د پخوا زمانو خبره ده یو باچا وو، دغه باچا سپين ږرى سو مګر پاک خدای اولاد ور نه کړى باچا به هر وخت دغه فکرونه وهل چي یا پاکه خدایه که زه مړ سوم زما وطن به څوک ونیسي او زما پر خلګو به د چا حکومت وي ؟
باچا غوښتل چي د ده تر مرګ وروسته یې یوداسي ځای ناستی پر نړۍ پاته سي چي خپل خلګ او خپل ولس پر ګران وي او راتلونکي باچا یو داسي څوک وي چي پر خلګو ظلم نه کوي او دخلګو په خوښه او رضا د عدل او انصاف حکومت کوي .
یوه ورځ باچا په چرتو کي ډوب ناست وو، یو پلا یې په دماغ کي ور وګرځېدل چي ته راسه یو شرط وټاکه بیا اعلان وکړه چي که هرچا دغه شرط پر ځای کړى هغه به زما ځای ناستی وي او دهیواد راتلونکی باچا به وي .
باچا ډېر سوچونه ووهل مګر په دماغ کي یې داسي شرط نه راتلى چي دهغه پوره کوونکی دي یوازي غښتلی او تکړه ځوان وي ترڅو هغه په راتلونکي کي د باچهي غوښتني پوره کړای سي تر ډېرو سوچو او فکرو وروسته هم د باچا په دماغ کي یو داسي شرط رانه غی .
اخیر باچا مجبور سو ویل شاهي نجومي به راوغواړم د هغه څخه به مشوره وغواړم بیا یې امر وکړى چي شاهي نجومي دي حاضر کړل سي، شاهي نجومي چي سپین ږرى سړی وو او په نجومو کي ډېر رسېدلی وو زياتره وختونه به د شاوخوا هیوادونو باچاهانو مشورې ورسره کولې حاضر سو او تر شاهي ادابو وروسته باچا نجومي ته د خپل زړه مقصد و وایه او مشوره یې ځيني وغوښتله .
نجومي وویل باچا صاحبه که ستا اجازه وي زه به د نجومو د رویه حساب ورته وکړم بیا به درته ووایم باچا چي اجازه ورکړه نجومي پر یوه سپین کاغذ باندي یو څو کږې وږې لیکي وکښلې یو ګړی یې ورته کتل بیا یې باچا ته وویل صاحبه شرط دي داسي وي چي یو ځوان دي د آس پر ځای د دېب پر شا د اور تر سمندر واوړي .
د شاهي نجومي دې وینا باچا حیران کړى هغه وویل داسي شرط خو هیڅوک نه سي پوره کولای . شاهي نجومي وویل هر ځوان چي دغه شرط پوره کړي یوازي هغه ځوان زموږ د هیواد رښتونی باچا جوړېدلای سي بل څوک نه .
وروسته شاهي نجومي رخصت سو ولاړى په دا بله ورځ د باچا په امر سره په ټول هیواد کي اعلان و سو چي هر څوک که داسي شرط پوره کولای سي هغه دي رامخته سي .
یو څو ورځي چي تیري سوې د ګاونډي هیواد شاهزاده ملوک د خپلي مېرمني شهزادګۍ د لارام سره راغئ او باچا صاحب ته یې د شرط د پوره کولو چمتووالی و ښوى. باچا حیران سو هغه دواړه وروغوښتل او په ډېره ښه توګه سره یې د دواړو تود هرکلی وکړى هغه د شاهزاده ملوک څخه پوښتنه وکړه ایا ته د شرط پوره کولو ته په حقیقت سره چمتو یې ؟
شاهزاده ملوک سر وښوراوه چي هو صاحبه باچا په حیرانۍ سره وپوښتل څنګه به یې پوره کوي څنګه به د آس پر ځای پر دېب سپرېږې او چیري به د اور سمند پیداکوې. شاهزاده ملوک وویل باچا صاحبه د کوه کاف شاهزاده فلک زما نژدې ملګری دى ما ستا د شرط په هکله د هغه سره مشوره وکړه هغه راته وویل چي زه به یو غښتلی دېب په لاس درکړم او ترڅو پوري چي د اور د سمندر اړه ده نو هغه د روم د ښار د لمر ختو خوا ته دى او ډېر لوی سمندر دى چي هر وخت د اور لمبې ځني راوزي او زه باور لرم چي د غښتلي دېب په مرسته به زه د اور تر سمندر واوړم .
باچا پوښتنه وکړه ایا ته به خپله مېرمن هم د ځانه سره بيايې؟ شاهزاده ملوک سر و ښوروى چي هو صاحبه زما مېرمن هم زما په رنګ غښتلې او زړه وره ده باچا صاحبه موږ دواړه ستا د اولادونو په مرتبه کي یو باچا چي دا واورېدل خوشاله سو ول زه پاک خدای ته خواست کوم چي تاسي ته ستر بریالیتوب در په برخه کړي .
وروسته شاهزاده ملوک او مېرمن یې د باچا صاحب څخه رخصت واخیست شاهي ميلمستون ته راغلل هلته شاهزادګۍ دلارام د شاهزاده ملوک څخه وپوښتل سبا به موږ د خیره سره چيري روانیږو ؟
شاهزاده ملوک جواب ورکړى موږ به تر ټولو دمخه کوه کاف ته ځو ما دکوه کاف شاهزاده فلک ته حال وراستولی دى چي موږ کوه کاف ته در روان یو زما په فکر سبا سهار به شاهزاده فلک زموږ د بېولو لپاره یو دېب راواستوي .
په دا سهار رښتیا هم یو دېب راغى د شاهي ماڼۍ مخ ته ودرېدى شاهزاده ملوک او شاهزادګۍ دلارام ور ووتل دېب چي دوئ ولیدل نو یې ورته وویل زه شاهزاده فلک د کوه کاف څخه ستاسي د بېولو لپاره رالېږلی یم .
دوى ورته وویل چي سمه ده درځه آبس دواړه د دېب پر شا سپاره سول او دېب را په هوا سو ټوله ورځ دېب الوتی وو ماښام چي لمر پرېوتى دېب کوه کاف ته ورسېدئ شاهزاده ملوک او شاهزادګۍ دلارام د شاهزاده فلک شاهي ماڼۍ ته ورسېدل هلته شاهزاده فلک د دوى دواړو تود هرکلی وکړى .
د ډوډۍ تر خوړلو وروسته شاهزاده فلک شاهزاده ملوک ته وویل ښه نو اوس کیسه راته وکړه د دې خبري په اورېدو سره شاهزاده ملوک شاهزاده فلک ته په تفصیل سره ټوله کیسه وکړه .
شاهزاده فلک ورته وویل ګوره خبره داسي ده چي د دې شرط پوره کول ډېر ګران دي ځکه چي تاته خو د اور د سمندر لویوالی په پوره اندازه سره مالوم نه دى. شاهزاده فلک زیاته کړه دا د اور یو دونه غټ سمندر دئ چي هر څونه واکمن او زورور دېب یا پېری وي هغه یې په یو پلا په پرله پسې الوتلو سره نه سي پی کولای . البته د اور په سمندر کي ځيني داسي ځایونه راځي چي هلته وچي مځکي سته یاني په هغه ځای کي اور نه وي بل او هلته دېبان کولای سي چي دمه وکړي ځان هوسا کړي او بیرته پرواز وکړي مګر ته په خپله فکر وکړه کمه وچه سیمه چي په اور کي شاوخوا راګیر وي هغه به څونه ګرمه وي دغه راز دغه وچه سیمه هم تر اندازې زیاته ګرمه ده د دېبانو پښې په کښي سوځل کېدلای سي .
شاهزاده ملوک چي دا وارېدل نو یې وویل ګرانه انډېواله د پښو د ګرمۍ په هکله خو ته تشویش مه کوه ماته یو قسم بوټی را مالوم دئ په غه بوټي کي یو ډول تور غوړي سته په دغه غوړیو چي یو څوک خپل ټول بدن غوړ کړي نو بیا یې دا اور ګرمي نه سوځي .
شاهزاده ملوک وویل دغه بوټی ما وختي لا د ځانه سره را واخیستى وروسته مي غوړي ځيني وایستل اوس یې غوړي زما سره راسره دي چي موږ ټول ځانونه په غوړ کړو بیا نو اور پر موږ هیڅ اغېز نه سي کولای او په بې غمه زړو به د اور تر سمندر واوړو .
شاهزاده فلک چي دا واورېدل خوشاله سو ویل چي داسي خبره ده نو بیا خو کار جوړ دئ زه به د کوه کاف تر ټولو زورور دېب را وغواړم دغه دېب بولک دېب نومیږي زما په فکر یوازي په هغه کي دونه ځواک سته چي د اور تر سمندر واوړي .
شاهزاده فلک چي دا وویل لاسونه یې و ټکول یو تک تور دېب خوني ته راننوتئ په ادب لاس پر نامه ودرېدئ سر یې کښته و ځړوى شاهزاده فلک ورته وویل ورسه بولک دېب راوله .
دېب بیرته و وتى یو ګړی وروسته چي راغی یو بل زورور او غټ دېب وسره وو چي په سر کي یې دوه تېره او د غوايې په رقم پېچل سوي ښکرونه درلودل دېب په ادب شاهزاده فلک ته سلام وکړى.
شاهزاده فلک بولک دېب ته وکتل بیا یې د لاس په اشاره ورته وویل دغه زما انډېوال شاهزاده ملوک دئ او دغه بله یې مېرمن ده ته به دواړه د اور تر سمندر اړوې بیا چي دي نو هر انعام غوښتئ هغه درکوم .
بولک دېب په ادب سر کښته وځړوى او په عاجزي سره یې وویل صاحبه امر به مو پر ځای سي مګر یوه خبره سته …
شاهزاده فلک حیران سو ویل کمه خبره سته ؟.په جواب کي بولک دېب ورته وویل صاحبه د اور سمندر ډېر زیات پراخ دئ او دونه لوی دئ چي زه پر له پسې د اور پر سمندر لوړ نه سم الوتلای د ډېري زیاتي فاصلې له کبله زه حتماً ستړی کيږم او دمه کولو ته اړتیا پیدا کوم .
شاهزاده فلک وخندل ویل ته په دې هکله پروا مه کوه د شاهزاده ملوک سره داسي کرامتي غوړي ورسره دي چي بدن په غوړ کړې بیا نو د اور د ګرمۍ څخه خلاص یې او بله خبره دا چي د اور سمندر بې شکه چي ډېر لوی دى مګر په منځ کي داسي سیمي هم لري چي هلته اور نه وي بل ته هلته بې خطره دمه کولای سې او چي ستړیا دي لیري سي بیرته خپل پرواز ته ادامه ورکولای سې .
داچي یې واورېدل بولک دېب خوشاله سو د خوشالۍ څخه یې یوه لویه غر غړه وکړه د شاهزاده فلک ټوله ماڼۍ د بولک غرغړې څخه وښورېدله وروسته بولک دېب وویل صاحبه چي داسي خبره ده نو زه چمتو یم چي د اور سمندر په سفر روان سم.
شاهزاده فلک د شاهزاده ملوک څخه د هغه غوړو د ورکولو غوښتنه وکړه چي پر بدن باندي په مږلو سره هر رنګه تند اور پر بدن باندي اغېز نه کوي شاهزاده ملوک دستي جېب ته لاس کړى یو کوچنی دبلی یې راوکښى چي د غوړو څخه ډک وو، دېب ته یې ورکړى بلي خوني ته ورغئ هلته یې خپل ټول بدن په غوړیو غوړ کړى وروسته شاهزاده ملوک او شهزادګۍ دلارام هم ورغله په هغه بله خونه کي یې ځانونه په غوړو غوړ کړل .
وروسته یې دشاهزاده فلک څخه اجازه واخسته دواړه د بولک دېب پر شا سپاره سول او بولک دېب په هوا سو .
شاهزاده ملوک د بولک دېب دواړه ښکرونه ټینګ نیولي وه او شاهزاده ګۍ دلارام د شاهزاده ملوک شاته ناسته وه دواړه لاسونه یې پر شاهزاده ملوک باندي راګرځولي وه بولک دېب په ډېره تېزي سره الوتی وو اخر دا دى د اورسمندر را ورسېدى.
یو پلا بولک دېب نارې کړې شاهزاده ملوکه زما ښکرونه ټینګ ونیسه چي سُست یې نه کړې که چیري د لاسه دي ووزي او لاندي د اور په سمندر کي ایله سې بیا دي زه نه سم راګرځولای ته او شهزاد ګۍ دلارام به دواړه د اور سمندر ته ور ایله سى .
اوس نو بولک دېب د اور د سمندر پر سر روان دى دوى چي لاندي وکتل د اور د سمندر څخه لکه غرونه داسي غټي غټي لمبې د اسمان خواته را پورته کېدلې بولک دېب رښتیا هم ډېر غښتلی دېب وو چي تر ښه ډېره پوري ولاړى د بولک دېب رفتار کرار سو ویل زه ستړی سوم اوس غواړم چي دمه وکړم .
بولک دېب چي دا وویل لاندي یې داور سمندر ته وکتل یو ځای اور نه وو بل، بولک دېب هلته کښته سو چي د دوى پښې مځکي ته ورغلې دوئ حیران سوه ځکه چي د اور دسمندر مځکه داسي عادي ورته مالوميدله لکه دلته چي هیڅ کله اور نه وي بل سوی د کرامتي غوړو په اثر د دوئ نه ګرمي کېدله او نه تږي سوي وه .
شاهزاده ملوک شهزادګۍ دلارام او بولک هلته یو ګړی کښېنستل کرار کرار هوا تودېدله د غوړیو اثر پر کميدو سو دلته دوئ هوسا سوي هم وه ځکه شاهزاده ملوک ژر بولک دېب ته وویل : هله ژر کوه که یو ګړی لا نور دلته پاته سو نو د اور ګرمۍ څخه به درې سره مکوټ سو .
ژر دواړه د بولک دېب پر شا سپاره سول او یو ځلي بیا بولک دېب په هوا سو ، بولک دېب په هوا الوتی وو شاهزاده ملوک یې ښکرونه ټينګ نیولي وه هله هله هله…
اخر دا دئ بولک دېب د اور تر سمندر واوښتى . د اور تر سمندر هغه بلي خوا ته باچا صاحب سره د خپلو وزیرانو او امیرانو د شاهزاده ملوک او د شهزادګۍ دلارام د تاوده هرکلي لپاره ولاړ وه .
بولک دېب د باچا صاحب مخته پر مځکه کښته سو بیا شاهزاده ملوک او شهزادګۍ دلارام د بولک دېب د شا څخه راکښته سول تر ټولو دمخه باچا ورغی شهزادملوک یې په غېږ کي ټینګ ونیوى.
وروسته سپین ږري باچا باچهي ځوان شاهزاده ملوک ته ور پرېښووله تخت او تاج یې ور وسپارل او په خپله د پاک خدای په یاد کي غرق او ترق سو .
شاهزاده ملوک هم پر ولس د عدل او انصاف حکومت پیل کړى او ټول خلګ ځيني خوشاله سول .