دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو په لومړنۍ مناظره کې یو بل د...

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو په لومړنۍ مناظره کې یو بل د افغانستان په خاطر ملامت کړل

تاند (جمعه، د سرطان ۸ مه) پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وبلله.

د دې مناظرې تر ټولو تود بحث د بهرني سیاست په برخه کې و او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بایډن له افغانستان وروسته د اوکراین د جګړې او د اسراییل او حماس د نښتو په برخه کې پړ وباله.

ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې په دفاع کې ټینګار وکړ چې ده غوښتل چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په عزت سره پای ته ورسوي.

ټرمپ تېره شپه د ولسمشرۍ د مناظرې پر مهال وویل: «زه له افغانستانه وتلم، خو موږ په عزت، قوت او ځواک سره وتلو.»

ده دا څرګندونې د بایډن د دې نیوکې په ځواب کې وکړې چې ټرمپ په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلی و. بایډن وویل: “ټرمپ په دې اړه هیڅ نه دي کړي.”

ولسمشر جوبایډن بیا د ټرمپ دا تورونه بې ځایه وبلل او ویې ویل چې په حقیقت کې ټرمپ د دغو ټولو ګډوډیو مسوول دی ځکه د ده په خبره په خپل وخت کې یې د ګڼو مسایلو په اړه څه ونه کړل.

امریکا له شل کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستانه د وتلو بهیر بشپړ کړ. د وتلو لاره د ګډوډۍ نښه وه. د کابل د هوايي ډګر په ایبې دروازه کې ځانمرګی برید لسګونه ملکي افغانان او 13 امریکایي سرتیري ووژل.

بایډن پر ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې له امله ملامت وباله، ویې ویل چې له افغانستانه په نامناسب ډول د ځواکونو په ایستلو یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅاوه چې پر اوکراین برید وکړي.

ده زیاته کړه: « هغه (پوتین) به هیڅکله اوکراین باندې یرغل نه وای کړی. همدارنګه حماس به هم میلیونه کاله کې پر اسراییل برید نه وای کړی، ځکه پوهېږئ چې ایران د ما په وخت کې مات و، پیسې یې نه درلودې، هیڅوک مې نه پرېښودل چې تجارت ورسره وکړي، د حماس یا هېڅ بل شي لپاره یې پيسې نه درلودې، د ترهګرۍ لپاره پيسې نه وې ورسره، ځکه زما په اداره کې هېڅ ترهګري نه وه، خو د ده تر ادارې لاندې ټوله دنیا باندې اور بل دی.»

ټرمپ استدلال وکړ چې بایډن باید هغه پوځي جنرالان له دندو ګوښه کړي وای چې په هغه څه کې ښکیل وو چې ده د افغانستان “بیروونکې ننداره” وبلله.

1 COMMENT

  1. یو کس که هر څومره غښتلی هم وی خو چی د تکبر او غرور او تفرعن لمنی ته پناه یوسی نو عاقبت به ئی د نن ورځی امریکائیانو غوندی تَک ژیړ وی. خپله د امریکائی ټولنی افراد به ظاهراً بد خلګ نه وی خو خبره دا ده چی د یو دموکراټیک! هیواد حاکمیت د هغه هیواد د خلګو د اِرادې محصول دی.
    دا به د عقل خلاف خبره وی چی مثلاً وویل سی فقط هټلر د منفی افکارو خاوند ؤ، که عام اکثریت المانیان د هټلر په روحیه سمبال نه وای نو ناممکنه به وای چی المان دومره لَغتی وهلی وای.
    په هر حال، امریکائیانو زموږ او زموږ د سیمی ډیر وولسونه د تاریخ په اوږدو کی تحقیر کړی او سپک کړی او ګُمراه کړیدی ( البته پټ لوټیده خو ئی بله ناځوانی وه) خو د فَلَک د لوبو ننداره هم له خوند څخه خالی نه ده ( نن ورځ دوې زړې ګډوې د امریکا د سیاست په حمام کی یو د بل سره د ټکر تر حالت پوری رسیدلی او د ټکر څخه تولید سوی غوږ ځوروونکو ږغونهو خپله امریکائیان لا څه چی نړیوال ئی هم ګیچ کړی او ګَنس کړیدی) البته ددې نندارې بی آبی لا بل اضافه پیټی دی چی په تاریخ کی به ثبت سی ( که تاریخ امریکائی وولس ته دومره فرصت ورکړی چی روغ رمټ پاتی شی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب