یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونهپه بامیان او بدخشان ولایتونو کې سیلونو د سرومال تاوانونه اړولي

په بامیان او بدخشان ولایتونو کې سیلونو د سرومال تاوانونه اړولي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۷ مه) سیلونو په بامیان او بدخشان ولایتونو کې خلکو د سرومال تاوانونه اړولي دي.

له باميان څخه راپورونه وايي، چې په يکاولنګ کې سېلونو لږ تر لږه اووه تنه مړه کړي او تر لسو ډېر يې بې درکه کړي دي.

ځينو سرچينو ويلي چې د وژل شويو کسانو شمېر زيات دى او ټول د دوو کورنيو غړي دي.

د “دوزدان چشمه”، “هزارچشمه” او “پدینتو” په غرنیو کلیو کې له پرون راهیسې د سختو بارانونو له امله سیلونه راغلي او یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر په یکاولنګ کې د “مرګ ژوبلې” او “پراخو مالي زیانونو” خبر ورکړی، خو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

د باميان د والي وياند صبور سيغاني له يو شمېر رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه شوي دي.

د طالبانو حکومت د يکاولنګ سېل ځپلو سيمو ته د بامیان د والي عبدالله سرحدي د تګ او له سېل ځپلو سره د مرستې اعلان وکړ.

په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر پر ایکسپاڼه کښلي چې د پنجاب، ورس او کهمرد په ګډون د بامیان په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم سېلونو ډېر زیانونه اړولي دي.

له بلې خوا د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د رسنیو دفتر وايي چې پرون (چهارشنبه) ناوخته سېلونو د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په جخان سیمه کې ۳۰ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

تر اوسه پورې په دې سیمه کې د سر د زیان خبر نه دی ورکړل شوی.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر وايي چې تېره ورځ چهارشنبه د (چنګاښ شپږمه) ناوخته سېلابونو د دغه ولایت د یمګان ولسوالۍ په جخان دره کې ۳۰ کورونه ویجاړ کړي او شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

دغه دفتر وايي، د سېل تر راوتو وړاندې یې خلکو ته خبرداری ورکړی او خلک له کورونو وتلي او په سیمه کې لوړو ځایونو ته ختلي وو.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ريیس محمد اکرم اکبري هم رسنیو ته ویلي چې د يمګان ولسوالۍ په جوخان دره کې د سېلابونو له امله ٣٠ کورونه بشپړ او نیم ويجاړ شوي دي.

هغه زياته کړې، چې له ٣٠٠ جريبه ډېره کرنيزه ځمکه، د يوه ښوونځي ودانۍ، درې جوماتونه او څو کرنيز کانالونه هم ويجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

غږ/اجمل پسرلی

عکس/ اجمل پسرلی