Homeخبرونهد پاکستان د اپوزیسون مشرانو د خواجه اصف څرګندونې پاروونکې وبللې

د پاکستان د اپوزیسون مشرانو د خواجه اصف څرګندونې پاروونکې وبللې

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) له مرکزي حکومته غوښتي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له «پولې پورې خوا ته» په افغانستان کې له بریدونو څخه ډډه وکړي.

تحریک انصاف دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د نویو پیلیدونکو عملیاتو په ترڅ کې ممکن د افغانستان په خاوره کې هم د ټي ټي پی غړي تعقیب کړي او دا عملیات د افغانستان خاورې ته وغځوي.

د پاکستان په ملي جرګه کې د اپوزیسیون مشرانو د خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې د جمعې په ورځ بیړنۍ غونډه وکړه.

د اپوزیسیون غړو وویل: “موږ په خپل هیواد کې هیڅ راز لاسوهنې ته اجازه نه ورکوو، نو باید موږ هم په بل هیواد کې مداخله ونه کړو.”

د اصف د بیان د غندلو په ترڅ کې، د اپوزیسیون مشرانو ووویل چې دا ډول څرګندونې نه یوازې د پاکستان او افغانستان ترمنځ “ورورګلویزو” اړیکو ته زیان رسوي بلکې سیمه ییزه سوله هم له خطر سره مخامخ کوي.

قیصر وویل: “له هند سره زموږ اړیکې د رقابت او تربګنۍ پر بنسټ ولاړې دي، او اوس موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره هم ورته چلند وکړو. موږ د جګړې او ګډوډۍ د لا زیاتېدو توان نه لرو.”

هغه ټینګار وکړ چې د یوه ګاونډي هېواد دننه بریدونه به ټوله سیمه د جګړې له خطر سره مخامخ کړي.

د حکومت په وړاندې د انتقادي څرګندونو په یوه تازه لړۍ کې، په ملي جرګه کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب په ډاګه کړه چې “حتی د نړۍ لوی قدرتونه هم په افغانستان کې، چې تل په سیمه کې د جیوستراتیژیک د تمرکز نقطه ګڼل کیږي، له ننګونو سره مخامخ شوي دي. “

“هند په پاکستان کې دننه د ډېرو ترهګریزو بریدونو لارښوونه کوي. ولې دفاع وزیر په هند کې دننه د بریدونو په اړه څه ونه ویل؟” هغه دا پوښتنه له پارلمان څخه بهر له رسنیو سره د خبرو پر مهال وکړه.

د پي ټي آی مشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هغه ګوند نه غواړي چې هیواد یې “د بل چا په جګړه” کې ښکېل شي.

د بهرنۍ پانګونې د جذبولو لپاره د سختدریځۍ د ختمولو په اړه د پاکستان د دفاع وزیر تبصرې ته په اشارې ايوب وويل چې په حقيقت کې د پانګونې لپاره د قانون رعایتول او پرې ژمنتیا پکار ده.

د اپوزیسیون نورو مشرانو هم د خواجه اصف څرګندونې پاروونکې او نامناسبې وبللې .

د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې د خواجه اصف د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. نو طالب جان خو دوه پنځوس یرغلګرو ته ماته ورکړه ! دا څنګه سي تورغري لنګ وهلي د پرنګي زوئ ته چوپه خوله دي ؟نو بیا داسي انګیرل کیږي سي کافرستان تر دوه پنځوسو یرغلګرو زورور او د طالب واڼي پنجابي ته وتلې او رښتیا هم دوی د کافرستان په ځنځیر تړلي غلامان دي 😡☹️!

  2. له یوې کرایې ملیشه او په غلام فکر سمبال ډلې څخه د عکس العمل ښکاره کول هغه څه دي چې، نه یې خپلواک فکر او نه یې هم عقل منئ.
    دا د هیبتې ځناورو په هکله ځمکنې واقعیتونه دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...