دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د یو نیم زر نورو افغان کډوالو ایستل

له پاکستان څخه د یو نیم زر نورو افغان کډوالو ایستل

تاند (جمعه، د سرطان ۸ مه) د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې په روانه اونۍ کې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه سلګونه کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد راستانه شوي کډوال بېلابېلو مرسته کوونکو موسسو ته ورپېژندل شوي او له هري کورنۍ سره ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته هم شوېده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد وزارت د ټرانسپورټ کمیټې له خوا ۲۷۷ راستنې شوې کورنۍ، چې ۱۴۲۳ تنه کیږي د تورخم او سپین بولدک له لارې کابل، کندهار، هلمند، هرات، غزني، زابل، او اورزګان ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوې دي.

په وروستیو کې ایران او پاکستان دواړو د افغان کډوالو شړلو ته شدت ورکړی، چې طالب چارواکي یې په اړه لږ غږیږي او له دې امله توندو نیوکو سره  مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب