هرڅه د قمار پر صوفه باندې داو کړي او بایللي دي.

زه پوهیږم چې سږ کال زما د ملت لپاره د مرګ او ژوند کال دی سږ کال باید افغانستان وژغورل شي، یا ووژل شي.

د وژنې لنډه لار یې دا ده چې افراطي پریکړې یو ځل بیا د افغانستان د شمال او جنوب د جګړې او فتنې په محاذونو بدل کړي.

د وژلو لاره یې داده چې بې شعوره او بې تعهده کرايي جګړه ماران یو ځل بیا د استخباراتي پرپوزلونو له مخې داسې عیار شي چې قدرت د افغانستان د حقارت لپاره بې دریغه استعمال کړي ، د دې کار لپاره پخوا هم فرنګیانو له دوستمیانو، منصوریانو، ګلیم جمانو او کرايي ملیشه ګانو کار اخیستی وو او اوس یې هم اخلي.

پخوا هم د نظار شورا او حزب اسلامي تر مینځ د ټکر لپاره پروپوزلي دسیسه د عمل ډګر ته ولویده او چې دواړې خواوې د افغانستان په بربادۍ کې ستړې شوې، له حزب اسلامي سره یې دوستم او مزاري ملګري کړل او له مسعود سره یې نادري او یو څو نور خرڅ شوي پښتانه ملګري کړل او بیا یې جګړې ته زور ورکړ، د جګړې لمبو د افغان وطن د ناموس پر سر داسې شنه لوخړه جوړه کړه چې خلکو له خپلو هدیرو څخه د پلرونو هډوکي راوایستل او د پنجاب او کولاب پر سوداګرو یې وپلورل.

زه اوس هم همداسې ویر په سترګو وینم او ما ملامتوی زه د قدرت نیولو د لیونۍ نشې په لوبه کې لا د افغانستان د زیان خوب وینم، زه اوس هم په دې عقیده یم چې د افغانستان د وحدت ساتلو لپاره باید په افغاني جغرافیه کې هستوګن ټول قومونه د ملي وحدت یو ستر پلاټ فورم رامینځ ته کړي.

هغه څه چې مې په تیر کالم کې لیکلي وو، پر حرف حرف یې د مدافعې دریځ غوره کوم هر لفظ یې حقیقت دی، له محترم ډاکټر اشرف غني سره هیڅ ډول دښمني نه لرم، هیڅ ډول فردي اختلاف نه ورسره لرم، هغو کشرانو چې زما تر کالم لاندې یې کامینټونه لیکلي دي، ټولو ته د رب العزت له درباره څخه د هدایت غوښتنه کوم او عقیده لرم چې متقیانو لره هدایت دی.

چا چې زما پر انفرادي ژوند تجاوز کړی دی، عفوه ورته کوم خپل اولادونه یې بولم، د خپل ارمان د باغچې ګلونه یې بولم، خدای دې هر یو د خزان له سپیره باده څخه په امان ولري.

دا د پښتون وطن تقدیر دی ، دا د پښتون وطن سرنوشت دی چې خپل دښمنان په خپل انګړ کې ګورې، برجورې کلاوې به یې جوړې کړې وي ، په هر برج کې به یې د توپک سنګر جوړ کړی وي، دا سنګر د چا لپاره؟ د ورور لپاره ، د تربور لپاره، د تره د زوی لپاره، هیڅکله هم له خپله انګړه د باندې دښمن نه ویني.

 زما اختلاف د ډاکټر اشرف غني له انتخاباتي ټکټ سره د هغو بهرنیو توطیو له ژورې نقطې څخه سر راپورته کوي چې همدا اوس د افغانستان په ضد تر کار لاندې دی، انشاالله ډیر ژر به زما ژڼي کشران و پوهیږي چې د افغانستان پر ضد توطیه له کومه ځایه راولټیده.

نن سهار مې د خوشحال خان خټک دیوان کوت ناڅاپه زما د زړه بوخڅه سره وغوړیده، د خوشحال خان له خولې یې واورئ:

دروغجن چې هومره نه وي په دنیا کې

د رښتینو څه مجال دی په دامینځ کې

اواره نوره ګټنه تلف مه شه

چې ګټلی ملک ومال دی په دامنځ کې

چې یې چرته څکوی ورپسې درومی

یو عجیب شتر مثال دی په دا منځ کې

خر یې پاسه د سړیو پر سر ګرزي

شل په دواړو پښو دجال دی په دامنځ کې

چې په چا د نصیحت وینا لګیږي

دا یو خوب دی، یو خیال دی په دا منځ کې

پښتانه مغل ، هندکي واړه هوښیار دي

لیونی خو یو خوشحال دی په دامنځ کې

زه یو ځل بیا د درنو لوستونکو پاملرنه غواړم او په هسکه غاړه درته وایم چې د وطن فروشۍ د محبوبا شونډې مې نه دې زبیښلې

او د پښتون وطن د رسا کلتور په رڼه هینداره کې ځان ورښکاره کوم

زما پرې هسې نوم بدنام دی

د نجلۍ سرې شونډې پیزوان خوړلې دینه

72 COMMENTS

  1. قانع صیب نور به څه نه درته لیکم دخوشحال بابا دا غزل ښه په خلاصو غوږو واوره
    بيا رباب د مـــــــغنـــــــــــي ښــه سرايت کا
    په نغمه کــــــــــــــــــې نوی نوی حکايت کا
    ګدايانو لـــــــــــــــره غم د ګېـــــــډې ډېر دی
    بادشاهان دې غـــــــــــم د ملک او ولايت کا
    د وفا مهر، کرم به يې لا څــــــــــــــــــه وي
    په جفا کې چې دا هومره عــــــــــــــنايت کا
    په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شـــم
    لکه څـوک چې له شکر و شکــــــــــــايـت کا
    دا زمـا د بخت اثــر نه دی نو څــــــــــــه دی
    له رقيبه چې شکوه په دا غـــــــــــــــايت کــا
    په دا شـــهر کې څــرګند شراب خرڅـيـــږي
    محتسب د باده نوشـــــــــــــــــو رعايــــت کا
    که د ښکلـــو د ديدن ميـــنه ګنــــــــــــــــاه ده
    سـکه خوشحال خټک درست عمر جنايت کا

  2. قانع صیب ته لا هم په خپلو خبرو کلک ولاړ یې، ستا د نظر لپاره خو یوازې همدا دلیل بس دی چې یوازې د ډاکټر صیب پسې دې راخیستې. هیله مو درڅخه دا ده چې د ځان پر حق ښودلو لپاره پر ځان نیوکه کوونکې کوچنیان مه ګڼه او که کوچنیان هم وي نو عقل یې پوخ دی. دا نوې دې د هغه زړو څخه هم ډېرې ببولالي دي . زه خو وایم چې څومره یې ولړې هغومره به پرې نور هم ځان ناولی کړې

  3. هر څه به دې ومنو قانع صاحب خو ته له کومه پوهېږې چې د ډاکټر اشرف غني تر شا بلا پټه ده؟ او تا په لیکنه کې ویلي چې له مسعود ، امریکا، پاکستان او نورو څخه دې روپۍ نه دي اخستي، خو اوس دې ولې د په نامه پښتون، احمدضیا او حبیبه سرابي شا نیولې ده

  4. مونږ ته دې پخوا هم دسترخوان معلوم وه او اوس هم معلوم دی د ستا یارانې او ټپې یوازی د کویټې بنګریوالو سره خوند کوي لوستي پدې دوڼو نشي تیرباسلی – د شورای نظار په دسترخوان را لوی شوی به د وطن څه دفاع وکړي؟

  5. قانع شف شف مه وایه شفتا لو یی کره ایا اشرف غنی وطن فروش دی اودانورندی په یوه خبره خان پوه کره که چری عبدالله انتخا با ت وگتل او اشرف غنی با یلول مسول تی ستا پراپگنده دتول ولس په لاس وی دتا پگروان کی

  6. قانع ګله، هسې خو دې پيزنم چې په خبرو کې او لیکنو کې دې ساری نشته، خو هغه ستا خبره بار بار رایادیږي چې ویل به دی: (( ډیر کوشش مې وکړ چې شخصیت شم خو نه شوم)) ،
    د اشرف غني پوهه او ستا ذهن چې ماته معلوم دی ډیر څه چې د ځمکې او اسمان توپیر لري او هیڅ د پرتله کولو نه دي چې یو سړی په خپله خوله اقرار کوي چې شخصیت نه شوم او هغه د نړۍ په سطحه شخصیت دی، بل دا چې ته هغه د قرار خبره رښتیا هم مریض يې ، تاته مخالفت خوند درکوي او دا رښتیا هم رواني ناروغي ده او ته اوس په احساس کمترۍ کې يې ستا دغه احساس تا دې ته هڅوي چې باید د نورو د تخریب لپاره خوله خلاصه کړې هغه څه ښه متل دی وايي: فریده پټه خوله دې بهتري ده

  7. قانع صاحب بس خپله شاعری کوه ستا یی په سیاست کی څه.
    که ته ډاکټر صاحب اشرف غنی پسی خوشی خبری ولیکی او که یی و نه لیکی د ډاکټر صاحب د لاری ډیر غښتلی پلویان شته چی د هغه لاره به تر اخیره تعقیبوی. داکټر غنی یواځی یو سړی نه دی،‌بلکه یوه مفکوره ده ، یو فکری لاره ده او یوه سیاسی فلسفه ده. هر څه چی ورپسی لیکی، لاس دی خلاس، خو بیا چی نورو درپسی ولیکل بیا ګیله مه کوه. او ستا په دی زلمی رسول خو خدای خبر چی دا ملک به جوړ شی.‌ یو بی ارادی، بی خولی او بی پلانه سړی دی چی د کرزی صاحب په لاس په زوره دغه ټاکنو ته رامخ ته شو که نی خو والله که ده هم دا سوچ کاوه چی داسی ټاکنو کی به ځان کاندیدوی.

  8. قانع صاحب تاسو ته سلام كوره خوابدي نشي دا ستا لمري وار ندي هغه بل وار د جنرال صاحب طاقت بي عزته كر برته له اشرف غني نه بل كوم كس شته جه دسياف ،عبدالله،فهيم ،محقق ،كلبدين خولي له سوكان وركري. زه يوازي د غني صاحب تيم ددي ور بولم جه دا اشراريزم ته د باي تكي كيزدي او بس.

  9. قانع صاحب سلامونه! اول خو به دا درته په قسم سره ووایم، چې په تېره لیکنه کې دې، د ډاکټر صاحب اشرف غني سره ظلم کړی وو ، ما هیڅکله ندي لیدلي چې همدې ځوانانو ستا په تېرو لیکنو کومه نیوکه کړېوي، بلکه ستایلې یې ډېرې دي، خو پدې لیکنه کې له ورایه ښکارېدل، چې د شخصي غرض په لومه کې ګیر شوی یې … دوهمه خبره داده ، که چېرته د یو چا په شخصي احوالو باندې تبصره ښه نه وي، تا ولې د ډاکټر صاحب په شخصي حالت باندې خبرې کړېدي، که دا ګناه وي خو اول دا ګناه تا کړېده، کله چې مشر اشتباه کوي، ولې بیا کشران ملامتوي. پدې کې شک نشته، چې ته یو منلی لیکوال یې، خو که چیرته پدې تېر عمر ځان د دراني او غلجي د تعصب په تنګه لومه کې نښلوې، نو دا به د تا غوندې سړي لپاره ډېره د شرم خبره وي .وسلام

  10. زه به څه ووایم خو ناروغ….
    سوډرتوب داسې يو ناروغتيا ده چې د ناروغ په ځای، نور پکې ډير رنځ باسي.

    او بل دا چې په الفاظو کې ریښتیا مه لټوه. ځکه ریښتیا له سترګو ښکاري.

    او که ته غواړې ځان په دروغو شخصیت وپېژنې نو د دروغو شخصیت جوړېدو له پاره ډیرې لارې ـ چارې شته، خو ډیرۍ یې په دروغو او د نورو په غولولو ولاړې دي.

    خو ومنه اخیر مخکې له دې چې سر دې وښوروې، ځان دې ډاډمن کړه چې ایا سر ( پوهه ) لرې او کنه؟

    پوش پاش موږ نشې خطا کولئ

  11. قانع صاحب بيا هم په خپل دريځ ټينګ ولاړ يي وو ولي به نه يي ولاړ ځکه د پښتون يوه خبره يي مونږ ځوانان ستا احترام کوو ستا د قلم هم او ستا د دريځ هم. اوس پوه شوي چي مونژ ولي اشرف غني ته ترجيح ورکوو په هغه کي هم دا ځانګړتيا مونږ وينو ددي لسو نورونه مونژ ته همدي وړ شخص ښکاري او دافغانستان په ناخوالوکي د دي لسو نورو لاسونه سره وينو نو اوس ته مونږ ته بل اپشن راوښيه او بل ستا چي هر څوک خوښيږي هغه ټيم ته کمپاين وکوه دا ستا شرعي قانوني مدني حق ده مګر تخريبي کارونه تاسره ښه نه ښکاري

  12. قانع وايي چې ډېرې ستخې لوږې، تندې یې تېرې کړي، خو د ګوندونو، جهادي او غیرې جهادي قومندانو او حتی له مسعود نه چې په بار بار ورته زمینه برابره شوې وه چې ګټه ترې پورته کړي یوه روپۍ هم ترې وانخیسته، خو حېران دې ته یم چې دا نن کوم داسې مجبوریت ورته پېښ شوی او دی اړ کړی چې له ورور نه یې پیسې وانخیستې خو اوس له احمدضیا مسعود نه پیسې اخلي او زلمي رسول ته یې لمن غځولې دوعا ورته کوم چې الله دې نور له دې نیستۍ بېغمه کړي

  13. ګرانووړونوهریوجلال ، باوری جبارخیل،بهیرغورزنګ، اجمل ،مشر ملا مکناټن اخند، خپلواک، ناپیژاند،، خراسان،تورمان شا پور
    .نصیرکوټوال اونورودوستانو ته سلامونه اودرنښت
    زما له تاسو ټولو څخه یوه دوستانه هیله داده ،چي بس دي نور په قانع پسي دداسي تبصرو بهیرودروي او له هغه نه لاس په سر شي.داکتر صاحب اشرف غني ټول افغانان پیژني چي څرنګه شخصیت دي اوهمدارنګه موږ زیاتره افغانان تر یوه سرحده پوري د قانع د لیکونو سره بلد اوآشنا یوو.که چیري تاسو دهغه دلیکنو سره علاقه نلري نو بیا یي مه لولي. ولي لازمه نه ده چي زرګونه خلک ستاسو او دهغه دغه قلمي جګړه ننداره وګوري او خوند تري واخلي.زما هدف دادي چي ولي موږ پښتانه یو پر بل باندي داسیي تهمتونه ولګوو چي نورقومونه را باندی وخاندي. ماته خودهغه دنظر څرګندونه دهغه شخصي کار دي. ولي تاسو هم کولای شي خپل نظرونه دیوه واقیعي اصلیت پربنا باندي نوروته ورډالي کړي.مګرخپل عیب ونوروته مه څرګندوي.موږټول دخداي (ج) ا بنده ګان انسانان ذات یو.هریو ګناه کار او په عیبونو کي پټ یوو ، راځي دخپل ځان لپآره د االله تعالي څخه بخښنه وغواړو چي زموږ تیری ګنا هي راته بخښي او دسمي نیکي لاری هدایت راته وکړي.زه بیا هم وایم چي قانع نه پیژنم او نه هغه ما پیژنی ولي ددي تبصرو څخه مي اوس سر درد کوي. او افسوس راځی چي دا دپښتون ټپرغټ قوم نن ولي پخپلوکي پرڅـو ښاخونو باندي ویشل شوی دي. او ولي موږ یوولس کاندیدان لرو؟.څرنګه دغه یوولس کاندیان پخپلو منځو کي یو له بله سره جوړ رانغلل؟. ولي دا ۳۵ کاله جنګ زموږ پر خاوره باندي جاری دي ؟ولي هیڅوک زموږ دیووالي هڅه نه کوي؟. ولي موږ پښتانه تل په پیسو باندي خرڅیږو؟ او دنورودناوړګټو ښکارکیږو. همدارنګه ولي ولي ولي ؟؟؟؟نور به څه نه وایم .تاسو ټولوته بریاوي او ښی چاري غواړم.

    ولی محمد نورزی

  14. Salam Alikum Mr. Qanih,
    I guess that our people yet do not understand the nomentcluture of democracy, expression or communication. I understand that they hurt you, but this is what you can expect from people who make all their decisions based on emotions. All the attacks are personal against you instead of focusing on your arguments. It is a sad reality of our society that we use hate, stubbornness and absolutism as a basis for our daily life including communication…
    These are the same people who used to praise you for good or bad reasons. Since you expressed your opinion about the Afghan Election, they do not agree with you, but they do not look at your valid concerns, arguments and prediction. Who cares who wins because Afghanistan does not have any basis , the money is paid by the International Community anyway. Hopefully, people will learn not to degrade each other… I guess tolerance is the only way forward….
    Good luck

  15. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    په دې کې شک نشته، چې ښاغلي قانع صيب د جمعيت اسلامي غړيتوب درلود، ځکه دوی پخپله هم دغه خبره وار وار ياده کړې ده. د جنرال طاقت، دانش او اوس د اشرف غني په اړه ځينې څرګندونې کړې دي، خو بايد ياده شي، چې له جمعيت سره ډېرو نورو هم همکاري کړې، چې شانواز تڼی هم پاکستان کې ګلبدين وربرېنښود، نو اعاشه او اباته يې د رباني له ګونده او د رباني په وساتط تر سره کېدله او د پنجشېر په جبهه کې يې سریاور د مسعود مشاور شو، همدا حاجي قدير د شمال په ټلواله کې په نښه سړی وو، د نجيب يو ليونی ورور هم مسعود ته ورغی او داسې به ډېر نومونه درته کتار کړم، مګر قانع تر ننه صرف قلم چلولی دی، چې د خپل آزاد فکر محصول د قلم په رنګ پر پاڼو کښي، خو نور يې په شخصيت وردانګي! چې له افغانيته وتلې خبره ده!
    ما د قانع په تېره ليکنې دوې تبصرې ليکلې وې، خو يوه يې تاندوالو خفه کړه، مګر بله يې بيا خپره کړه! چې پخپله د بيان د آزادي تر پښو لاندې کول دي، مګر قانع صيب ته خلکو په نېغه ښکنځلې وکړې، خو بيا يې هم د خلکو حتی ښکنخلې خپرې کړې، ځکه په قانع کې ګټه نشته! نه سياسي، نه اقتصادي او نه هم معنوي! زه په تاندوالو د پيسو د ګټلو تور نه لګوم، ځکه له هغه ځايه چې پاڼه اداره کېږي، نو زه خبر يم، چې د خپلې خوښې او مجاني کار دی، مګر د معنويت او سياست رښکۍ پکې نغښتي دي، که اړتيا شوه بيا به يو څه پرې وليکم! خو اوس د قانع خبره ده!
    د تېرې ليکنې په يوه تبصره کې يو چا ما ته نغوته کړې وه، خو ځواب به يې دلته روښانه کړم!
    هلته ليکل شوي، چې د زعامت مشر يا ولسمشر مړ شي، نو په دريو مياشتو کې انتخابات کېږي او نوی رئيس جمهور ټاکل کېږي، مګر دا يې نه دي ويلي، چې په دغو دريو مياشتو کې به د واګي چارې له چا سره وي!!! همغه خبره،
    چې شپون خوبونه کوي، نو مېږې به يې نر کټي زېږوي!!! د کرزي په لومړي دوره کې احمد ضيا مسعود يې مرستيال وو، چې د کرزي په هر سفر کې به يې د يوې او يا دوو ورځو لپاره واک تر لاسه کړ، نو په همغه دوو ورځو کې به يې داسې پرېکړې وکړې، چې د پښتنو دايملعمر سټه به يې پرې وايستله!
    ما وړانديز کړی وو، چې د ډاکتر صيب اشرف غني د ناروغي په اړه دې کوم طبي ډاکټر څېړنه وکړي او موږ ته دې ځواب راکړي، خو همدغه منتقد بيا ليکلي، چې د ډاکتر څېړنې ته اړتيا نشته، ځکه دی په هر څه پوهېږي!!! خو زه اړ شوم، د معدې او کولمو د سرطان په اړه لږ معلومات تر لاسه کړم، چې د معدې سرطان که په خپل وخت عمليات شي، نو د ۵ کلونو عمر تر ۴۰ سلنه تر سره کوي، يعنې ۶۰ سلنه بيمار، خو ژوندي پاتې کېږي او دکولمو د سرطان هم همدا حال دی، نو د افغانستان د احتمالي بيمار ولسمشر د عمر او ناروغي ګواښ ډېر دی، خو بيا هم انتخاب د خلکو دی، چې څوک انتخابوي!
    دوستم هغه شخصيت دی، چې د نجيب احمدزي واکمني يې په ۴۸ ساعتونو کې د روسيې په نغوته او مرسته نسکوره کړه او د پښتنو د واکمني تاريخي سټه يې وايستله او بيا يې په شمال کې پر پښتنو مېچن وچلوله او د ۲۴ زرو طالبانو مړيڼه او د کانتېنرونه وينه به يې نه یادوم، ځکه نړيوالې برېښناپاڼې پرې رنګ دي، نو آيا دغه ننني احمدزي ته به وفاداره پاتې شي!
    څو کاله مخکې په برلين کې د افغانستان د وېشنې غونډه وه، چې محرکه قوه يې همدا دوستم، محقق او ضيا مسعود ول، خو نن بيا د يو افغانستان خبره کوي، خو زه به درته ووايم، چې د امريکايانو په موجوديت کې د افغانستان لږکي خپل مضبوتيت ويني او خپل ټولنيز ګروپونه جوړوي او د خپلو موخو لپاره د تبليغاتو امکانات جوړوي! ځينې بېلګې:
    د سروبي د پوهاند په خوله د امر صاحب شهيد او امر صاحب قهرمان خبره د برېښناپاڼو ټوکه ګرځېدلې ده! د اشرف غني بزکشي او د خبرو انداز يې هم د خلکو د تمسخر انګازې لري! زه بيا په زغرده یادوم، چې په دغو ۱۱ تنو کې يو هم د ولسمشري وړ نه دی، مګر نن په افغانانو همدغه شرايط راغلي، چې د قانع صيب خبره له همدغو ګلپيانو به يې خوری، نور څه نشته، مګر د افغانستان د «اکثريت خموش» غږ نه اورېدل کېږي، ځکه واک، ځواک او حتی قلم هم د افغان ولس د دوښمن په لاس کې دی!
    آيا افغانان په دې پوه نشول، چې په ۱۳ کلونو کې امريکا او ۵۰ نورو ملګرو ملکونو يې د ۲ تريليونونو ډالرو په مرسته د افغان ولس ياغي مزاج ايل نه کړ، نو د بيمار اشرف غني او خمار دوستم په مټو به يې اېل کړی!!!
    په دې هيله، چې تاندوال دغه تبصره خپره کړي، ځکه زه هم اړ يم، ځينې واقعيتونه وليکم! د اشرف غني شخصيت په غربي ټولنه کې په ميډيا کې وروسته له ۹/۱۱ پورته شوی دی، مګر لکه غني غوندې په سلهاوو تنه په نړيوالو اقتصادي او اداري چارو بوخت دي او په زرهاوو حتی افغانان په بهرنيو پوهنتونونو کې لوست ورکوي او يا استادان دي، مګر اشرف غني وروسته له ۲۴ کلونو بهرني ژونده، خپل توفيق د امريکا په يرغل کې وليد، چې وروسته له دغه حالته يې په اړه په افغاني رسنيو او يو شمېر بهرنيو رسنيو کې تبليغات وشول، چې د امريکا د کومې مجلې (فارين پاليسي) په نغوته ورته د نړۍ د دويم او که درېيم شخصيت لقب ورکړل شوی دی، چې داسې مجلې په زرهاوو په بهرنيو ملکونو کې خپرېږي، چې صرف تبليغي بڼه لري، مګر له بده مرغه افغانانو ته ډېره غوره ښکاري، ځکه د بهرنيو رسنيو سره سروکار نه لري! حتی بي بي سي هم يو تبليغي مرکز دی، چې صرف د خلکو په مغزونو او احساساتو لوبې کوي او د غرب له پاليسي سره سم روان وي، که زما خبره نا سمه وي، نو د تاندوال يو شمېر دوستان له آزادي راديو سره پېژندګلوي لري، نو و دې وايي، چې د راديو له پاليسې اېخوا خپل شخصي او يا ازاد ژورناليستيکي نظر ورکولی شي او که نه! په تاند کې هو، مګر زما موخه د آزادي راديو په خپرونو کې دی!!!!
    په پای کې بايد ياد شي، چې افغان ولس د پړانګ او ډانګ تر منځ دی، خو په ۱۱ تنو کې يو تن هم د افغانستان ملي ارزښتونو ته وفا دار نه دی، سياف سلفيزم غواړي، عبدالله عبدالله فدراليزم غواړي، د زلمي رسول مرستيال ضيا مسعود پارلمانتيزم غواړي، هغه نور په هېڅ کې حساب دي. اشرف غني چې د پښتني روڼاندو او يو شمېر لوستو ځوانانو د سر تاج دی، نو پام کوی، چې د افغانستان امنيتي قواله به له امريکا سره په نشت امضا کړي، ځکه دی او خلیل زاد دواړه په امريکا کې ژوند کوي او کورنۍ يې هم غير افغانې دي او په پاړسو کې وايي: دمبش زېر پای امريکايي هاست!!! مګر افغانان بايد شعوري مبارزه د بينالافغاني د تفاهم لپاره وکړي، چې ننني دولتي، پروني جهادي، غرني طالبي او اسلامي سکروټې سره کېنوي او د مسالمت آميز ژوند سړې اوبه په تودو مغزونو ورخوشې کړي، چې افغاني ملي هويت پرې خړوبی او پياوړی شي!
    غربيانو که د بُن غونډې ته امکانات جوړ کړل، د انتخاباتو جوګه دي او ۱۳ کاله يې د افغان ولس د وينیهولو لپاره ۲ تريلونه ډالره ولګول، نو د افغانانو د معضلې د حل لپاره هم واکمن دي او د افغانستان په آرامي د راتلونکو څو سوو کلونو لپاره د سيمې د هوساينې ژمنتيا پکې ليدل کېږي او د نړيوالې نېکمرغي سبب هم کېدلی شي، مګر په نمايشي ټاکنو صرف موقتي حللاره، چې له ويڼو او پرهارونو به ډکه وي، مګر نه د افغاني ټولنې هوساينه! نو د افغانستان په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند سر خلاص کړی!
    معه سلاموکوم الاهلول مبصرين
    ملا ميوند آخوند

  16. قانع صاحب زمونږ منلی مشر او لیکوال دی. زه ورته ډیر احترام لرم . هیله ده چی د ځوانانو له تبصرو نه خفه شوی نه وی. قانع صاحب خپل نظر څرګند کړی او نورو ملګرو خپل نظر د خپلی خوښی او د نظر وړ کاند ید په باب چی هر یویی د ویلو وړ دی. شاید په هغه څه چی قانع صاحب پوهیږی مونږ به نه پوهیږو.
    اما اوس د افغانستان خلکو تصمیم نیولی دی چی له دی یولسو درنو کاندیدانو نه ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی وټاکی. وایی چی شرعیت ظاهره وینی . مونږ چی د ټولوخبری واورید او سوال او ځواب ته مو غوږ ونیو د ښاغلی اشرف غنی احمدزی ځوابونه تر نورو قانع کوونکی او عاقلانه دی.
    زما یو دوست چی د ښاغلی زلمی رسول په اداره کی کار کړی وایی چی هغه هیڅ قضاوت نشی کولی. تصمیم نیولی نشی. تاسو وګوری چی د بهرنیو چارو وزارت ټول له پنجشیریانو ډک دی. د احمدضیا مسعود له میلیونونو ډالرو ډک بکسونه په دوبی کی ټولو نړیوالو ته معلوم دی. د احمدشاه مسعود د جګړو په باب تبصرو ته ضرورت نشته او د احمدضیا مسعود او احمدولی مسعود سفارتونه په مسکو اولندن کی ټولو ته معلوم دی ډوی هریوه شپاړس کاله سفارت وکړ او تول عواید یی په خپل شخصی درد دوا کړل. شاید چی ښاغلی زلمی رسول د شخصیت له لحاظه یو نیک شخص وی اما دی سیاست مدار نشی کیدای. که هغه یی وګټی واک به د مسعود خیلو وی. دوی د خپل وخت د جګړو او وژنو په باب له ملته کومه بخښنه هم ونه غوښته .
    زه به د بیلګی په ډول په ټول افغان کی زمونږ د یوه هیواد وال شکایت په لاندی لیکنه کی در ته وړاندی کړم . هیله ده چی قناعت مو حاصل شوی وی.
    http://tolafghan.com/posts/28862

    منځنۍ د ١٣٩٢ لمريز کال د کب ٧
    tolafghan.com
    په فرانسه کی دافغانستان سفارت کی څه تیریږی
    زلمی پښتون15.02.2014 10:37
    دیوملګری دسترګو لیدلی هال درنو هیوادوالو پرون راته یو ملګری کیسه وکړه چی فرانسه کی دافغانستان سفارت چی دیوی سیمی خلکو په ولکه کی ده او هر پښتون چی ورزی باید د دوی دوه پښتنو کارمندو چی یو دسفیر دړیور او بل هم احمدزی په نوم یو شخص دی دوی د لاری له زرو ېورو نه تر (۱۲۰۰) یورو پوری دویته ورکړی چی افغان وپیژندل شی کنه هیڅ پښتون فرانسه کی دافغانستان سفارت کی افغا نه پیژندل کیږی تر ټولو بده خو داده چی دا سفارت چی ډیر قدامت لری او دامیر امان الله خان د دوری سفارت دی پدی کی دغازی امان الله خان انځورونه وه چی دسفیر په امر لری کړل شوی او داحمدشاه مسعود انځورونه د دی انځورو په زای لګول شوی اجیبه خو داده چی د تعصب دا لړی دولس کلونه هم اووړی اما پدی برخه کی نه افغان حکومت کوم اقدام وکړ او نه په فرانسه کی میشتو افغانانو د دوی په خلاف کوم اعتراض وکړ چیری چی حق ورکول کیږی نه په زور اخیستل کیږی هی په خونه ویده ولسه ستا ژبی ته دومره سپکاوی کیږی چی هغه وطن لپاره ستا نیکونو په لرونو خپل سرونه قربان کړل خپل هر قدم یی د دی خاوری ښیرازی لپاره اوچت کړ او نـن ته د خپل دغه وطن په سفارت کی پاکستانئ بلل کیږی ګنا د هغو مفسدو کارمندانو نده چی په تاسو دا ظلم کوی ګنا ستاسو ده چی زغمی یی که چیری غواړی چی لاړ شی ستاسو درنوای پدی سفارت کی وشی که چیری غواړی چی پرته د زر او یا هم (۱۲۰۰) یورو ورکولو افغان وبلل شی سل کسه یوزای شی او د دی سفارت په ضد اعتراضی لاریون وکړی وګوری چی بیا دوی څنګه اسلاح کیږی دولمشر کرزی د لمړی دوری دبهرنیو چارو وزیری ډاکټر عبدالله عبدالله له لوری دبهرنیو چارو وزارت په نا انډوله توګه ټول له افغانستان نه بهر سفیران وه استول چی ټول دیوی سیمی اوسیدونکی خلک وه او دالړی تر نـنه روانه ده او هیڅ ډول اصلاحان نه سپنتا او نه هم زلمی رسول د دی وزارت په چوکاټ کی رانوستل دولسمشر کرزی د اولی دوری نه تر نـنه بهر میشتو پښتنو سره دافغانستان په سفارتو کی د همدی ډلی سیمی ګومارل شوو ډېپلوماټانو له لوری ډیر تبعیض نه ډک چلند کیږی چی دیکی زمونږ بهر میشتو پښتنو ورونو هم کوم جدی اقدام ندی کړم زه چی په یونان کی دافغانانو د ټولنی رئیس یم او یونان ته به له بلجیم نه همدا ډیپلوماټان راتلل تر څو کوم کارونه دخلکو دقونصلی چاروته مربوط کیږی حل کړی دوی هم همداچلند کاوه او دعریضو دپاره یی پښتو فورمه ندرلودی مونږ یو ډیر ستر لاریون وکړ د دوی په مقابل کی نور تر نـن ورځی مونږ سره چا د تبعیض نه ډک چلند جورئت ونکړ،

    ځما غوښتنه هغو ورونه نه داده چی داسی چلند ورسره کیږی او یا دوی ته پاکستانی وئیل کیږی یوهمداشان اقدام باندی لاس پوری کړی دوی کولئ شی د همدی هیوادونو میشتو افغانانو ټولنو سره اړیکه ونیسی او دخلکو راټولو او د یو لاریون جووولو په اړه دوی سره خبری وکری او مرسته تری وغواړی ځکه چی د دی ټولنو دندو یو برخه هم همداشان چلندو په مقابل کی مبارزه ده او که چیری دوی تاسو سره دمرستی نه انکار کوی دا کار تاسو پخپله وکړی خپل ملګرو دوستانو سره یوه غنډه وکړی او داسی یو پلان شوی لاریون جوړ کړی د دی سفارتو دتبعض نه ډک چلند ضد شعارونه ورکړی خیر که ولس کمه هم وی تاسو د دی ویدیو دفیسبک او یا د یوټیوب دلاری خپره کړی رسنی پخپله اخلی او خپروی یی چی بید شکه ستاسو غوښتنی به منل کیږی تاسو سره به راتلونکی کی څوک د داسی چلند جورئت هم ونکړی

    همدا شان د هرنیو چارو وزارت باندی غږ کوم چی د دی نا انصافی لړی ته دی دپای ټکی کیدی او یو با سلاحیت هیئت دی ولیږی دی هیوادو ته ترڅو د دووی د ډیپلوماټانو کړنی وڅیړی او پدی اړه جدی اقدام وکړی دافغانستان بهرنیو چارو وزارت چی یو ناکام وزارت دکرزی په ټوله دوره کی پاتی شوی که چیری اصلاحات رانولی دا به لری نوی چی په ټوله نړی کی میشت افغانان د دوی د دی کړنو غندنی لپاره لاس په اعتراض شی چی دی کار سره به نړی په نورو ملکو کی دافغانستان ډیپلو ماټیکی ایداره خپل ارزښت نور هم له ورکړی
    په یونان کی دافغانان د ټولنی رئیس زلمی پښتون
    سرپاڼه

    Comment ID: 30671زاهد19.02.2014 07:27
    پښتون صاحب دا ټوله زمونژ خپله ګناه ده خپلی پښې پخپله په تبروهوو په تیرو ۱۳کالوکی حامدکرزی دشمالی ټلوالی تراغیزلاندی حکومت وکړدټلوالی به ویل وو او دجناب به منل ووکه به وزارت ووکه به ریاست وو اوکه به سفارت دشمالی ټلوالی به پشنهادوو اودکرزی به ورته په غبرګولیمومنل وو چه اوس په هرځای کی زمونژخلک له ستونزوسره مخ دی اوس هم زمونژخلک دوی ته کمپاینونه کوی اودا درک نلری چه په هرځای کی دڅه قسم مشکلاتوسره مخ یو. دټولوورونو نه هیله کوم چه په هرځای کی دداسیی مشکلاتوسره مخ وی لکه چه پښتون صاحب یی په اړه لیکنه کړی خپل غژ اوچت کړی اوداسی چارواکی اودیپلوماتان ټولنی ته معرفی شی اودنفرت په سترګه ورته وکتل شی الله پاک دزمونژاوستاسو خلک پوه کړی.
    په درنښت
    Comment ID: 30668حسن خان16.02.2014 01:49

    په نورو هیوادونو کی غونډی او لاریون کول هم مسوولیت لری او تر هرڅه مخکی له پولیسو باید اجازه وغوښتل شی او بل داچی نظم او دسپلین مراعات او چاته ضرر ونه رسیږی . خو له مظاهرو نه ستاسو په شان د انتقادی لیکنو خپرول چي په دلایلو ولاړی وی ډیری موثری دی. د دی ستونزی د حل نیم کار تاسو په خپله پیدا کړی یعنی ستونزه مو پیدا او خلکو ته ورسوله اونیم نور یی د دولت په مشرانو پوری اړه لری. د باندنیو چارو وزارت کارمندان د عبدالله عبدالله له خوا مقرر شویدی او چاته اجازه نشته چی د بل قوم خلک هلته کار وکړی که تصادفا کوم یو مقرر هم شی نو ژر توطيی ورته جوړوی او تیښتی ته یی مجبوروی. که په راتلونکو انتخاباتو کی د داکتر عبدالله عبدالله پلویانو وګټله نو په رښتیاسره به چپه ميچنی درباندی وګرځوی . ځکه چی پښتانه په لسو نورو کاندیدانو باندی ویشل شویدی. چی د یوه د بری امید هم نه کیږی. ښه به دا وی چی په داخل د افغانستان کی ځوانان سره متحد او په یوه قوی ، قاطع او د قانون او متحد افغانستان د جوړونکی مشر پسی ودریږی. نور به هرڅه خدای آسانه کړی.
    Comment ID: 30667سپين15.02.2014 22:28
    دغازيامانالله انځورونه دزلمي رسول دسفارت په دوره کې راکښته شول اوپرځای يې دجنګسالارمسعو دانځورونه وځړول٠دزلمي رسول دسفارت په دوره کې په پښتوغوتنليکونوته ځواب نه ويل کېده اوپه فارسي ليکل شوي غوښتنليک باندې اجر ات کېده ٠کله چې زلمی رسول په فرانسه کې دافغانستان سفيروو،پښتنومراجعينوسره ډېرناوړه چلندکېده٠
    Comment ID: 30666ا نګار15.02.2014 20:14
    ګرا نه دا تبعیض او تعصب یوا ځی په فرا نسه کی د افغا نستان په سفا رت کی مو جود ندی بلکه دا تبعیض او تعصب په بهر کی د افغا نستان په ټولو سفا رتو نو کی موجود دی او دا د تعصب تخم یوا ځی او یو ځی عبدالله عبدالله شیندلی دی چی او سی د کبل په شان ریشی پیدا کړی دی نو اوس داد کبل ریشی څوک نشی ورکولای نو دا به وا یو چی ا لله تعا لی دی دا تخم خپل په خپله ورکړی په درنښت

  17. تاند والو دا زما تبصره ولی نه خپروی، دی کی خو نه کنځل دی او نه هم بدی ردی. تاسی هم والله د سانسور نه نخره جوړه کړه. یو چوړی چی ستر مفکر ته لیونی او ذهنی ناروغ وایی هغه نشر کوی او زما تبصره بیا نه نشر کوی، والله چی ښه انصاف مو را غستی ده

  18. قانع ګله که داسی وی نو د توطیی په باره کی به دلیکلی وو تا خو دیوه کس په شخصی ژوند تعرض کړی وا.
    اوس نو ټر په پر مه بدلوه اصلی څیره د خلکو ولیده ته اوس له ولس سره مخامخ یی نه له اشرف غنی سره

  19. که اشرف غني ستاسي دغه د خښمه ډکي تبصرې چي په هغو کي د منطقي تحليل او بحث پرځای د قانع صاحب پر
    شخصيت او شخصي ژوند باندي ډېره په کښته کچه تېری سوی دی خبر سي باور وکړی چي پرېشانه به سي ،که رښتيا
    د هغه هدف ددغه وران سوي او چور سوي وتن جوړول او ابادي وي ٠ که د اشرف غني د لاري پلويان اوس چي اشرف غني لا کامياب سوی نه دی که چا پر هغه باندي نيوکه وکړه ، لويه ګناه څه چي سپکي سپوري هم ورته ويل کيږي نو زما سره دا فکر را پيداسو چي هغه وخت چي اشرف غني ګټونکی سي او واک ېې په لاس کي وي نو چاته
    بايد د نيوکي او انتقاد حق ور نه کول سي او هغه وخت به د منتقد سره څه چلند کيږي ٠ که غواړو چي د اشرف غني
    پله ور درنه کړو او نوم ېې ښه ور لوړ کړو نو موږ بايد خپل کړه وړه کنټرول او د هري ستونزي سره په سړه سينه
    او داخلاقو په چوکاټ کي چلند وکړو ٠
    زه هم د قانع صاحب پر تېره ليکنه چي اوس هم د تاند په زړه پوري وېب پاڼه کي، لالی به نه شي د چا سیال ، پرته
    ده شکمن سوم چي ليکنه خو به د کرزي تبليغيانو د قانع په نامه نه وي کړې ځکه دغه غوښتنه د کرزي او دهغه د مداريانو هم ده چي په هر شکل چي وي بايد په يوه او يا بله پلمه انتخابات پخپله ګټه تمام کړي او يا ېې هم تخريب کړي
    ما هلته هم خپل مخالف نظر وليکی او دا زما حق دی چي مخالفت وکړم خو په يو دوستانه شکل ٠ که اشرف غني ته
    څوک کمپاين کوي بايد داسي چلند وکړي چي خلګ وواېې چي د جهان د دوهم متفکر سره داسي لښکري ور سره دي
    چي هم په علم سمبال دي او هم په ښه کردار ٠
    او په اخره کي قانع صاحب ته دا عرض لرم چي د فاسدو چارواکو په څنګ کي درېدل او دفاع کول چي هر څوک
    ېې وکړي که ېې زه وکړم که ېې بل څوک وکړي ، د هغو په جم کي شمېرل کيږو ٠

  20. د قانع صاحب تبه سر ته ختلي ده، وړانديز دا دی چې ژر يې ډاکتر ته بوزځی، ګنې لېونی به شي. هلۍ ژر کوئ، د قانع درملنه وکړئ. دی ښی او کيڼ نه پېژني. تبه يې ډېره لوړه شوې ده، اله ګويي کوي، يو ډول پرسټامول ګولی دی چې د مقعد له لارې ورکول کېږي هغه ورته ورکړی چې ژر به ضايع شی.

  21. قانع ګله!
    کولای شئ، تاسې د بهرنۍ توطیې یوه بیلګه وړاندې کړئ، ترڅو مونږ پوهه شو. که هسې اپلتې وايي دا دې یو غټ خیانت دی فکر مه کوه د بادشاهي او سلطنت رخ به بیخي له کندهار مونږ واړوو ځکه له تاسې کندهاریانو څخه پښتنوته کوم خیر او ښیګڼه نه ده رسیدلې ده.
    په درنښت
    ظفرزی

  22. ټولو لوستونکو ته سلام علیکم و رحمه الله
    ګرانو وروڼو! د ټولو مسیجونه ما ولوست، رښتیا هم چی د داکتر صیب اشرف غنی احمدزی کرکتر او خوبیانی په یو ددغو لسو نورو کاندیدانو کی نشته نو د قانع پسی مه را اخلی هغه که څه وایی خپل شخصی نظر به یی وی، یا که کومه معامله له لوری یی کړی وی نو معامله به یی د حقیقت پسی ځی، که رښتینی وی نو بریالی به شی او که کوم چل ول یا فریب وی نو ناکامه به شی. تاسو په الله باندی باور وکړی چی ما ددی ټولو کاندیدانو لپاره یو ورځ یو لوی جدول او ملی پوښتنی جوړی کړی او بیا می ټول په کی په خپلو هغه اصلی او ریښتینی کتګوری کی راوستل نو باور وکړی چی د داکتر صیب اشرف غنی تفاوت د نورو سره ډیر زیات وو، زه هغه وروڼو ته وایم چی د اشرف غنی احمدزی سره مخالف دی چی دوی دی هم یو څو ساده ملی پوښتنی جوړی کړی تعصب نه دی کار نه اخلی بس خپل وجدان ته وګوری او الله ته دی مخ کړی او دغه پوښتنو ته په ریښتینی ډول یا نمری ورکړی یا هم کتګوری یی کړی نو خپله به ورته معلومه شی چی څه باید وکړی، بیاهم په دی هیله چی زمونږ وران افغانستان او کړیدلی ولس په نوی دولت کی د بریا او فلاح په لور اوچت ګامونه واخلی

  23. منلی قانع ته دې سلامونه وی ! په دا یوولسو یابوګانوکې یو ناروغ آس غنیمت دی.

  24. فانع ګله !
    څو لیکنو دې محبوبیت زیات کړي وو خو (ستا د لیکنو په دود به یې درته ولیکم چې) د ډاکټر صاحب اشرف غني پورې دې هسې کونه و مخله ، ته لا دومره سړی نه یې چې د هغه په شخصیت پورې ستا لیکنه هغه ته کوم زیان ورسوي ، په پورته لیکنه کې دې هم د خپل ځان او خپلې شهکارۍ مثالونه ویلي خو که مونږ یې په درواغ ثابتولو کې څه ووایو نو تا خو خپله لمن په سر راواړوله او مونږ به تا پښتون وبولو او له سپکولو به دې صرف نظر شو امید دی چې تا ددې ځوانانو په احساساتو کې خپل تصویر لیدلی وي او اسرار په ذنب ونه کړې .

  25. یاره قانع ګله، خدای دی ښه کړه، ما ويلی اوس به دی فرق کړی وی، خو اوس هم مریض یې.
    ملګرو قانع ګل ته دعا وکړی، چي خدای یې ښه کړی او حال ووايې چې چا ورته څڼور ښورولی.
    قانع چي د خپلی خبری او دریز نه وانوړی، د پښتون یوه خبره وی، که نه بیا دی د پښتو شک شو….

  26. قانع ګله
    که ریښتیا راباندی وایی په دی ملک کی خو نور څوک د باور وړ پاتی هم نه دی که تاسو د ځان نه سوا څوک ښه پیژنی نو راته یی وښایی چی مونږ ورته رایه ورکړو که نه وی نو ریښتیا خبره کوه چی مونږ پوه شو چی اشرف غنی احمدزی کی داسی څه کمی دی چی نشی کولای دا هر څه په ښه توګه پر مخ بوزی
    قانع ګله! ستا څخه می د یو افغان په صفت دا هیله ده چی نور د دښمن ژرندی ته اوبه مه ډیروه پریږده چی دا ملت خپل تصمیم ونیسی . چی په څه نه پوهیږی له ضد او نقیس مقالی خپرولو څخه په کلکه ډده وکه ځکه داسی کړنی عامه ذهنیتونو ته زیان رسوی.

    په مننی

  27. دده لیکنی نه لولم او نه می زړه کیږی چی وولولم ځکه بی منطقه لګیا وی د دوستانو تبصیری مو ولوستی فکر کوم چی قانع د ځان سپناوی کړی

  28. یاره قانع گله ! غوشتل می چه دیر ولیکم خو ستا دشتون ورور دقلم دویری چه بی عزته او بی ابرو به می کی جرات دلیکلو نه لرم ، خو دونده وایم عفت دقلم او کلام ساتل یو انسانی ارزشت دی ، سیاستونه همیشه انتقادونه او مخالفتونه لری، خو گله قانع گله سمسور به نسی په پشتنو زوانانو ددی وطن باغونه

  29. قانع صيب: خبرو ته دي والله که څوک دوه روپۍ اهميت هم ورکي، ځان دي رسوا کړ، اوس هر څوک پوهيږي چي ته د شوړي سړي يي، چي څوک ښه شوړه درکړي دهمغه ببولالي وايي
    زه په قوم دراني يم، او له أشرف غني پرته ما ته بل رئيس جمهور قابل قبول نه ده، پدي يولسو کانديدانو کي يواځي أشرف غني أحمدزي د رياست جمهوري حقدار دي أو بس، له ده پرته بل ښه بديل نشته
    هغه څوک چي د پښتنو په منځ کي د دراني او غلځي په نوم د بي اتفاقۍ ناکامه کوشش کوي دا دپښتنو ديوالي دوشمن ده، بايد داسي منافقينو ته مونږ بيداره اوسو، دداسي منافقينو خوله بايد پداسي سوک ووهل شي چي د آينده لپاره دپښتنو دبي اتفاقۍ په أړه سوچ هم ونکړي، دپښتنو ترقي او کاميابي په اتفاق، يوالي کي ده او بس
    نو قانع ګل غواړي چي بچي سقاو په پښتنو پاچاهي وکړي؟؟!! والله که رانه په خوب کي هم دافغاستان پاچاهي وکړي.
    او په آخر کي قانع ګل ته يو نصيحت کوم چي أنډيواله: دا دروغ نور پريږده، دروغ ويل ګناه کبيره ده، ته حتى دخپلو ملګرو منځ کي هم په دروغ ويلو شهرت لري، ستا د ملګري يوه ليکنه ستا مخي ته ږدم، دا ليکنه يي خاص تاسو ته ليکلي ده: ــ
    .
    .
    .
    .
    .
    له هر څه نه مخکې قانع صیب! په سلامونو او نیکې هیلو د لمانځم ، خدای ج دې هدایت در کړي!
    قانع صیب!
    زه نه کوم لیکوال یم او نه هم کوم شاعر او ادیب ؛ خو غواړم چې داسې په ساده او کليوالي ژبه څه در ته وليکم؛ غواړم ستا هینداره اووسم ، خفه نه شې!
    ستا لیکنې زه په ډېرو ځایونو کې لولم په تیره بیا په تاند ويب پاڼه، محور ورځپاڼه او … کې ؛ ستا لیکنې خوندورې دي ، مرچ او مساله ښه ورسره ګډوې، په ادبیاتو کې ښه تکړه آشپز یې او ښه دیګ پخوي.
    قانع صیب! لیکوال به يي خو له بده مرغه چې متزلزله يی ، فکري ثبات نه لري، دروغ وایي؛ چېرته چې ښه خیرات وي او چیرته چې ښه شوړه در ته برابره وي، همغلته وي …
    تاسو تر اوسه په دې و نه توانیدئ چې د ادبیاتو له لارې د خلکو په زړونو حکومت وکړئ او په رښتیني توګه د خپل فرهنګ او کلتور په بډاينه کې څه په ميراث پرېږدئ. په هر ځای کې چې ګورم بابو لالې مو شروع کړي کله د په یو چا او کله دې هم په بل پسې راخیستي وي او هغه توهینوی خو دې ته مو پام نه وي چې خپله لمن په خپل ځان پسې پورته کوې.
    قانع صیب! زه تاسو سره هیڅ نه لرم ،عمر مې ۲۴ کاله دی نو دا په دې معنی چې پرته له کوم تعصبه دا هر څه درته لیکم، تاسو په دې لیکنو سره خپل شخصیت تر پوښتنې لاندې راوستی، په خپل ځان په خپله عریضه کوی او د خلکو په منځ کې مو اعتبار له لاسه ورکړی، حتی ستا خپل ملګري درته درواغجن وايي.
    قانع صیب! یوه ورځ ستا یوه ملګري سره چې جنرال دی ناست وم او د افغانستان د داخلي مسایلو په هکله مو ښه بنډار جوړ کړی وو، په دې بنډار کې یو بل ملګری هم چې د لوګر ولایت دی راسره و. موږ د دری واړو ډېر ښه بحث روان کړی او په خبرو سره بوخت وو ، د خبرو ترڅ کې یو ناڅاپه جنرال صیب ( ستاسو ملګري ) ته زنګ راغی….
    هغه چې کله خپل مبایل راواخیست او ویې کوت مبایل غږ یې ټیټ کړ او ځواب یې ور نه کړ.
    خدای مې دې غاړې نه بندوي داسې ۲۰ ثانیې وروسته بیا ورته زنګ راغی بیا یې مبایل پورته کړ ویې کوت بیا یې مبایل غږ ټیټ کړ او ځواب یې ور نه کړ.
    همدا کار يې څو څو ځلې تکرار کړ.
    ما ورته وویل چې جنرال صیب! څوک دی ؟ خیر دی ځواب ورکړی کېدای شي چې ضروري کار یې درسره وي.
    جنرال صیب! وویل : چې نه دومره مهم نه وو.
    ما بیا ور زیاته کړه : جنرال صیب!!! فکر کوم چې موږ درته مزاحم یو !
    هغه وخندل او ویې وویل نه ، نه !!!
    قانع لالا (عصمت قانع ) دی ، بیکاره پاتې دی بس چې مبایل ته یې ځواب ورکړې یو خو غږیږي ډېر او بل یې ټولې خبرې درواغ دي.
    قانع صیب! وایې هوښیار ته اشاره !!! ـ
    مننه ستاسو کوچنی ورور
    لیکوال: ملګري
    د تاند وزيني ويبپاڼي له چلوونكو څخه هيله لرم چي تبصره نشر ته وسپاري، مننه

  30. ياره قانع ګله : بس څه به درته وايم وايي : دازل په ورځ دبرخو جواری وه — چا ګټلی چا بايللی ته به ازلی همداسی يي چی الله قلم درکړ خو عقل يي درنه واخيست زيار صاحب ټول عمر د پښتو ويونکو په پيداکولو پسی تير کړل خو ته يي په خپله ژبه کی انګريزی ورګډوه.
    ته ځان ته وګوره او اشرف غنی ته وګوره بيا نو قضاوت . ته خو هماغه کس يي چی د جنرال طاقت پسی دی هم سپکی سپوری ليکلی وي. داسی ښکاری چی ته د پښتنو په جامه کی د پښتنو دښمن يي . الله دی درته هدايت وکړی آمين

  31. ملا ميوند أخوند: دبچي سقاو كمپاينر راته ښكاري، ډير بيځايه كوشش كوي، أشرف غني صيب دا ديارلس كاله په حكومت كي په مختلفو پوستونو كار وكړ، او په تولو كي سرلوړي راووت، په هغه وخت كي ناروغ نه وو، اوس چي انتخاباتو ته ودريد نو ناروغ دي، زه په دي ځواني كي دوه ګنټي مسلسل په خپلو پښو نشم دريدلاي، خو اشرف غني صيب په مناظرو كي تر دوه ګنټو زيات په خپلو پښو ولاړ وي، او ځوابونه يي له ټولو كانديدانو څخه ډير واضح او دقناعت وړ وي، نو واوره: له أشرف غني پرته مونږ ته هيڅ رئيس جمهور قابل قبول نه ده.
    ملا ميوند اخوند: بي غمه اوسه، أفغانان ستاسو غوندي خاينين ډير ښه پيژني

  32. یوه انډیوال راته لیکلي وو چې ماین پال یو ځل اشتباه کوي ، زه هم وپوهیدم چې د محترم اشرف غني پر خصوصیاتو او د هغه د زعامت پر لیاقت باندې به دا نقد ستا لپاره یوه چاودنه وي، خو دا چاودنه دې پر تا وشي پر هغه ملت دې نه کیږي چې تا پنځه دیرش کاله د هغه د سوکالۍ لپاره هرڅه د قمار پر صوفه باندې داو کړي او بایللي دي.

    دا ماته د قانع نه بلکې د آی ایس آی خبرې ښکاري. .

  33. ټولو هغو شازلمیانو ته درناوی چې د عصمت قانع ناروا یې وغندله، خو هیله من یم چې زمونږ شازلمیان د هیچا همداراز دښاغلی قانع په شخسی حریم تېری ونه کړي. قانع دپښتو ژبې ښه لیکوال دﺉ هیله ده چې دهغه دا اشتباه وبخښﺉ.
    خو له عصمت قانع ځینې یوه پوښتنه کوم؛ مهربانی دوکړي هغې ته دځواب ووايي. پوښتنه داسې ده چې تا ولې د اشرف غنی په ښخصی حریم تېری وکړ. تا دهغه پر پروګرام ، تقوا همداراز پوهه وغږېوه او له نورو سره یې پرتله کړه.
    تا په خپله دوهمه لیکنه کې هېڅ سی نه دی زیات کړي؛ هرڅه دې لکه خاکیشاه په کڅوړه کې پرې ایښي. ستا دا لیکنه دګناه له پاسه ګناه ده اویا پهبله ژبه عذر تر ګناه بدتر.
    مونږ له هیڅ افغان سره شخصی بدي نلرو؛ مونږ په کسات باور نه لرو. خو تیر ته په کتو مونږ باور لرو چې احمدزی یو ښه کار وکاؤـهغه داچې هغه د یوې لسیزې پر تبعیض ولاړه عنعنه یې ماته کړه چې تل به دندې پرقومی بنسټ خلکو ته سپارل کېږي نه ملی بنسټ. له ملي بنسټ ځخه مې مطلب له ملي ګټو ځخه دی.
    پای

  34. وطنوالو، اشرف غني د هېواد د ژغورلو لپاره یوازینی امېد دی. هغوی چې د ده تخریب کوي ، په حقیقت کې د افغانستان د تخریب په لټه کې دي.

  35. ښاغلی قانع ښه چاری
    تاسو څنګه ونه لېدل چی د افغانانو اکسر لوستی وګړې د ډاکټر اشرف غنی خوښونکی دې
    موږ دی ورځو کی انتزار درلود چی قانع صاحب د ډاکټر صاحب په پلوۍ يو توفانې مضمون
    راواستوی مګر تاسو سرچپه کار وکړ [ باز دی دکارغانو سره لاړ نشی] پښتانه پسین لاهو دی زګ ته هم لاس اچوی
    خو ډاکټر صاحب لکه لمر علم لری او تاسو ونه لیده
    دا وګړی چی تاسو ته داسی په غوسه دی هم دومره ورته ګران وی
    مننه

  36. ښاغلی قانع ښه چاری
    تاسو څنګه ونه لېدل چی د افغانانو اکسر لوستی وګړې د ډاکټر اشرف غنی خوښونکی دې
    موږ دی ورځو کی انتزار درلود چی قانع صاحب د ډاکټر صاحب په پلوۍ يو توفانې مضمون
    راواستوی مګر تاسو سرچپه کار وکړ [ باز دی دکارغانو سره لاړ نشی] پښتانه پسین لاهو دی زګ ته هم لاس اچوی
    خو ډاکټر صاحب لکه لمر علم لری او تاسو ونه لیده
    دا وګړی چی تاسو ته داسی په غوسه دی هم دومره ورته ګران وی
    مننه

  37. سلامونه أو نيكى هيلى
    ياره قانع كًله كه زما منى راشه د خلكو خًخه بخشنه وغواره جى لى غمه خان حلاص كرى أو همداغه خلكو نظر ته احترام وكره ، حًكه جى د ولس غز د خداى غز دى حًكه جى ستا قدر د بشتانو به منحً كى دى غير دبشتانو خًخه د خو زه درته تول اطمئنان وايم جى قدر أو احترام به د به صفر كى ضرب وى أو بيا خداى د كابل برس أو حاوران خًخه ساته. مننه

  38. ټولو ته سالام اعلي:وم و رحمت الله وبرکاته و اما بعد!
    ښاغلي غيرت خان ته نيکې هيلې، ځکه د سلام په حکمت نه پوهېږي، خو زما او نورو ملتپالو له پښتو وشرمېږه!
    د اشرف غني ناروغي ما ورته نه ده جوړه کړې، په ټولو رسنيو کې يې معلومات شته دي. ما خيانت په دې نه دی کړی، چې په ورستيو څو لسيزو کې (يعنې ۳۴) کلونو کې يا په ښوونځي کې وم او يا مې لوړې علمي زده کړې کړې دي، خو تا په ځان د غيرت خان نوم اېښودلی دی، مګر سپکه خوله دې په ټولو تبصرو کې خوځولې ده، خو بيا هم دومره درته ويلی شم، چې ته کوکې وهه، خو د افغانستان ستونزه په يو شخص او صحرايي کوکارو نه حل کېږي، زه له اشرف غني سره کومه شخضي ستونزه نه لرم، خو د افغانستان معضله بايد د ښکېلو افغانانو د تفاهم په اړوند سره خپل حللاره وموندي، مګر نه په کوکو او کوکارو!
    معه سلاموکوم الاهلول مجاهلين
    ملا ميوند آخوند

  39. Salam Alikum To ALL!
    Comments on this article taught me one thing; and that is always be fit to survive among the creatures, otherwise they will degrade you like Najib, Sadam, Qadafi and others. Mr. Qanih was the best man when he was saying good things or pleasing you, however when he became critical of the issues, you guys degraded him to a zero level.

    If Mr. Qanih was Mr. Fahim or Mr. Dostum to maneuver the Afghan Politics, ride a bullet proof car, and show of as Ferawan, you would love to flatter him like psychos. I just feel ashamed the way some people comment, judge or attack Mr. Qanih…. It is disrespectful, sad and regrettable.
    Regards,
    Mullah Habib

  40. سلامونه او نيكي هيلي مو ومني د قانع صاحب اكثره ليكني زه گورمه او تولي ليكني يي ماته خوند راكوي چه وه يي لولم خو تولي ليكني يي د پشتنو و په خلاف دي

  41. سلامونه
    لکه چې د ملا ميوند اخند صاحب او نورو په نيمه خبره سر دی خلاص شوی، ممکن ملامت هم نه وی، ځکه وايه شي چې نيمه ملا بلای ايمان نيمه ډاکتر بلای جان. تاسې محترم / محترمو چې کومو مواردو ته اشاره کړي وه چې هغه د جنرال دوستم په وساطت رامنځته شوی دی هغه په داسې حالت کې واقع شوی چې سېستم او حساب کتاب موجود نه و. ان شا الله غنی به سیستم رامنځته کوي او په دې سېستم کې به نو بيا د الله په زور او د خلکو په ملاتړ څوک ها دېخوا نه شي کېدی. دا چې سیستم رامنځته شي نو بيا د دې مجال نه شته که لومړی شخص مړ کېږي دويم شخص به د ټاکنو تر وخت چې درې مياشتې دې د وطن واګې څه وړ چلوي. ياره دا به سيستم چلوی نه يو شخص – اندېښنه مه کوه / کوئ.
    پاتې شوه د غني د ناروغۍ خبره – باور دا دی چې غنی ناروغ نه دی دا نور ناروغ دی – غنی اوس اتلس ساعته کار کوی – ته او خدای چې ناروغ سړی يا ته اتلس ساعته کار کولی شې؟ يا دې کړی؟
    په جوړ سستم کې بيا پرګنې او خلک حکومت بدلوی – خو نظام ځای پر ځای وی – راځي د پياوړي نظام او سيستم لپآره کار وکړو نه د اشخص لپاره – د غني په ذهن کې سيستم او نظام دی نه د شخص واکمني.
    که دا خبره شاربو چې څوک ناروغ دی او څوک روغ ولا که څه کوچ ترې ووځي- خو که په دې خبره وکړو چې په نظر/ نظريه او فکر کې يې څه نيمګړتيآ ده دا نو بيا پر ځای خبره ده. راځي د غني په نظريه تبصرې وکړو چې کومه برخه يې نيمګړې ده / کومه برخه ښه ده / ايا د ښه والي لپاره يې د ملا ميوند اخوند يا قانع صاحب يا بل هر شخص غږ او نظر اورېدل کېږي منل کېږي که نه.
    د قانع په ليکنه کې مشکل دا دی چې له شخص يې مخالف څرګند کړی نه له سيستم سره- قانع ته په کار وي چې د غني په نظريه او فکر کره کتنه وکړي.
    د دوستم دفاع نه ده په کار – که ګناه، جنحه يا جنايت يې کړی د هغه به حساب ورسره کېږی او دا حساب بايد له ټولو سره وشي نه دا چې يوازي له دوستم سره عدل دا دی چې ټول بايد حساب ته کېنول شي. له قانع صاحب څخه نيولې تر موسی توانا او وژل شوي رباني پورې.
    دا يوازې د غني په اړه نه بلکې د بل هر کانديد په اړه بايد د هغه د پروګرام او نظريه په اړه بحث وشي. قانع صاحب ته وړاندیز دا دی چې – د غنی او بل هر کانديډ په نظريه کرکتنه وکړه او هغه د وطن د رفاه لپاره په زره بين کې وګوره.
    درناوی

  42. Qani Gula Haq Ba Na Way Gani Kada Ba da Bar Wee ( Daa da Allah Pa Ghazab Pakhtani dee ) dey hapal khir wa Shar bandi Napohiggi Topak Warka Cha Afghan wawashnii,

  43. خوک چه داشرف غنی مخالفث کوی هغه دعبدالله عبدالله دطرفدارنو خخه دی تا سی اوس ورشی کوهی صافی
    کی جگره روانه ده دعبدالله د دلی قوماندا نا ن د پشتنو په ضد جنگیزی اوبشتا نه دخپلو کوروخخه شرلی .
    دافغا نسثان په ثولوسفارثوکی د عبدالله عبدالله د دلی کسان دی یو پشتون نشته نور قضاوت تاسی وکری
    عبدالله په داگه دعطا محمد نوردبلخ والی ملا ترکوی چه هغه بو یاغی والی دی دکرزی امرنه منی .

  44. دعاوي کوئ چي اشرف غني انتخابات وګټي او اقتصاد ته وده ورکړي. چي اقتصاد وده وکړه نو قانع صاحب غوندي لیکوالان او شاعران به په نس ماړه سي

  45. یاره قانع ګله!!

    لدینه به دې هر څه کړي وای خو دا کار نه، تاته کوم وجدان دا اجازه در کوله چې داسې بې منطق او له حقیقته لیرې خبرې وکړې، خو بس نور به درته څه نه وایم. خو خدای ته ګوره اوس خو دې ځان لکه بڼکه سپک کړ، په پښتنو کې بې . قدره شوې خو نور مه ټینګیږه، پدې کارونو نور ځان مه لړه، توبه و باسه او له ټولو کلکه بښنه و غواړه هیله ده په نیمه به رسیدلی وې.ه.

  46. ګرانو دوستانو همدا اوس د دشمن ددسیسی قربانیان یاست. سترګی خلاسی کی خنګه سره باشلی یو اونورخلک به خنګه د بښتانه زعامت ومنی چی خبل تر منح سره خورو. وایی چه د امیر عبدلا رحما ن خان به وخت کی د غلجو مړی ډیر سوه او یو شاعر دغه شعر ووایه
    بورته اوروس کشته غجر[ انګریږ] دواړه غوری وهی
    ګرګی [ بک] دلی دشمن موندلی دی دا یی وهی

    موږ سل کاه وروسته هم به همهغه ګاولوکی روان یو خاصته د کلم خاونداان. بارسیوانان وایی
    سرش د اسمان بایش د ریسمان.
    خدای دی دروشهی

  47. ملا ميوند آخوند: لمړۍ خبره داده چي د خاين أو منافق انسان سلام ته زه هيڅ ضرورت نلرم، سلام دي ځان سره سمبال کيږده
    دوهمه دا چي خيانت څه ښکري نلري او نه شرم کوم پسه دي چي شاته به درپسي رمباړه ووهي، د يو انسان پيژندنه دهغه له نظرياتو او افکارو څخه کيږي، چي دا سړي په څومره اوبو کي دي،
    مونږ څه واښه نه خورو، بلکه له شکور نه مو ډوډۍ خوړلي، که تا په أخور خوړلي وي هغه ستا کار دي، خو ما ته په تا کي أو ستا په خاين، أو جاهل ملا عمر آخوند کي کوم فرق نه ښکاري، کوم چي د پنجاپي په کونه ننوتي، أو د آي إيس آي لپاره مرده ګاوي کوي،
    شرم خو د آي إيس آي تاليڅټو ته پکار دي، چي پردۍ ټوپک يي په أوږه کړي، او لګيا دي بي ګناه أفغانان وژني، دپردي خوشالولو لپاره خپل وطن ورانوي، کوم چي د مور حيثيت لري، دداسي خلکو او يو بيناموس تر منځ څه فرق دي؟؟!!! ــ
    نوره مي خوله مه راسپړه، زړه خو مي ډير څه وايي چي درته ليکلي مي واي، خو درانه لوستونکي را باندي ګران دي،
    پاک الله دي داسي ورځ راولي چي ستا او عصمت قانع غوندي خاينانو، فاسدو، او جاسوسانو ټغر له دي وطن أفغانستان څخه ټول شي
    .
    د تاند وزيني ويبپاڼي له چلوونكو څخه هيله مند يم چي تبصره نشر ته وسپاري، مننه

  48. ښاغلی اشرف غنی احمدزی د دی وسه لری هغه کسان چی د دوی د پالیسی مخالف وی د ځان سره ملګری کړی او له هغوی نه د مثبت فکر کونکی انسان جوړ کړی. هغوی چی مخکی به د پښتنو او ګران افغانستان سره د دښمنی فکر کی وو اوس یی د پښتنو او افغانستان د یوالی په سنګر کی له ځان سره ملګری کړیدی، هیله ده چی زمونږ ټول هیواد وال د راتلونکی جمهور ریس او ملی زعیم ښاغلی اشرف غنی په شاوخوا سره راټول او یو باثباته افغانستان د جوړیدو لپاره کار وکړی. زما په نظر په راتلوکی دولت کی به د ښاغلی قانع په شان قدرمنو لیکوالانو ته د خدمت کولو لپاره تر ټولو ښه زمینه د ښاغلی اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی افغانستان کی موجوده وی. ځکه چی د زرو قدر په زرګر وی. فکر کوم دلته لږ سوی تفاهم شویدی او قانع صاحب هیڅکله د یوداسی مدبر اوپوه شخصیت سره مخالفت نه کوی او که یو څه تنقیدی نظر یی وړاندی کړی هغه هم د ښاغلی احمدزی په ګټه تمام شویدی. نوک او ووری هیڅکله نه سره بیلیږی. راځی نور دی بحث ته دلته د پای ټکی کیږدو.

  49. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    يو دوست ما ته ټېنګتې کړي، چې د ښاغلي اشرف غني په سيستمي نظر خپل آند څرګند کړم او بل بيا ويلي، چې د ښاغلي قانع کوم نيږدې ملګری يم، خو بايد ياده کړم، چې نه ښاغلی اشرف غني د دې جوګه دی، چې يو سيستم رامنځ ته کړي او نه هم زه د ښاغلي قانع ملګری يم، حتی کېدلی شي د دواړو له فکري شاليد سره مخالف وم!
    زما دريځ د امريکايي يرغل په اړه ليا د ۲۰۰۱ م کال د سپتامبر د ۹ نېټې له پيله څرګند وو او هغه څوک چې ما پېژني، نو ويلی شي، چې ما ولې د امريکايي يرغل مخالفت کړی او د طالبانو په مهالني دولت کې مې د افغاني پوهنيزو سټو د مضبوتولو او په افغانستان کې د يو منظم اداري سيستم رامنځ ته کېدلو وړانديز کړی وو او په دې اړه مې يو شمېر ليکنې هم کړې دي، چې زما نظر تر نننه جوت پاتې شوی هم دی.
    زما يو شمېر ملګري د يوې او يا دوو مشديو لپاره د کرزي په دولتي اداره کې ورګډ شول، خو ما ورته وويل، چې ملتپاله افغان بايد د يرغلګرو په بېړۍ کې په لامبو ورګډ نه شي. زه د هغو دوستانو نومونه نه اخلم، ځکه وايي، چې په يوه څپېړه سل مخونه خوږېږي! نو ښه به دا وي، چې په دې برخه پټه خوله پاتې شم، ځکه پښتانه هسې هم مشران نه لري او که يو او يا دوه يې سر راپورته کړی هم دی، نو د خلکو اعتماد پرې نه شته!
    تاسو ما مه ګرموی، مګر د ۱۱ تنو کاندېدانو او بيا يې د معاونينو مخکني حالت ته فکر وکړی او بيا ننني حالت ته نغوته وکړی. کرزی چې له امريکايي ملاتړ سره کابل ته لاړ، نو له فهيم سره مخامخ شو، چا چې ليا د مجاهديڼو په واکمني کې په څپېړو تود کړی وو، دا معيوبالفکر اشرف غني خو د دوستم يوې پټکې ته هم نه شي ټينګېدلی! د غني صيب خبرې واوری، چې کله په بزکشي کې نښتی وي او کله په آسونو کې، مګر ښه ويل شوي، چې در جمع کورها يک چشمه پادشاست!!!
    تاسو د سيستم خبره کوی، د اشرف غني د ماليې وزارت هڅې يادوی او بيا د پوهنتون دېوالونه يادوی، مګر دا بيا نه وایی، چې له ديارلس کلونو يې لږ تر لږه ۱۰ کلونو په رڼا او ۳ کلونو په خفا کې د کرزي په واکمني کې او د يرغلګرو په ځواکمني کې کار کړی دی، خو بيا تاسو ته وايي، چې دا ۱۳ کاله يې د افغانستان لپاره مجاني کار کړی دی او تاسو يې هم په پټو سترګو منی!
    د کرزي سره په ولسمشريزو ټاکنو کې پړ شو، مګر د سرينا هوټل په انګړ کې يې د يوې کوټې کرايه څو زره ډالره وه او د ميلمنو مصارف يې هم همداسې درواخلی، هغه مهال يې ۴ مياشتې په سرينا کې تېرې کړې، چې د دغو لکهاو ډالرو حساب به څوک ورکوي! د کرزي خپلو او ډلو ټپلو غلا يې هم له تاريخه نه پتېږي او خلک به تل لعنت پرې وايي!
    د اشرف غني د ماليې وزارت ناکام سياست او ناکام کاري سيستم په دې کې وو، چې د کرزي ټولو وزارتونو ته بوديجه سمه ونه رسېدله او د هر کال په پای کې يا وزارتونو د خپلو کارونو لپاره بوديجه نه درلودله او هغه وزارت ته چې ناوخته بوديجه رسېدلې وه، نو هغه يې و نه شوی کارولی، ځکه نه له هر وزير سره به تر ۸۰ سلنه بوديجه بېکاره شوه او بيرته به د دونېشن ملک ته مسترده شوه، چې د ماليې وزير يې نېغ مسول ګڼل کېدلی شي!
    د اشرف غني د کابل پوهنتون کيسې ډېرې دي، خو ټول درته وايي، چې د کابل پوهنتون ديوالونه د اشرف غني ابتکار دی، مګر پوهنتون ته چې ننوځې بيا نو د علم بنسټ نه شته دی. زه هر کال د کابل پوهنتون ته سر ورښکاره کوم، حتی په ځينو سيمينارونو کې د خپلو دوستانو په وساتط ګډون کوم، خو د اشرف غني يا د نړۍ د مبتکر شخص د آند نښې نه پکې وينم! کله چې د پوهنتون د لوېديزې لارې ورننوځې، نو په هرو ۱۰۰ مترونو کې د مسعود ويناوې په لوحو کې ليکل شوي او انځورونه يې هم کم نه دي! چې په يوه لوحه ليکلي ول: قهرمان ملي فرموده اند! جوانان بايد درس بخوانند، نو د هغه مهال يو محصل ته مې وويل، چې له مسعوده يې هم سم لينن جوړ کړی، چې په هره برخه کې غوره وينا لري او دا هم د اشرف غني د پوهنتون په واکمني کې ځړول شوې لوحې دي! د مديريت د اخلاقو په اړه به يې څه نه وايم، ځکه تاسو يې د پوهنتون له استادانو او محصلينو وپوښتی!
    يو شمېر دوستان د افغانستان د پيسو ريفورم يادوي، چې اشرف غني دغه کار کړی، مګر بايد ياده شي، چې د افغانستان پيسې مخکې له امريکايي ښکېلاکه د روسيې په سانکتپيترسبورګ کې چاپېدلې، چې د دوستمي لسزريانو او رباني پنځهزريانو کيسه به په افغانستان کې ټولو ته معلومه وي، نو امريکايانو او همنواع ملګرو يې د افغانستان د ښکېلولو لپاره ليا مخکې د پيسو د رېفورم کيسه جوړه کړې وه، چې پيسې به په آلمان او انګلستان کې چاپېږي او د افغانستان زړې پيسې به ټولېږي، چې له روسي پيسو ځان خلاص کړي!
    د افغانستان د نيولو او يا ښکېلولو پروسه ليا مخکې په امريکايي نظامي ډېپوګانو کې جوړه شوې وه، خو د عملي کولو لپاره يې افغاني لاسو پښو ته اړتيا وه، نه مفتکرو مغزونو ته! چې دغه رول بيا کرزي، غني، احدي، د بابا ملت ډلې او د شمال ټلوالې ترسر کړ!!!
    د اشرف غني سياسي تزلزل او فکري ليوالتيا لکه د جلالي او يو شمېر نورو غوندې وه او ده، مګر ستونزه دلته ده، چې په تېرو ټاکنو کې د کرزي سيال وو، مګر بيا يې د امريکا په وساتط او د کرزي په سلېرحمي «د قدرت د لېږد» د پروسې مشر شو، چې ځينو ته به ډېره يوه خارقالعاده پېښه ښکاري، خو داسې نه ده، ځکه د افغانستان اوسنۍ ملي اردو د پخواني منصبدارانو او نننيو ځوانانو په مټه او هلو ځلو جوړه ده، خو غني صيب به يوې او يا بلې غونډې ته ورغی او د سرتېرو او يا عسکرو مخې ته به تېر شو او بيا به يې د افغانستان بيرغ ته سر وخوځولو او کله کله به يې په مخ وموښلو، نو نور خو دغه محترم کوم نظامي پروتوکول او يا د نظامي ستراتيژي کومه نظامنامه نه ده ليکلې، چې زه يې اوس تاسو ته وړاندې کړم! نو بيا د کوم سيستم خبره کوو!!!
    د ښوونې او روزنې لومړنی وزير یونس قانوني وو، چې مخکې د ملي بس يو نګران يا کلينر تېر شوی وو، خو د وزارت په موده کې يې خپل ټبر ته داسې کار وکړ، چې روڼاندي پښتانه يې وارخطا کړل، چې بيا هم د يو شمېر ملتپالو افغانانو په هلو ځلو د قانوني مخه ډپ شوه او دغه کار هم له افغانستانه بهر تر سره شوی دی، ځکه په افغانستان کې د فشار ګروپ نه وو او پښتانه خو هسې هم خدای وهلي دي!
    د روغتيا په اړه په تاند کې د نصير احمد احمدي پرونۍ ليکنه ولولی، چې د کرزي او د ټيم لسکلن ستراتيژي او پاليسي يې درته معلومه شي، چې ښاغلی اشرف غني يې د يوې لسيزې په اوږدو کې لوړ پوړی چارواکی وو او د امريکا په وستاط د نظامي قواو د لېږد مسؤلیت په ترڅ کې يوه تلويزيوني او رسنيزه څېره ترې جوړه شوه!
    زه له ۱۱ تنو د هېچا پلوي نه کوم، مګر له ګيدړې شرمښ تل ښه وي، ځکه په ليدو يې پوهېږي، چې ځان بايد ترې وساتې، مګر ګېدړه هغه مکاره ده، چې په خوله درته خاندي او تر شا بيا لکۍ درته ښوروي، نو په ننني سياست کې هم ګڼشمېر ګېدړې رامخ ته شوې دي، چې د ملت وينه به په چلول وزبېښي اود ښکېلاک او مريتوب په لومه کې به يې ښکېل کړي!
    انتخاب ستاسو دی، چې هر څوک انتخابوی، مګر د آند د څرکندولو مخنيوی مه کوی، خکه په ترخو بحثونو کې خواږه واقعيتونه رابرسېره کېږي!
    معه سلاموکوم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  50. ملا ميوند آخوند: لمړۍ خبره داده چي د خاين أو منافق انسان سلام ته زه هيڅ ضرورت نلرم، سلام دي ځان سره سمبال کيږده
    دوهمه دا چي خيانت څه ښکري نلري او نه شرم کوم پسه دي چي شاته به درپسي رمباړه ووهي، د يو انسان پيژندنه دهغه له نظرياتو او افکارو څخه کيږي، چي دا سړي په څومره اوبو کي دي،
    مونږ څه واښه نه خورو، بلکه له شکور نه مو ډوډۍ خوړلي، که تا په أخور خوړلي وي هغه ستا کار دي، خو ما ته په تا کي أو ستا په خاين، أو جاهل ملا عمر آخوند کي کوم فرق نه ښکاري، کوم چي د پنجاپي په کونه ننوتي، أو د آي إيس آي لپاره مرده ګاوي کوي،
    شرم خو د آي إيس آي تاليڅټو ته پکار دي، چي پردۍ ټوپک يي په أوږه کړي، او لګيا دي بي ګناه أفغانان وژني، دپردي خوشالولو لپاره خپل وطن ورانوي، کوم چي د مور حيثيت لري، دداسي خلکو او يو بيناموس تر منځ څه فرق دي؟؟!!! ــ
    نوره مي خوله مه راسپړه، زړه خو مي ډير څه وايي چي درته ليکلي مي واي، خو درانه لوستونکي را باندي ګران دي،
    پاک الله دي داسي ورځ راولي چي ستا او عصمت قانع غوندي خاينانو، فاسدو، او جاسوسانو ټغر له دي وطن أفغانستان څخه ټول شي
    .
    د تاند وزيني ويبپاڼي له چلوونكو څخه هيله مند يم چي تبصره نشر ته وسپاري، مننه

  51. ملا ميوند آخوند: لمړۍ خبره داده چي د ….. انسان سلام ته زه هيڅ ضرورت نلرم، سلام دي ځان سره سمبال کيږده
    دوهمه دا چي خيانت څه ښکري نلري او نه شرم کوم پسه دي چي شاته به درپسي رمباړه ووهي، د يو انسان پيژندنه دهغه له نظرياتو او افکارو څخه کيږي، چي دا سړي په څومره اوبو کي دي،
    مونږ څه واښه نه خورو، بلکه له شکور نه مو ډوډۍ خوړلي، که تا په أخور خوړلي وي هغه ستا کار دي، خو ما ته په تا کي أو ستا په خاين، أو جاهل ملا عمر آخوند کي کوم فرق نه ښکاري، کوم چي د پنجاپي په کونه ننوتي، أو د آي إيس آي لپاره مرده ګاوي کوي،
    شرم خو د آي إيس آي تاليڅټو ته پکار دي، چي پردۍ ټوپک يي په أوږه کړي، او لګيا دي بي ګناه أفغانان وژني، دپردي خوشالولو لپاره خپل وطن ورانوي، کوم چي د مور حيثيت لري، دداسي خلکو او يو بيناموس تر منځ څه فرق دي؟؟!!! ــ
    نوره مي خوله مه راسپړه، زړه خو مي ډير څه وايي چي درته ليکلي مي واي، خو درانه لوستونکي را باندي ګران دي،
    پاک الله دي داسي ورځ راولي چي ستا او عصمت قانع غوندي جاسوسانو ټغر له دي وطن أفغانستان څخه ټول شي
    ………………………………………………………………………………………………………………………………………….
    د تاند وزيني ويبپاڼي له چلوونكو څخه هيله مند يم چي تبصره نشر ته وسپاري، مننه

  52. حوصيله حوصيله حوصيله
    دوستانو صبر شه شي دي له زغم نه كار واخلي
    والسلام

  53. Salam To All;
    We should vote for Ghairat Khan;
    At least, he is unleashed to bark in every single comment if nothing else. Imagine people who support Mr. Ahmadzai, one day all of them will bark at him as they now bark at Mr. Qanih. The same people used to praise Mr. Qanih, and now accuse him of treason.
    I will vote for Ghairat Khan a better choices than other candidates when it comes to barking! God knows what you do for work. It seems that you must be so USELESS for Afghanistan.

  54. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    انسان په شګور کې ډوډۍ وړي او راوړي، خو هر څوک يې په خپل دسترخوان خوري، مګر چارپايان بيا له هر څه حتی په شکور کې هم څکه کوي، ځکه هر څوک بيا دسترخوان نه لري! څوک چې د ناموس، غيرت، پښتو او نورو انساني ارزښتونو په موخه پوه شي، نو بيا د بل، ملت او بشر ناموس او عزت ورته خپل ښکاري، په پښتو کې ښه ويل شوي، چې سپي به غاپي، مګر کاروان به خپل مزل وهي! بدمرغي په دې کې ده، چې تاند هم يوې وړې چاپلوسي ته خوشاله کېږي، مګر د نورو اشخاصو سپکاوي ته يې په تبصرو کې بيا پام نه وي!
    معه سلامو کوم الاهلول غافلين
    افسوس چې پښتو ليکې!
    ملا ميوند آخوند

  55. ښاغلی قانی ته ښهوختونه پیرزوینه
    او ځنی کومیټ یا تفصری لېکونکو څخه
    هیله
    و ای میړه مړ که خو میړانه نه
    موږ د نوموړی لیکوال د لیکونو خوند اخیستی د جنګونو ورڅو شپو کې
    پیښورۍ سندره
    خیر هغه که بیوفا دی خو د ښه وښتونو یار دی
    د لوستو ا فغا نا نو زړه ځکه په ښاغلی غنې اوبه ځښی
    غنی خد ا ی د ی
    غنی ا فغا نستا ن
    ا و
    غنی اخمدځی

    منننه
    وبښه
    تاسو چی دجنرال تاقت په باره کې کوم مسال ورکړی
    ستاسو لوستونکو خوښ کړی نه و
    رهزن بیلتون غوښتونک زان غوښتونکی ټالب مالب
    لوڅ په میدان ودروه
    خدای دی مل

  56. da pakistan ba che yee walaka os ham monz darze
    pa kalima bandi ba na poheg da zan na ba khabre ghate kawe
    khoday darta hidayat wakhaye
    ka hidayat na we khoday de dasy halak kra laka sanga che
    qaron aow firhoun halak sho

  57. خطا هغه وخت خطا شی
    چی تکرار شی نو ګنا شی
    کله چی تاسو د لومړۍ لیکنی په هکله د لوستونکیو عکسلعمل لیدلای وای چی منفی دی ضرور نه وو چی دا پورته لیکنه مو لیکلی وای
    قانع صاحب نور خو هر څه خلاص شوی دی چی درته یی ولیکم، ځکه چی نورو تبصره کونکو هیڅ هم ندی پریښی . خو دومره
    درته وایم چی کارونه ټول له پاسه هم جوړیږی او هم ورانیږی، خو تاسو خپلی پښی په خپله غوڅی کړی او لاړی د امبلوکو په تول کی تیر شوی او پدی لیکنه د دی خپل ځان شخصیت کشی وکړه.زما که منی اوس هم سر وخت دی له خپلو لوستونکو بښنه وغواړه موږ لوستونکی دومره ځای په زړونو کی لرو چی تا وبښو

  58. People,
    Please, have some respect to all commentators, including to Mr. Qanih, Mullah Maiwand, Dr. Ahmadzai and others… No matter who becomes the president, that person will need only useful people not useless…

  59. په اشرف غني باندې دې ځان داسې بدنام کړ چې د ټولو روشنفکره افغانانو په خولو کې دې خاورې ورواچولې. له ټولو نه دې پیسې شکولي دي او ځان دې پرې خرڅ کړی دی. د طالبانو پیسې خو الیاس وحدت در رسولې چې یوه ورځ یې مونږ ته هم وویل چې عبدالحی مطمئن ۱۱۵ ډالر درلېږلي وو او وحدت درکړل. په هغه وخت کې ۱۱۵ ډالر کافي اندازه پیسې وې چې د یوې کورنۍ د یوې میاشتې خرڅه ترې جوړېده. د اسد دانش په وړاندې دې هاغسې لتې ووهلې چې ځان دې پرې په شرمونو وشرماوه. مونږ فکر کاوه چې ته به د پښتنو شمله پورته کړې خو تا پښتانه په شرمونو وشرمول.

  60. د ملا میوند په لویه پرپړه کې مې دوه درې ټکي داسې ولوستل چې اشرف غني له ۹/۱۱ نه وروسته رامخته شو، نوره تبصره یې نه لولم ځکه چې دا د ټکنالوجۍ دور دی او د دومره څیزونو لوستل ته وخت ورکول د هوښیارانو کار نه دی. روکیه، اشرف غني په اویایمو کالونو کې د کابل پوهنتون یو خوله ور استاد وه چې په هغه وخت کې د کابل پوهنتون استادي د وزارت له چوکۍ ښکته نه وه، په زرونو امریکایان او اروپایان یې روزلي دي، د رباني د شرمېدلې دورې او طالب واکۍ پر وخت اشرف غني د افغانستان د حالاتو لوی سیاسي مبصر وه چې بي بي سي او امریکاغږ پښتو او پاړسی دواړو به په ډېرو حساسو مسایلو کې د ده نظر پوښته. بدبختانه چې زه په اقتصادي چارو نه پوهېږم که نه په اقتصادي چارو کې به یې هم په نړیواله کچه مشورې ورکړې وي ځکه چې د نړیوال بانک او آی اېم اېف چارواکی پاتې شوی دی. که تاسو یې له ملاعمر، سیاف، قطب الدین، بلدوزر، د شمال ټلوالې له جنایتکار عبدالله یا کوم بل یو سره مقایسه کوئ دا ټول افغان ولس ته سپکاوی کوئ. لږ له ځان سره فکر وکړئ او بیا لیکل کوئ.

  61. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي ګڼډيري ته ځانګړي احترامات او پّ ځواب کې يې بايد ووايم، چې ما اشرف غني له هېچا سره نه دی پرتله کړی، خو په اړه مې يې ځینې معلومات ورکړي، خو زما په تبصرو کې فکري تسلسل نه شته، ځکه تاندوالو که زما يوه تبصره خپره کړې او بله يې حتمي بلاک کړې ده، سر بېره پردې چې زما تبصرو کې تر بريده د اشخاصو له سپکاوي ډډه شوې ده. ما د اشرف غني د امريکايي ميډيايي کمپاين موده ياده کړې ده، خو له هيره مه وباسی، چې هماغسې چې کمونيستان په روسيه کې روزل کېدل، د الاضهر ډله يا پروني مجادين او ننني غاصبين په مصر کې پالل شوي، نو د لبنان د امريکايي پوهنتون روزل شوي بيا په ننني سياست کې بوخت دي، چې تاسو يې پخپله په اړه اښتنه پوښتنه وکړی، چې نومونه يې پيدا کړی!
    کرزی په خپلو امريکايي اړيکو د خپلو وروڼو په وساتط او د جهاديانو په موده کې د يونيکول د مشاورينو له ډلې وو، ځکه نو د واک ګدۍ ته ورسول شو، نو دغه څو تنه نور چې د لبنان د پوهنتونو د سطرنج دانې دي، نو وروسته له ۲۰۰۱ کاله يې پچه وختله او د افغانستان په ادراو کې يې نننی حالت رامنځ ته کړ، چې د ملت آزاد فکر او خيال يې هم ورته وځپلو!
    په دې هيله چې دغه لنډه تبصره د تکنالوژي په دوران کي د بيولوزيکي مغزونو مزاج ورخراب نه کړي!
    معه سلاموکوم الاهلولو مبصرين
    ملا ميوند آخوند

  62. ښاغلی میوند، د لنډ ځواب مو مننه. هیله ده چې همېشه لنډې تبصرې وکړئ ځکه چې ډېر وختونه زه ستاسو تبصرې د اوږدوالي له امله پرېږدم. دا سمه ده چې د بیروت د پوهنتون فارغان نن لوبیږي خو که د داودخان له واکمنۍ راوروسته یې وسنجوو نو تر ننه پورې کوم یو او په ځانګړې توګه په دا ۱۱ کاندیدانو کې تر اشرف غني ډېر پوهېږي؟ آیا بیا غواړئ چې په وزارتونو کې مو د پېښور او کوېټې د ۰۹۱ او ۰۸۱ کوډ لرونکي ټیلیفونونه ولګول شي؟ نن یې له هند نه په بنګله دیش کې کرکټ وګاټه، په رسنیو کې یې راغلل چې په مشرقي پاکستان کې یې لوبه وګټله بیا به وایي چې په شمالي پاکستان کې یې……اوس خو په دا ۱۱ کې داسې کسان هم شته چې ډېره ساده پوښتنه نشي ځوابولی لکه ګل اغا شېرزي چې د اشنا تلوېزیون د یوې پوښتنې په ځواب کې ویل چې د دولسم ټولګي فارغانو ته به د حرفوي زده کړو لکه نجارۍ کارونه ورزده کړي. سمه ده چې اشرف غني به امریکایانو پاللی وي یا به یې پالي خو آیا پاکستان پاللي یا ایران پاللي تر ده ډېر ښه دي؟ راځئ چې په شتو کې په هوښیار پسې ودرېږو، چې لږ مونږ په پښو ودرېږو او تر ده ښه ومومو بیا به په هغه پسې اقتدا وکړو.

  63. محترم قانع صاحب زه نه غواړم ستاسو په مخکنی لیکنه څه واوایم او نه هم په آوسنیۍ لیکنه نو قضاوت وطنوالو ته پریژدم خو څه چه غواړم ووایم هغه دادی چه پښتانه لیکوالانو دقلم خاوندانو شاغرانو ته ډیر زیات احترام او امید لری امیدواریم چه د پښتنو ورونو دغه امید باندی کود کمیاوی ونه شیندی او هغوی نا امیده نکړی …….سا

  64. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له بده مرغه، چې زما تبصرې ډېرې شوې، هڅه به وکم، چې ورو ورو خپلې تبصرې کمې کړم، خو زما د تبصرو موخه دا ده، چې خلک معلومات ترلاسه کړي، مګر که رېښتيا هر څومره ترخه هم وي، بايد وزغمل شي. عبدالرشيد دوستم کوم ځانکړی تحصيل نه لري مګر تاسو ټولو يې سياسي رشد له ځواني او بيا تر ننه تعقيب کړی دی، نو د افغاني ټولنې په سياسي چلول کې يې داسې وده وکړله، چې له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۲ يې د (ح، د، خ، ا) او یا حزب وطن واکمني يې نسکوره کړه او له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۸ په شمال کې د ۸ ولايتونو يکه تاز پادشاه وو او د افغانستان د تجزيې محرکه قوه ګڼل کېدلو، نو د افغانستان ادارې لپاره نه پې ايچ ډي پکار ده او نه هم کوم خارقالعاده تفکر، صرف صداقت پکار دی او د مسلکي ټيم جوړول پکار دي، چې افغاني، انساني او مسلکي تفکر ولري، کوم شی، چې له بده مرغه زه نه په اشرف غني کې وينم او نه هم په نورو کې! مګر ځوان نسل د سياسي شعور د پياوړتيآ لپاره رابولم او په قانع مې د نورو له ادبه لرې ګوزارونه نه لورېدل، خکه پښتو ليکي!
    زه يو افغان يم، په انتخاباتو کې به لکه تېر ځلې تر څو لکه ګډون وکړي او يا به صندقونه د يو او بل په نغوته يو او يآ بل کانديد ته ډک شي، خو زه ځان په هغه «اکثريت خموش» کې شمېرم، چې دغه انتخابات د نيوکلونيوليزم يوه بربنډه لوبه ګڼي او ګډون هم پکې نه کوم، خو لکه ټولو افغانانو غوندې د خپلې يوې رايې حق او واک لر او د نظر څرګندول هم تر يو بريده خپل رسالت ګڼم! ځکه زه وايم، چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، افغانانان دې يو بينالافغاني مسلکي ټولنيز پلتفورم، چې د افغانستان ملي ارزښتونه، سياسي غوښتنې او ټولنيزه اداره پکې رامنځ ته شي، جوړ کړي، چې افغانان د تل لپاره هوسا او سرلوړی ژوند خپل کړي، مګر نه لکه نن غوندې، چې پيسې او خوراک مو له پرديو وي، خو نڅا او غوغا بيا زموږ وي!
    معه سلاموکوم الاهلول افغانيون و الارحمه کومو الله

    ملا ميوند آخوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب