یکشنبه, جون 30, 2024
Homeخبرونه په محرم کې پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز ولګېد

 په محرم کې پېښور ته د افغانانو پر تګ بندیز ولګېد

خبریال: داودجبارخیل

د پېښور پولیسو د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د نظم د ساتلو او هر ډول تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د نورو اقداماتو تر څنګ پېښور ته د افغانانو پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.

د پېښور د مرستیال کمشنر له خوا د دغه ښار اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې دې تر راتلونکي محرم میاشتې پورې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.

د پېښور ښار امنيتي مسوولينو په يوه اعلاميه کې وویل چې افغان کډوال دې د محرم د لسو ورځو لپاره له کمپونو څخه ښار ته نه ننوځي. دوی خبرداری ورکړی که له دې پریکړې څوک سرغړونه وکړي په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

په پیښور کې بیا میشت کډوال وايي چې د تګ راتګ بندیز به د دوی په ژوند بدې اغیزې پرې باسي.

دغه خبرپاڼه چې پرون مازيګر خپره شوې، زياتوي چې بنديز يوازې د افغان کډوالو لپاره نه دی بلکې د پيښور استوګن به هم له هغو سيمو ځانونه ليرې ساتي کومو سيمو کې چې د شيعه ګانو امام باړې او د هغوی د اوسېدو او مذهبي ځايونه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب