یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، طالبانو په میدان او...

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، طالبانو په میدان او سیاست کې امریکا ته ماته ورکړه

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول موسوي د طالبانو سیاستونه «ډېر پاخه او محاسبه شوي» وبلل.

ښاغلي موسوي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: “که تاسو یې منئ یا یې نه منئ، دوی امریکا ته هم په میدان کې او هم په دوحه کې ماتې ورکړه.”

داسي ښکاري چې د ښاغلي موسوي مخاطبان د طالبانو مخالفان وي.

ده همداراز لیکلي: «دا حقیقت چې تاسو د طالبانو د تګلارو هرکلی نه کوئ، په دې حقیقت باندې هیڅ اغیز نه لري چې د طالبانو د پرېکړو او سیاستونو مرکزيت عاقلانه دی.»

رسول موسوي، چې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس په توګه هم دنده لري، د یوناما د مشرې دا خبره چې طالبان له غرونو او جګړو څخه راغلي  د طالبانو په پېژندلو او درک کولو کې لویه تېروتنه بللې ده.

روزا اوتنبایوا په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د د دوحې په غونډه کې د ښځو له ګډون سره د طالبانو د مخالفت په باب د یوې بوښتنې په ځواب کې وویل: «طالبان زموږ او ستاسو په څېر نه دي. طالبان له غرونو او جګړې څخه راغلي او دا اسانه کار نه دی چې هغوی په داسې کسانو بدل کړئ چې د خبرو مېز ته کښېني او زموږ اصول ومني.

سره له دې چې له طالبانو سره د ایران داړیکو له ښه والي انکار نه شي کېدای خو ایراني او پاکستاني چارواکو د طالبانو په اړه په ځلونو ضد و نقیض څرګندونې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب