دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهکابلوف: نړۍ په تدریج د طالبانو د حکومت مشروعیت تاییدوي

کابلوف: نړۍ په تدریج د طالبانو د حکومت مشروعیت تاییدوي

تاند (جمعه، د سرطان ۸ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، نړۍ په دې پوهېږي چې «اسلامي امارت» په افغانستان کې په مشروع توګه واک لري، او دا هغه څه دي چې روسیې ډېر پخوا منلي وو.

“البته، [نړۍ] له دې حقیقت څخه خبره ده. او روسیه په دې برخه کې تر نورو مخکې وه.

کابلوف د تاس خبري اژانس د دې پوښتني په ځواب کې چې ایا نړیواله ټولنه په دې حقیقت پوهیږي چې دوی باید له طالبانو سره د حکومت په توګه چلند او معامله وکړي.

ټاکل شوې ده چې د جون په ۳۰ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د افغانستان پر کړکېچ تمرکز وشي.

کابلوف له غونډې مخکې د روسیې د هیلو په اړه وویل:«زموږ په اند دا غونډه به ګټوره وي چې د نړیوالې ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د نژدې او رغنده همکارۍ په بیا ژوندي کولو کې مرسته وکړي، په تېره بیا د هېواد د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره چې افغانستان او خلک یې ورسره مخامخ دي.»

روسي ډیپلوماټ دا هم وویل چې په قطر کې به د راتلونکې غونډې په څنډه کې د طالبانو له پلاوي سره “په یقیني ډول” خبرې وکړي.

2 COMMENTS

  1. مړويسي کابلوفه،
    طالبان په تېره بيا مولوي عبدالکبير او اميرخان متقي دې په همدې خبرو دوکه کړي دي، خو داسې نه ده.
    خپله مېرمن دې کار کوي او لوڼو به دې هم درس ويلي وي او له پوهنتونه به خلاصې وي او ختمي به هغوی هم کار کوي، خو زموږ پر لوڼو او خويندو دې بيا درس، ښوونځی او پوهنتون نه لوريږي. د طالب پېژنده به جهالت ته د ودې په مانا وي.
    خپلې روسيه ته څه غواړې او موږ ته څه غواړې؟
    بې انصافه، په دا خبره دې چې دا تا کړې ده. که طالبان دې داسې ښه راځي، خو په رسميت يې وپېژنئ چې شروع له تاسې وشي، نو بيا يې ولې تېر باسئ؟

  2. TO ZAMEER KABULOVE;
    DEAR;
    AFGHANS LIBERTY FROM GREAT BRITISH BY GHAZI AMANULLAH KHAN
    FOR THE FIRST TIME OFFICIAL RECOGNIZED (history)
    I HOPE RUSSIA THIS TIME ALSO RECOGNIZE AFGHAN LIBERTY FROM N A T O
    THIS WILL BE A NEW PHASE IN AFGHAN RUSSIA FRIENDLY DEPLOMACY
    and afghans will never forget you honestesy with our country
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب