Homeخبرونهد طالبانو له ممانعت سره سره په افغانستان کې د کوکنارو د...

د طالبانو له ممانعت سره سره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت دوام

تاند (شنبه، د سرطان ۹ مه) امریکا غږ یا وي او ای رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د رژیم له بندیز سره- سره د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې اوس هم کروندګر په پټه د کوکنارو کرلو ته دوام ورکوي.

سرچینې بدخشان، هلمند، ننګرهار او هرات هغه ولایتونه یاد کړي چې لا هم کروندګر پکې د کوکنارو کښت ته دوام ورکوي.

د وي او ای په راپور کې د طالبانو د یوه مقام عبدالحق اخوند زاده له قوله ویل شوي، چې د نشه یي توکیو کر کیله دوی ته جدي ستونزه نه ده او تر ډېره یې په حلولو توانیدلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې پولیسو پر ۳۶۰۰ هیکتاره ځمکې د کوکنارو د فصل ضد ۱۵۰۰۰ عملیات کړي او په کښت د بندیز په خلاف ورزۍ يې په زرګونو کسان نیولي دي.

څو میاشتې مخکې په بدخشان کې د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال د طالبانو او کروندګرو نښته کې یو شمېر کروندګر وهم وژل شول، چې د سختو اعتراضونو سبب شو.

د طالبانو رژیم او ملاتړي یې د کوکنارو پر فصل بندیز د دغه رژیم یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو منتقدان یې باور لري چې د دغه بندیز له امله افغان کروندګر سخت زیانمن شوي ځکه بدیل معیشت نه دی ورته برابر شوی او پر دغه کښت یې بندیز لګول شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...