دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد پاکستان دفاع وزیر وايي، د سختدریځو پر ضد عملیات د افغانستان...

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د سختدریځو پر ضد عملیات د افغانستان خاورې ته غځوي

تاند (جمعه، د سرطان ۸ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د “عزم استحکام” په نوم عملیاتو کې کیدای شي په افغانستان کې د پولې (د ډیورند کرښې) ورهاخوا د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

ده وویل، دغه عمليات بېړنۍ پرېکړه نه ده، بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ملي امنيت د تامين لپاره يو اړين ګام دى.

خواجه اصف له امریکا غږ سره په خبرو کې د عملیاتو په وړاندې د سیاسي حساسیت پر موجودیت اعتراف وکړ خو ډاډ یې ورکړ چې حکومت یې د سیاسي ګوندونو له خوا راپورته شویو اندیښنو ته د رسیدو لپاره چمتو دی.

ده وويل، حکومت به دا موضوع د بحث لپاره اسمبلۍ ته راوړي او د غړو ترمنځ د باور د رامنځته کولو لپاره به هر ډول پوښتنې ځواب کړي.

د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړه چې پاکستان په فعاله توګه د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد عملیات کوي او پلان لري چې دغو هڅو ته دوام ورکړي.

اصف ټینګار وکړ، «که ترهګر له افغان خاورې پر پاکستان برید کولای شي، نو ولې یې ځواب نه وایو؟»

وزير په تېرو کلونو له ګاونډي هېواد سره د ده په ادعا د پاکستان له ډېرو مرستو سره سره د افغانستان له لوري د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي باید له سره وارزول شي، ویې ویل: “موږ د افغانستان لپاره ډیر څه کړي، خو دا هغه انعام دی چې موږ یې د خپلې مهربانۍ په بدل کې ترلاسه کوو.”

پاکستان تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې پوځي عملیات به د افغانستان خاورې ته وغځوي.

د ملګروملتو په وروستي درې میاشتني راپور کې هم د پاکستان له لوری د افغانستان په خاوره کې د لږترلږه دوو هوايي بمباریو یادونه شوې وه او ویل شوي وو چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خواجه اصف تازه څرګندونې د افغانستان د طالبانو حکومت ته د جګړې ښکاره اعلان دی.

3 COMMENTS

  1. جناب خواجه!
    اسلام وایی : تعاونوا علی البر و التقوی و لا تعاونوا علی الاثم والعدوان.
    نو تعاون او مهربانی د ګاونډی په جوړولو کی ده نه په تجاوز او ورانولو کی،انسانی او اسلامی اصول دا دی نو ځکه خواجه او میا ستړی خو خدای ج ناراضه .
    نو د تخریب،غلا او تجاوز لپاره د هر چا سره تعاون او مهربانی جنایت دی ؛دا ټکی له خط مشی مو وباسی ،اتومی توب د خر شاخدار په شان نه وی ، په اسلام کی دقوت استعمال د ظلم و تجاوز لپاره د ملک د ننه او باندی حرام دی ،خپل ملت مو تباه کړ نور دا اسرایلی خط او اهداف پریږدی ،انسانیت او اسلام محمدی ته را وګرځی نور رذالت او پستی مه تجربه کوی که ژوند او عزت غواړی یا اولی الباب.
    او دا احمقانه مهربانی بیا په چا ونکړی د نیمی پیړی تجربی نه درس او عبرت واخلی ورنه د انسانیت دعوی مو باطله ده .

  2. د خواجه سرا کونې ته بیا لږ غوړ ورسېدلي دي ، اوس غواړي د نړۍ داسیمه لږ مصروفه وساتي او د نړیوالو پام لږ بلې خوا ته وګرځوي .
    خواجه سرا صاحب لږ یې سړه خوره ، هسې نه چې ستاسو غاښونه هم دلته ووځي .
    مونږ پوهېږو چې کثیفیستان تر غوږو مسلح دی ، د نړۍ هر ډول مودرنې وسلې ، اف 16 جنګي الوتکې ، ډول ، ډول توغندي او اتوم بمونه لري . اما په دې هم پوه شه ، چې افغانانو د اقتصاد له لحاظه په تېرو 45 کلونو کې ستاسو له لاسه چې تاسو ورته « د پاکستان له ډېرو مرستو سره سره د افغانستان له لوري د همکارۍ پر نشتوالي اندېښنه څرګنده کړېده.» ، خو مونږ په جنګونو کې پاخه شوي یو . وایی یتیم په ژړا پوخ ده .
    فرق نه کوي لږ تاسو هم زمونږ پر مقدسه خاوره اسلامي تعرض وکړئ . ان شاءالله او ان شاءالله ، چې دا ځل به ستاسو غاښونه هم دلته ووځي ، که د الله تعالی رضا وه ، داځل دا د سرطان دانه د افغان غیور ولس په لاس د تل لپاره تداوي او له بېخه به ووځي . نوره ستاخوښه خواجه سرا صاحبې .

  3. خواجه ګله،
    خبرې دې شته او تا خو ويلي وو چې موږ د امريکا لپاره په دروغو جهاد کړی دی.
    نو طالب ستا تخم دی چې تاسې هلته خپله کرلی دی، خو نال کړی مو دلته دی.
    ګرانه،
    مجاهد، طالب او داعش دا ټول ستا لکه د شولو تخمونه او بُزغلي دي. د شولو بُزغلي خلک يوځای کري چې غټ شي، نو بيا يې وباسي او بل ځای يې کري. نو طالب، مجاهد او داعش دا ټول هغه تخمونه دي چې تاسې هلته په پنجاب کې کرلي دي، خو واک ته مو په افغانستان کې ورسول او نن ورپورې دغسې تورونه هم پورې کوئ، نو د ځمکې پر مخ له تاسې بل رذيله او بې شرفه طبقه بله نشته.
    انګرېزان وايی چې تاسې د پيسو لپاره په هېڅ اړ نه دي او حتی خپل ناموس هم پلوري. ايا عافيه صديقي مو ونه پلورله؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب