یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهد پښتنو جرګې په پښتونخوا او بلوچستان کې له پوځي عملیاتو سره...

د پښتنو جرګې په پښتونخوا او بلوچستان کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړ

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف ګوند په بلنه جرګې په پښتونخوا او بلوچستان کې د (عزم استحکام) په نوم له پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړ.

دوی همداراز غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې دې خنډونه لېرې شي او د کرښې د دواړو خواوو اوسیدونکو ته دې د سوداګرۍ لپاره د پخوا په شان د تګ راتګ ازادي ورکړل شی.

په پېښور کې پرون (چهارشنبې) د قومي سلامتۍ جرګې ته په وينا کې د پاکستان د ملي جرګې غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان چارواکو ته خبرداری ورکړ«موږ مه مجبوروئ چې خپلې ستونزې نړيوال عدالت (محکمې) ته ورسوو.»

ښاغلي اڅکزي او د جرګې نورو برخوالو د پاکستان د پوځ له لوري په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړ، ویې ویل «دا عملیات د څه لپاره دي؟ دا عملیات زموږ پر سرچینو او منابعو د قبضې لپاره کېږي.»

د پاکستان مرکزي حکومت په دې نوم چې په هیواد کې ترهګري پای ته رسوي د نویو عملیاتو پیلول تصویب کړي خو سياسي ګوندونه او د بشري حقونو تنظيمونه د دغو عملياتو سخت مخالف دي.

د جرګې برخوال ټینګار وکړ چې که هر راز عملیات کېږي، باید د پاکستان پارلمان یې تصویب کړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ او د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو او امنیتي ادارو د مشرانو په حضور کې د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۲مه) د پاکستان د لوړې کچې په امنیتي کمېټې غونډه کې، د نويو پوځي عملیاتو اعلان وشو.

دا له ۲۰۰۷ کال راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد څلورم لوی پوځي عملیات دي.

“د ژغورنې لار”، “ضرب عضب” او “رد الفساد” عملیات د پاکستان د پوځ درې مخکیني پوځي عملیات دي چې په تیرو لسو کلونو کې (له 2007 څخه تر 2017 پورې) یې کړي وو او له کبله یې لسګونه زره ملکي وګړي بې ځایه، زرګونه کورونه ویجاړ او نامعلوم شمېر کسان ووژل شول.

جرګې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په لاره کې پراته خنډونه او ننګونې لیرې کړي او له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې پرانیزي.

د پښتنو د دې جرګې په اعلامیه کې راغلي چې حکومت باید د خرلاچۍ، چمن، انګور اډې، تورخم، غلام خان او شمسي لارې د اعتراض کوونکو ټولې مشروع غوښتنې ومني.

څو میاشتې وړاندې د پاکستان حکومت د چمن – سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ درلودل لازمي کړل، خو د کرښې د دواړو خواوو اوسیدونکو دا پرېکړه نه ده منلې او د پخوا په شان د بې وېزې او بې پاسپورته تګ راتګ غوښتنه کوي.

دوی له میاشتو راهیسي د پاکستان پر پرېکړه د اعتراض لپاره پرلت ته دوام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب