دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد خواجه اصف د څرګندونو په وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت...

د خواجه اصف د څرګندونو په وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت توند غبرګون

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د خواجه اصف له څرګندونو وروسته افغانستان پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که پاکستان د  ډیورند کرښې له هغې غاړې هر ډول یرغل وکړ له جدي پایلو سره به یې مخامخ شي.

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې وغندلې چې پاکستان به د سختدریځو د تعقیب لپاره خپل عملیات د افغانستان خاورې ته وغځوي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د خواجه اصف دا څرګندونې غیر مسوولانه او د اوبو د خړولو هڅه بللې ده.

د دفاع وزارت ویندوی خوارزمي د خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: “د پاکستان مشرتابه ته پکار ده چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په حساسو مسلو کې دا ډول حساسې څرګندونې وکړي.”

هغه زیاته کړه چې دا ډول څرګندونې به د هیچا په ګټه نه وي.

خوارزمي خبرداری ورکړ: “هر هغه څوک چې په هره پلمه زموږ د پولې سرغړونه کوي، د پایلو مسوولیت به یې په غاړه وي.”

د پاکستان دفاع وزیر له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ټي ټي پي په پاکستان کې دننه په بریدونو تورن کړی او ویلي یې دي چې د دې ترهګرې ډلې مشري په افغانستان کې پټه ده.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د سختدریځو پر ضد عملیات د افغانستان خاورې ته غځوي

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ د دفاع وزیر د څرګندونو دفاع ونه کړه او ویې ویل چې اسلام اباد د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

بلوچ په اسلام اباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ، “پاکستان تل ویلي چې موږ د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو، او په دې برخه کې دا مهمه ده چې افغانستان د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزمن اقدام وکړي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو پېښو او بریدونو مسؤل دي.”

هغې زیاته کړه، «موږ له افغانستان څخه هم غوښتنه کړې چې دا یقیني کړي چې د تروریستانو هغه پټنځایونه چې سیمه بې ثباته کوي باید له منځه یوسي، او موږ تمه لرو چې افغانستان هغه ژمنې پوره کړي چې له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له پاکستان سره یې کړې دي.»

اسلام اباد پر کابل تور پورې کوي چې د TTP هغو اورپکو ته اډې ورکوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي – دا تور افغانستان تل رد کړی دی.

د پاکستان د اپوزیسون مشرانو د خواجه اصف څرګندونې پاروونکې وبللې

2 COMMENTS

  1. هیبتې ځناورو مشران دی لومړي دا خپلې کورني له کراچي، اسلام اباد، کوټه، او لاهور څخه افغانستان ته را انتقال کړئ، بیا که ګوزونه اچوي اقلآ سالم عقل ته به د منلو وړ وئ. د ملا یعقوب کورني په کراچي کې ژوند کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب