دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+کونړنامه | څېړندوی دوست سرواني

کونړنامه | څېړندوی دوست سرواني

“د کونړ منظوم یونلیک”

“د اسلامي نړۍ د بیدارۍ اتل، نامتو مبارز علامه او نابغه سیدجمال الدین افغان ته ډالۍ”

   دا منظومه سفرنامه، زما د هغه درې ورځني یون او سفر په ترڅ کښي لیکل سوې  چي د ۱۴۰۳ ش کال د غوايي(ثور) د میاشتي له دریارلسمي تر پنځلسمي پوري له کابل څخه تر کونړ ولایت پوري سوی دی. په دې یون کښي د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی رئیس پروفیسور دکتور عبدالظاهر شکېب، دکتور څېړنوال نورالحبیب نثار، څېړندوی عاشق الله اخلاصیار- پکتیاوال او خوشحال ساپی  راسره ملګری وو. د منظومې ترتیب د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ یعني له ختیځ څخه تر لوېدیځ یا کوز کونړ او بیا د ننګرهار ځیني سیمي او همداسي د لغمان ځیني سیمي راغلي، منظومه پر سروبي پای ته رسیږي. د ا منظومه سفرنامه د سفر د ملګرو او ځای پر ځای د ځینو ملګرو او هغو پښتنو سره چي زه مخ سوی یم د نیک الهام او احساس په پایله کښي لیکل سوې ده.

کونړ ځمکه د لرغونو زمانو ده

آریانا په قباله زموږ د نیکو ده

ټوله زموږ دي که ویدا که اوستاده

د دې خاوري هر لوېشت د دې ګوا[1] ده

له سیستان تر نورستانه زموږ کور دی

له وایګل تر ګلستانه[2] زموږ لور دی

له رسا[3] نه تر هلمند یو ټبر دی

ګندارا[4] نه تر ارغند یو ټغر دی

***

پر مستۍ انيتابا [5]دی

ښه سمسوره مالت دا دی

له دانګام تر بلهیکا

پورشاپور، آراکوزیا

ټول د دې وطن وجود دي

تاریخونه یې موجود دي

له کارکوړه پر هر لور

کړو زلمیو مستي شور

مشر،کشر په یو خوله و

سره مېشت پر یو کاله و

هره سړی په ښادو، ښادو

نه یې غم نه، ټینګ یې بنیاد و

***

د نیکو او د پلرو دنګي کلاوي

خدای تړلي ترې غمونه او بلاوي

نر او ښځي ټول په کار باندي اخته وه

لوی په زیار، کوچنی په زده کړه اموخته و

***

هر یو غر یې کوه طور و

د ستایني به ضرور و

غرونه هسک و او ساګاني به تازه وې

پښتني څېرې یو بل نه ښایسته وې

هر تنور او هر نغری په مینه بل و

له دې ځایه تازه ټول اشغال د بل و

شاړه نه وه که هواره او که غر و

پټ په وریځو کښي د ناوي په څېر لمر و

سهار پورته سوم له ځایه په رېزونو

د چوغکو او اوبو په آوازونو

چي د سترګو څار کېدی غوړي مرغې وې

خړ کورونه زرغونې درختي دلې وې

نر او ښځي په پټو کښي ښکارېدل

مړوندونه په کار نه ستړي کېدل

د کورونو غولي خوښ په انسانانو

تر هر کلي پوري کښ د انسانانو

ویر ماتم و له دې ځایه کوچېدلی

هر اُمید د ناز و نیاز و هستېدلی

د ملګرو څه عجیبه رنګه یون و

وخت ناځوانه په تېزۍ په اوښتون و

هر تیږه یې ګوهر، خاوره سره زر وه

هره ونه[6]  یې رهبره د لښکر وه

له هر بڼ او هر ګلشن  جلوه خپریږي

د ژوندون هستي مستي ده پرې نازیږي

دی د پوهي او دانش ښکلی ټاټوبی

نرم شور کښي دی هر چړ او هر ځړوبی

وو صابره پر خپل ژوند یې قناعت و

دا عادت د دغه خلکو لوی طاقت و

مشکو بوی، نرم رباب د طبیعت و

هنګامه د باران څاڅکو شفقت و

د بزګر له ویني ډک د برګ هر رګ و

تمنا د ناز او تاز و پرمختګ و

ارزښتونه د دې ځای په مینه ساز وو

پر سر سترګو به د هر مېلمه هر ناز و

تور زاغان او تور ماران به تپېدله

خیرن نیت او چخڼي سترګي ګرځېدله

د ریحانو د ګلانو معطر بوی و

ښه رنګونه ډېر ډولونه به د دوی و

مرغلري یې اوبه خاوره یې زر وه

زلمی پېغله یې پسوللي په ظفر وه

د ژوند هیلي او تازه نفس هوا وه

خپور سکون و امیدونه د هر چا وه

زرغونې وې هره خوا د غرو لمنې

خاص جلوه د هري درختي هري وني

د هر ځای وښو خندله په هوس وه

خوشحالي په کور و کلي د هرکس وه

د کارکوړي، دوبندۍ آفاق او څنډي

په نڅا وې د ګلانو غوټۍ ځونډي

پر هر ښاخ به د چوغکو شور ما شور و

پر هر کڅ  د تناره لوګی او اور و

کرۍ ورځ به مو کړه تېره په ګښتونو

له یو خوړ تر بله چړ په اوښتونو

د اوبو شرنګي راویښ کړمه سپېدو کښي

بانډ شاري او شامتوره او ډېره کو کښي

د سیاڼ غرونو هډونه او رګونه

یادېدل به پرې پلرونه او نیکونه

وچ ډنګر او میانه قده کونړیان وو

که هستي وه که نیستي مغرور په ځان وو

وخت پر وخت د حکومتو له حافظو سه

وه لوېدلي د چارواکو له فکرو سه

نه کافي درمل دارو نه ښوونځي وو

نه برېښنا په چاقوړک، سانکۍ ججي وو

تر کورونو یې قبرونه یو څه ډېر و

د وحشت خیرن ستم د میرڅو[7] تېر و

ساغرونه وو رنګین ، نرم نسیم و

موسمي زینت و خپور، ځوانیمرګ بیم[8] و

له وریځو د باران جوړه لړۍ وه

لکه پرې د مرغلرو غاړګۍ وه

د اسمارو په وادي کښي وو ودونه

خوشبويي او تصویرونه اتڼونه

سره ګډو لکه روح د مینانو

پر هر هېر د ماهیپر ګټي ځوانانو

ښه ښېرازه کیراله، سپینکۍ زربټ و

د پلوڅو، منډکول چغه سر، ګټ و

اورېدله مینه ناکه انوارونه

نفرتونه سوځېدل، خندان و زړونه

روغ محیط و جنګ او چنګ[9] سره پخلا وو

سترخان ډک و که د خان که د ګدا وو

خوشحالي وه په شُلتن، امان شیګل کښي

په چوګام او کڼاسېر په دېوه ګل کښي

ښه شربت اوبه څوکۍ،نورګل لرلې

بزګرانو مرغلري په کرلې

د نرنګ، چغه سرای ځمکو ښه حاصل و

د موڼي، لچي، شینګس ښایست بیا بل و

شینکوړک، ورسک، مروره بختوره

د پشد، صدرګټ ځمکه بختوره[10]

د اتو،  بچي،  پیتاو سیمي رنګیني

په نرنګ، باډېل کوټکي کښي ناڅي میني

نواپاس، که نواباد که سالار باغ دی

په لیدو پسې هر زړه منې داغ داغ دی

د چغان غرونه، مندونه او چړونه

د زلمو یې لويي څوڼي نېک خویونه

برڅاګی او کوز څاګی بابړ تنګی دی

افتخار د کېمه ګام او د موڼی دی

ډاګی سر او دړیدم بوستان بوستان و

برڅاګی او کوزڅاګی یې په لوړ شان و

سرکاڼو الکوزي د ننګ زلمي دي

په قلم کښي نومیالي یې مشواڼي دي

د مومندو او ماموندو ننګ هر رنګ دی

د ساپیو سالارزو د همت شرنګ دی

سالارزي او ترک لاڼي هم دلته مېشت دي

خدمتونه، زحمتونه یې هر لوېشت دي

د ګوجرو قوم ګیري[11] دي، ګالیش وال هم[12]

هم دېګان، نورستاني او ګوریان هم

د تېشه او د یارګل ښکلل ستایل سي

دېوه ګل او د شیګل  او د نورګل سي

د پتڼ ترۍ، مرۍ ترنم ښکلی

د کاشکوټ او سپین جومات ښایست ستایلی

له دې خاوري نومیالي راپورته سوي

د تاریخ پاڼو زلمي راپورته سوي

هره لوړه، هر تنګی هره شاګۍ

په ګلانو ښکلل سوې ناوکۍ

د سیدجمالدین لوړ شخصیت

علامه او نابغه لوړ شهامت

نڅېدلې آرزوګاني په محفل کښي

مېلمنه به وه خوښي په هر محل کښي

هر تیږه یې مرجان د بدخشان

د اجب شاګۍ کروړو عجب شان

جبه زار، ګل و ګلزار و تل تر تله

چیناری د ژوند مدار و تل تر تله

***

کاشکوټ ښه شین و زرغون و

هُدا شمس یې کتابتون و

کوز کونړ څخه راتېر سوو

د عمرو تشویش مو هېر سوو

د ښېوې هستي ناپایه

بنه غر غرق کړو  له ورایه

***

د کامې شریخ خوند لا

زموږ پر ژبو لکه قند لا

پر یاسین بابا سلام سو

پر رښتین استاد کلام سو

بیله شکه، شګه ښکلې

هر شګه یې ښاغلې

د بهسودو سود مو ډېر کړ

او د وخت کمبود مو هېر کړ

د چارباغ پر لار مو یون سو

تر لغمانه پوري تلون سو

ډاګ کمبېر هسي ګنډېر[13] و

کښت یې لږ او دښت یې ډېر و

د کرغیو د مرغیو

آواز ورک و د مرمیو

دهاندر تر مندر ښکلی

فرمانخیل کښي لمر لوېدلی

ګل پاچا الفت بیده و

د حسن کاکړ ږغ نه و

خو د دوی آثار ژوندي دي

را سره په هر ګړي دي

سروبي کښي څه دمه سوو

د ماهیانو په مېله سوو

ماهیپر نه ټول ابتر وو

او وهمونه سر پر سر وو

کابورا ته راښکاره سوو

له بورا سره مېشته سوو

پای

کابل، د افغانستان د علومو اکاډمي

۲۰/۲/۱۴۰۳

د لوی استاد پوهاند، علامه عبدالحي حبیبي د څلوېښتم تلین ورځ

تعلیقات

ټوپونیمي”د ځاینومونو ریښې په یوه بېله رساله کښي “

[1]. ګوا ، د ګواه لنډیز.

[2] . ګلستان، کلستان؛ د فراه ولایت ولسوالي ده.

[3] . رساrasā: په ویدي سرودنو کښي د کونړ سیند ته ویل سوي دي.

[4] . مط: ګندهارا: د کابل تر پېښوره وادي ته ویل سوي دي.

[5] . اصل (انیتابها/anitabha) په ریګویدا کښي د کونړ سید د مرستیالانو څخه دی.

[6] . انسان ته نغوته ده.

[7] . میرڅو او میرڅي د میرڅمن یا دښتن جمع ده.

[8] . مط: بیم او وېره مړه وه.

[9] . چنګ: د موسیقۍ آله ده، څو تارونه لري، په ګوتو وهل کیږي، هارپ هم ورته وايي.

[10] . ځکه چي د اسلامي نړۍ د بیدارۍ اتل علامه سیدجمالدین افغان د کونړ په صدرګټ کښي زوکړی دی.

[11] . ګیري: اوستايي او سنسکریت کلمه ده د غره په معنی یعني غرني.

[12] . ګالېش galeš: لرغونې کلمه ده د پسونو، مالونو، غویو او  څارویو ساتونکو ته وايي- کوچیان.

[13] .ګنډېر: یو ډول بې بویه ګل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب