یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهامریکا او د جي ۷ استازي د دوحې په غونډه کې ګډون...

امریکا او د جي ۷ استازي د دوحې په غونډه کې ګډون کوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) خبري سرچینو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی “ټام ویسټ” او همداراز د جي ۷ غړو هېوادونو استازي به د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان لپاره ګډون وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې هېواد یې تر اوسه د دوحې غونډې ته د استازي د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

یو شمېر رسنیو ویلي و چې امریکا له دې کبله د دوحې په درېیم کنفرانس کې ګډون نه کوي چې دا هیواد په دې غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې استازو ته د بلنې پر نه ورکولو خوابدې ده.

له بلې خوا سرچينې وايي، چې امريکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، جاپان، کاناډا او ايټاليا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دوحې په غونډو کې ښځې او د افغانستان د مدني ټولنې غړي شامل کړي.

سرچینه زیاتوي چې د طالبانو په غوښتنه به د دوحې د ناستې په اجنډا کې د بشري حقونو مسله نه وي او په غونډه کې به تر ډېره له نشه يي توکو سره پر مبارزې او د خصوصي سکتور پر ودې تمرکز کېږي.

دا لا څرګنده نه ده چې د دوحې د غونډې په اجنډا کې کوم بدلون راغلی دی او که د امریکا استازی د غونډې پر اجنډا د واشنګټن له اعتراض سره سره دوحې ته ځي.

طالبانو ويلي چې د دوحې په ناسته کې د اوسنۍ اجنډا پر بنسټ ګډون ته چمتو دي او په اجنډا کې هر ډول بدلون ښايي د دې سبب شي چې دوی په دې کنفرانس کې د ګډون په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روان سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه په قطر کې د ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب