یکشنبه, جون 30, 2024
Home+د هري پاټر د یوه اثر اوبرنګ انځور په کابو ۲ میلیون...

د هري پاټر د یوه اثر اوبرنګ انځور په کابو ۲ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) د هري پاټر د اوبو د رنګ یو انځور د امریکا په یوه لیلام کې په ۱.۹ میلیون ډالرو وپلورل شو.

دا اوبرنګ انځور جې کې رولینګ د «هري پاټر او د فیلسوف تیږه» کتاب د لومړي چاپ پر دوتنې (پُشتۍ) خپور شوی و او تر هغه څه چې تمه کېده، درې برابره ګران وپلورل شو.

دا انځور په لومړي ځل په ۲۰۰۱ م کې مخکې تر دې چې د هري پاټر ټول کتابونه چاپ شي، په نژدې 108,000 ډالرو لیلام شوی و.

تمه کیده چې دا هنري اثر به د 400,000 او 600,000 ډالرو ترمنځ وپلورل شي.

مګر د چهارشنبې په ورځ لس دقیقې لا تېرې نه وې چې لیلام پای ته ورسېد.

د دغه اوبرنګ اثر د پېرودونکي هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او عموماً د پېرودونکي نوم د هغه په غوښتنه پټ ساتل کېږي.

د دې کار هنرمند توماس ټیلر دی چې په 1997 کې یې په 23 کلنۍ کې انځور کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب