دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد مهاجرت نړیوال سازمان وايي، پاکستان نژدې ۶۴۰ زره افغان کډوال ایستلي

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، پاکستان نژدې ۶۴۰ زره افغان کډوال ایستلي

تاند (جمعه، د سرطان ۸ مه) د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د نویو شمیرو له مخې، پاکستان د سپټمبر له پنځلسمې څخه، چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، تراوسه پورې تر ۶۳۹۰۰۰ ډیر افغانان ایستلي دي.

د اکتوبر په درېیمه، د پاکستان ملي اپیکس کمیټې تر یو میلیون څخه د زیاتو هغو بهرنیانو د ستنولو پلان تصویب کړ چې په پاکستان کې د اوسیدو اسناد نه لري او لوی اکثریت یې د افغانانو دی دې کمېټې بې اسناده کډوالو ته د نوومبر تر لومړۍ نیټې پورې د دوی د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه چې له پاکستانه په خپله ووځي کنې په زور به یې وباسي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM راپور ورکړ، “د سپټمبر له 15 راهیسې، تر 639,000 ډیر افغانان افغانستان ته راستانه شوي، چې د هغو له منځه 148,000 په 2024 کې بیرته راستانه شوي دي.”

د IOM د معلوماتو له مخې، ډیری ایستل شوي کسان په ننګرهار (28٪)، کابل (18٪)، کندهار (15٪)، کندوز (8٪)، لغمان (5٪) او نورو ولایتونو کې میشت شوي دي.

IOM یادونه وکړه چې له مارچ راهیسې بیرته راستنیدا په پرله پسې ډول مخ په ډیریدو ده، د اپریل پرتله د مې په میاشت کې د دې کال تر نورو میاشتو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې شمېر یې شاوخوا 40,000 ته رسیږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د ۶۰ زره کارت لرونکو په شمول له شاوخوا 98,100 کسانو سره مرسته کړې ده.

راپور زیاتوي، په وروستیو دوو اوونیو کې د تېرو دوو اوونیو پرتله په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او توقیف په راپور کې ۱۳ سلنه کموالی راغلی دی.

ډیری راستنیدونکي کډوال په افغانستان کې د کار او سرپناه د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي شرایطو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب