دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهکابلوف، که د دوحې ناسته د نړۍ او طالبانو له همکاري سره...

کابلوف، که د دوحې ناسته د نړۍ او طالبانو له همکاري سره مرسته وکړي، ګټوره به وي

تاند (د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، د دوحې درېیمه ناسته به په هغه صورت کې ګټوره وي چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو له همکارۍ سره مرسته وکړي.

ضمیر کابلوف نن وویل، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې رغنده همکاري به د افغانانو د ټولنیزو او اقتصادي ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د سرطان په لسمه او یوولسمه (یکشنبه اودوشنبه) کنفرانس د ملګروملتو په کوربه توب او د ۲۵ هیوادونود ځانګړو استازو په ګډون دایریږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد به د طالبانو د پلاوي په مشرۍ د طالبانو په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د سرطان په ۸ مه) تاس خبري اژانس ته وویل چې دی به د دوحې د غونډې په څنډه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

ښاغلي کابلوف چې د افغانستان لپاره یې د دوحې په تېرو دوو ناستو کې ګډون کړی و، د ثور په ۱۴۰۳مه ویلي و چې د دوحې دریمه ناسته به د طالبانو له ګډونه پرته بریالۍ نه وي.

د دوحې په تېرو دوو ناستو کې طالبانو ګډون ونه کړ خو د مدني ټولنې او ښځو استازو برخه پکې واخیسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب