دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهپر افغان خاورې د پاکستان د برید خبرداري ته د ملا یعقوب...

پر افغان خاورې د پاکستان د برید خبرداري ته د ملا یعقوب غبرګون

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) د طالبانو د رژیم د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف هغه خبرداري ته غبرګون ښودلی، چې ویلي د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د ادعا شویو پټنځایونو د ځپلو لپاره د افغانستان پر خاوره عملیات وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان له رهبرۍ غوښتي، چې چا ته د داسې څرګندونو اجازه ورنه کړي.

د سرچینې په وینا، که هر څوک په هره پلمه د افغانستان پر حریم تېری وکړي، د پایلو مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.

پاکستان بیا- بیا ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي افغانستان کې پټنځایونه لري او د دغه هېواد واکمن طالب رژیم کې ځینې مشران ورڅخه ملاتړ کوي.

طالب رژیم بیا دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي او پاکستان یې په نا مسوولانه ادعاوو او څرګندونو تورن کړی.

پاکستان تر دې مخکې هم افغانستان ته ورته ګواښونه کړي او د طالب رژیم د واکمنۍ پر مهال یې د افغانستان پر یو شمېر سیمو د ټي ټي پي د ځپلو په پلمه بریدونه کړي، چې ځینې و خت د طالب رژیم له پوځي غبرګون سره هم مخ شوی، خو تر ډېره یې پر وړاندې د دوی دریځ نیوکو سره مخ دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب